شاته

ترهګریزو بریدونو سره مخ د پاکستان بلوچستان صوبه کې نن بلدیاتي ټاکنې کېږي

دخپل ټاکل شوې وخت نه د درې نیمو کالو له ځنډ وروسته نن دشنبې په ورځ د بلوچستان له ۳۴ څخه په ۳۲ ضلعو کې بلدیاتې ټاکنې په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې په امنیتي ځواکونو ترهګریزو بریدونو کې چټکوالی لیدل شوی دی.

ټاکل شوې ده چې ۱۶۱۹۵ تنه نارینه او ښځینه کاندېدانې په دې ټاکنو کې برخه اخلي اؤ ۱۵۸۴ کاندیدان پرته له مقابلې کامیاب شوي دي.

بلوچستان صوبه کې د ټولټاکنو په مهال د امنیت د وضعې په قابو کې دساتلو لپاره د شپږو زرو زیات پولیس، لیوز او دفرنټیر کور (FC) په ګډون امنیتي ځواکونه ګمارل شوې دي.

اليکشن کميشن په ۳۲ ضلعو کې۵۲۳۶ پولنګ سټېشنونه جوړ کړي دي چې پکې ۲۰۰۰ نه زيات سټېشنونه ډېر حساس او۱۹۱۷حساس اعلان شوي دي.

ټاکل شوې ده د رایې ورکولو په مرکزونو او شاوخوا کې د ایف سي سره د پوځ سرتیري به په ټولو عارضي پولنګ سټیشنونو کې ځای پر ځای وي.

الېکشن کمشن وايي په ټوله صوبه کې یوازې ۱۳۲ ښځینه کاندیدانی په عمومي څوکیو باندې دسړیو سره مقابله کوي.

دالېکشن کمیشن ترمخه دبلوچستان په لسو ضلعو کې پر عامه چوکیو ښځینه کانديده نشته او په اوو ضلعو کې بیا یوازې یوه یوه ښځه ده.

دغه بلدیاتی ټاکنې به د ۲۰۱۹م کال د مئ په میاشت کې ترسره کېدلې خو په خپل وخت ترسره نه شوې ځکه چې د هغه وخت دصوبايي حکومت په خواست عدالت دبلد یاتی انتخاباتو د ځنډ حکم صادر کړی ؤ او د بلدیاتی ادارو د چلولو لپاره یې سرکاری افسران ټاکلي وؤ.

سږ کال هم کله چې دپاکستان د انتخاباتو کمېشن د بلدياتي ټول ټاکنو د ترسره کولو اعلان وکړو نو صوبايي حکومت ددې ټاکنو د ځنډ له پاره هڅه وکړه اؤ له اسمبلی څخه یې ټاکنو کې د شپږو میاشتو د ځنډ قراداد منظور کړی ؤ.

بلوچستان هايي کورټ ته هم د انتخاباتو د ځنډولو لپاره درخواست ورکړل شوی ؤ خو عدالت دا ځل دانتخاباتو ځنډولو غوښتنه رد کړې وه اؤ دالېکشن کمیشن لخوا اعلان په اعلان شوې نیټه ۲۹مئ یې دبلدیاتي ټاکنو دترسره کولو امر کړی ؤ.

بلوچستان کې کیدونکې دا بلدیاتي ټاکنې په سیاسی ګوندي بڼه ترسره کېږي او نزدې ټول سیاسي ګوندونه او آزاد کاندیدان پکې ګډون کوي.

په دې ټاکنو کې د رایې ورکوونکو شمیر تر پنځه دېرش لکه زیاته ښودل شوې ده.

د نارینه رایه ورکوونکو شمیر 2,043,828 دی او د ښځینه رایې ورکوونکو شمیر 1,570,896 دی.

دپاکستان د انتخاباتو دکمیشن ترمخه د ټاکنو دقیقی نتیجې به د جون په دویمه اعلان شي.