شاته

د طالبانو حکومت نه د سرپناه تکل کې پاکستان ته راغلي افغان هنرمندان پېښور کې پولیسو نیولي

افغانستان کې دطالبانو دحکومت جوړیدو راپدیخوا دخپل ژوند ژغورلو په تکل کې پاکستان ته راغلي افغان هنرمندان په پېښور کې پولیسو نیولي‌ اؤ زندان ته یې لیږلي دي.

پېښور کې دهنرمندانو غیر دولتي سازمان هنري ټولنې دافغان هنرمندانو دنیول کیدو پرضد داحتجاج اعلان کړی اؤ وایي دطالبانو له ویرې پاکستان ته راغلي دا فنکاران اوس بیا پاکستان طالبانو ته سپاري چې دا دبشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.

دپېښور دتاکال تاڼې پولیسو دنیول شوؤ افغان هنرمندانو نومونه ندیم شاه ،نوید الله ،سعیدالله اؤ اجمل ښودلي دي.

پولیسو ددغو افغان هنرمندانو پرضد پېښور کې دغیرقانوني استوګنې په جرم کې د۱۴فارن ایکټ دفعې لاندې مقدمه درج کړې اؤ هغوئ یې تیره ورځ یو ځایي عدالت ته وړاندې کړي چې عدالت د دریوؤ ورځو په جوډیشل ریمانډ زندان ته لیږلي دي.

افغانستان کې دطالبانو دحکومت جوړیدو راپدیخوا ګڼ شمیر هنرمندان وروسته له هغې پاکستان اؤ دنړۍ بیلابیلو هیوادونو ته دسرپناه په تکل کې په کډه شوي دي ،چې طالبانو دافغانستان په یو شمیر سیمو کې هنرمندان ونیول اؤ سختې سزاګانې یې ورکړې.

پېښور کې دموسیقۍ دهنرسره دتړلو هنرمندانو تنظیم هنري ټولنې دپولیسو لخوا دافغان هنرمندانو نیول په کلکو ټکو غندلي اؤ د دوشنبې په ورځ یې دهغوئ دنیونې پرضد دپېښور پریس کلب مخې ته داحتجاج کولو اعلان کړی دی.

هنري ټولنې فیس بک کې پخپله پاڼه لیکلي افغانستان کې په موسیقۍ له بندیز لګیدو وروسته مصیبت ځپلي افغان هنرمندان دخپل ژوند ژغورلو په هڅه کې دلته(پېښور ته) راغلل خو اوس دلته پولیس دهغوئ لپاره سرخوږی جوړ شوي دی.

هنري ټولنه وایي پېښور کې میشت افغان هنرمندانو نه وړومبی خو پولیس رشوت غواړي اؤ که رشوت نه ورکوي نو بیا یې نیسي اؤ هیواد نه دشړلو دفعې پرې لګوي ترڅو بیا یې طالبانو ته وسپاري.

هنري ټولنه وایي پېښور کې نیول شوي افغاني هنرمندان اوس بیا دطالبانو حکومت ته سپارل کیږي چې دادبشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.

دپېښور دتاکال پولیس تاڼې یو چارواکي دنوم نه ښودلو په شرط وي او ای ډیوه سره دافغان هنرمندانو نیونه تاید کړې ده خو دا تورونه یې په سختۍ سره رد کړي دي چې ګنې پولیسو له دوئ رشوت غوښتی یا یې څه رقم بده رویه ورسره کړې ده.

دغه پولیس چارواکی وایي "افغانان مونږ لپاره محترم دي، خو پاکستان یو ملک دی اؤ دلته دپاتې کیدو لپاره خپل قوانین دي اؤ څوک چې ددغو قوانینو خیال نه ساتي نو قانون مجبوره دی چې خپله ولکه کې یې واخلي"

یاد پولیس چارواکی وایي چې نیول شوؤ افغانانو پېښور کې په غیرقانوني ډول استوګنه لرله اؤ هیڅ اسناد یې نه لرل چې دهغې په بنیاد پولیسو نیولي اؤ د۱۴فارن ایکټ دفعې لاندې یې پرې مقدمه درج کړې ده.

پولیس وایي دغه هنرمندان یې عدالت ته وړاندې کړي دي اؤ عدالت بیا زندان ته لیږلي دي.

تیرکال په ۱۵م اګست چې طالبانو کابل ونیولو دهغې راپدیخوا دسلګونو په شمیر موسیقاران اؤ هنرمندان دافغانستان څخه وتلي اؤ ګڼ شمیر پاکستان اؤ نورو ګاونډي هیوادونو ته اوښتي دي.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسینو ګڼ شمیر داسې ویډیوګانې خپرې شوي چې پکې لیدل کیږي افغان طالبانو هنرمندان نیولي، دهغوئ دموسیقۍ الات یې سوځولي اؤ یا یې هم خپلې دموسیقۍ الات دهغوئ غاړو ته وراچولي اؤ د رسوا کولو په خاطر یې په لارو کوڅو کې ګرځولي دي.

دطالبانو دحکومت لخوا که هر څو تر اوسه په ډاګیز ډول افغانستان کې په موسیقۍ دبندیز اعلان نه دی شوی خو سرچینې وایي چې د دوئ دامرباالمعروف ونهی عن المنکر په نوم د ادارې وسله وال هنرمندانو اؤ سندر غاړو پسې ګرځي اؤ هغوئ ځوروي.

په نزدې وختونو کې دافغانستان نه په سوؤنو هنرمندان پاکستان اؤ نورو نزدې ګاونډي هیوادونو ته تښتیدلي اؤ وایي اوس په پردیو هیوادونو کې دستونزو ډک ژوند کوي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي