شاته

د نایجریا یوې کلیسا کې په ټیل ماټیل کې ۱۳ تنه وژل شوي

په نایجریا کې پولیس وایي د هیواد په جنوب کې شنبه مې ۲۸ (غبرګولي۷) په یوې کلیسا کې د ټیل ماټیل په پیښه کې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپي شویدي.

عیني شاهدانو ویلي چې په پیښه کې یو امینداره میرمن او ګڼ شمیر ماشومان وژل شوي.

په سیمه کې د پولیسو ویاند ویلي چې خلک د ریورز ایالات پدې کلیسا کې د یو خیریه پروګرام لپاره راټول شوي و.

ټاکل شوې وه چې دا خیریه پروګرام په محلي وخت د سهار په ۹ بجو پیل شوی وی خو یو شمیر خلکو لدې کبله هلته ځانونه د وخته رسولي و چې په کتار کې د دریدلو لپاره ځای ونیسي.

عیني شاهدانو همدارنګه ویلي چې ټیل ماټیل وروسته تر هغه وشو چې د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره شوه.

امنیتي ځواکونو د ټیل ماټیل سیمه کلابنده کړې او د اضطراري چارو د ادارې مسؤلینو د پښو لاندې شوي خلک مرده خانو ته وړي دي.

ځیني ویډیوګانې چې د پیښې د ځای څخه اخیستل شوي پکې ښودل کیږي چې د خلکو څخه بوټان، کالي او نور لوازم چې دې خیریه پروګرام ته یې راوړي و چې په نادارو خلکو یې وویشي، پاتې دي.

ځینو عیني شاهدانو دا هم ویلي چې د ټیل ماټیل څخه وروسته د یو شمیر وژل شویو کسانو خپل خپلوانو د کلیسا په مسؤلینو هم بریدونه کړي خو پخپله کلیسا پدې هکله تبصره نده کړې.

په نایجیریا کې پخوا هم دا شان د ټیل ماټیل پیښې شوي او چارواکي وایي چې د شنبې د ورځې د دې پیښې په هکله یې پلټنې پیل کړي چې معلومه کړي دا ټیل ماټیل څه ډول پیښ شو.

په ۲۰۱۳ کال کې هم په جنوب ختیځ ښار انمبارا کې په یوې کلیسا کې د خلکو په ټیل ماټیل کې لږ تر لږه ۲۴ تنه وژل شوي و او په ۲۰۱۴ کال کې هم په یوې حکومتي پروګرام کې چې د خلکو څخه د کار لپاره آزموینه اخیستل کیدی، ټیل ماټیل وشو او ۱۶ تنه پکې ووژل شول.