شاته

شولتز او مکرون له پوتین څخه وغوښتل زیلنسکي سره 'جدي مستقيمي خبري' وکړي

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز او د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د شنبې په ورځ مې ۲۸ (غوایي اومه) له جمهور رئیس ولادمیر پوتین څخه وغوښتل چې د اوکراین له جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي سره "مستقمي جدي خبري" وکړي.

د جرمني د صدراعظم دفتر ویلي دغو دوو اروپايي مشرانو له پوتین سره په ۸۰ دقیقو خبرو کې په "عاجل اوربند او د روسي ځواکونو پر وتلو ټینګار وکړ."

مکرون او شولتز په دې خبرو کې همدارنګه له پوتین څخه غوښتل چې د جګړې د هواري لپاره یوه دیپلوماتیکه لار پیدا کړي.

د جرمني صدراعظم او د فرانسې ولسمشر پر ښاغلي پوتین غږ وکړ چې په اوکراین کې د ملکي د بشري وضعیت د ښه والي‌ لپاره ډاډ ترلاسه کړي.

پوتین په دې ټلفوني مکالمه کې د فرانسې جمهور رئیس او د جرمني صدراعظم ته د غرب له خوا اوکراین ته د وسلو د لیږد د زیاتیدو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل دا کار کولی شي په هغه غرب پلوي هیواد کې تاوتریخوالي زیات کړي.

د فرانسې جمهوري ریاست له دغې ټلفوني مکالمې وروسته وویل دغو دوو اروپايي مشرانو همدارنګه له ښاغلي پوتین څخه وغوښتل هغه ۲۵۰۰ اوکرایني عسکر خوشي کړي چې د ماریوپول د پولادو په ازوفستال فابریکه کې نیول شوي او روسي پوځيانو سره بندیان دي.

بلخوا د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د جرمني او فرانسې مشرانو سره‌ په خبرو کې ویلي مسکو چمتو دی چې د اوکراین په بندرونو کې د زمرمه شويو غله جاتو د لیږد لارې پیدا کړي خو نوموړي د غرب د بندیزونو د لیرې کیدو غوښتنه وکړه.

پوتین وویل د نړۍ مارکیټونو ته د غله جاتو په لیږد کې مشکلات "د غربي هیوادونو د ناسمو اقتصادي او مالي سیاستونو" له امله رامنځ ته شوي دي.

کرملن وایي پوتین په دې خبرو کې اروپايي مشرانو ته وویل، روسیه چمتو ده چې مرسته وکړي‌ څو د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غله جاتو په ګډون، غله جاتو له خنډ پرته لیږد زمینه مساعته کړي.

پر اوکراین د روسیې برید او د غرب بندیزونه ددې لامل شول چې له دواړو هیوادونو څخه د کیمیاوي سرې، غنمو او نورو محصولاتو په صادراتو کې مشکلات رامنځ ته شي او په دې کار سره په نړۍ کې د لوږې د رامنځ ته کیدو اندیښې رامنځ ته شوي دي. روسیه او اوکراین د ټولې نړۍ ۳۰ سلنه غنم برابروي.

غرب پر پوتین تور لګوي چې مسکو له لوږې څخه په اوکراین کې د خپل یرغل لپاره د وسیلې په توګه کار اخلي.