شاته

دعمران خان اؤ محمود خان په ګډون دپي‌ ټي ایي دګڼو مشرانو پرضد مقدمې درج کړل شوي دي

دپاکستان حکومت د اسلام اباد او پنجاب بيلا بل ښارونو کې د عمران خان او د هغه نزدې ملګرو پشمول د تحريک انصاف ګوند سره تړاو لرونکو د خيبر پښتونخوا صوبې د اعلا وزير محمود خان او د ګلګت بلتستان د اعلا وزير خالد خورشيد په ضد مقدمى درج کړې دي.

دې مقدمو ته خپل غبرګون کې دګلګت بلتستان اعلا وزیر خالد خورشيد ويلي دوي هم د وزير اعظم شهباز شريف ګلګت ته په ورتګ بنديز لګولى شي خو دخیبر پښتونخوا وزیراعلا بیا وایي چې دمقدمو نه هیڅ ویره نه لري.

په عین حال کې د پخواني وزير اعظم عمران خان له لوري یو وارې بیا اسلام اباد پله د احتجاجي لاريون ګواښ ته خپل غبرګون کې دکورنيو چارو مرکزي وزېر رانا ثناء لله ويلي حکومت به دا ځل عمران خان اسلام اباد ته نه پريږدي.

تيره ورځ پيښور کې یو خبري کانفرنس ته د وينا په وخت عمران خان د سمدستي انتخاباتو د خپلې غوښتنې پسر بيا اسلام اباد پله داحتجاجي لاريون اعلان کړى ؤ.

دا په داسې حال کې ده چې مرکز او پنجاب کې واکمن مسلم ليګ نواز ګوند د اسلام اباد او پنجاب صوبې بيلا بيلو ښارونو کې د عمران خان او د هغه دګوند مرکزي ليډرانو او پلويانو په ضد ١١ نورې مقدمى درج کړي چې پکې سرکاري ودانیو ته د زيان رسولو، په پوليس چارواکو دحملو او دتګ راتګ دلارو دتړلو په سر دفعات لګول شوي دي.

د اسلام اباد ترنول تاڼه کې د پخواني وزير امين الله ګنډا پور په ضد پوليس چارواکو باندې د تشدد په تور مقدمه درج شوې او ياده تاڼه کې درج بله يوه مقدمه کې دخيبر پښتونخوا د اعلا وزير محمود خان او د پنجاب حسن ابدال تاڼه کې هم د تحريک انصاف ګوند سره تړاو لرونکي د ګلګت بلتستان داعلا وزير خالد خورشيد نومونه مخې ته راغلي دي.

دې ته غبرګون کې دخیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان رسنیو سره خبرو کې ویلي چې هغه دمقدمو نه نه ویریږي اؤ د رانا ثناء الله په قلم کې چې څومره زور وي دهغه پرضد دې مقدمې درج کړي خو دی به د امپورټيډ حکومت منلو ته غاړه کښینږدي.

دګلګت بتلستان اعلا وزیر خالد خورشيد د صدر عارف علوي ،د پوځ دسرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه او د سپريم کوټ دمشر قاضي عمر عطا بنديال نه ددې مقدمو درج کیدو پرضد د نوټس اخستو غوښتنه کړې ده.

اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته وينا کې خالد خورشيد خبردارى ورکړى که مرکزي حکومت د ګلګت بلتستان خلک اسلام اباد ته نه پرپږدي نو بيا دوي هم دا اختيار لري چې د وزير اعظم شهباز شريف ګلګت ته په ورتګ بنديز ولګوي.

مرکزي حکومت په عمران خان د خپلو سياسي ګټو لپاره د تحريک انصاف د واک لاندې دخيبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان د وسيلو نه دناوړه استفادې تورونه لګوي.

د کورنيو چارو مرکزي وزير رانا ثنالله وايي مرکزي حکومت د عمران خان احتجاجي لاريون کې د ملکي دستور په ضد د کردار لوبولو پسر د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير محمود خان په ضد په کارروایۍ غور کوي او په دې اړه یې د قانون وزارت نه راېې غوښتې ده.

خو دخیبر پښتونخوا صوبايي وزيرانو کامران بنګش او تيمور جهګړا مرکزي حکومت ته خبردارى ورکړى چې صوبه کې د بيړنى حالت د نفاذ يا بل کوم ګام پورته کولو نه دې ډډه وکړی شي.