شاته

ملګري ملتونه: طالبان لاهم القاعده سره نږدې اړیکې لري

ملګرو ملتونو ویلي چې طالبانو د ۲۰۲۲ کال له اپریل میاشتې راهیسې په افغانستان کې خپل واک نور هم ټینګ کړی او ددغې ډلې ۴۱ غړي چې د ملګرو ملتونو سازمان د بندیزونو په لست کې دي، د کابینې او په نورو لوړ پوړو مدیریتي پوستونو ګمارل شوي دي.

ملګرو ملتونو په خپل یو تازه راپور کې لیکلي، چې طالبانو دغه کسان د وړتیا پر اساس نه بلکې د هغوی وفادارۍ او لوړ موقف پر بنسټ په مهمو پوستونو ګمارلي، او د هغوی د تصمیم نیولو د پرېکړو بهیر ناڅرګند او متضاد دی.

په دې راپور کې همداشان ویل شوي چې د طالبانو بېلابېلې ډلې د دې ډلې د مشر هبت الله اخندزاده تر قوماندې لاندې په خپله ګټه کار کوي او حقاني شبکه د دوی تر منځ تر ټولو بریالۍ او اغېزناکه ډله ده.

د راپور له مخې، دا ډله د طالبانو په پرتله ډیره پښتون پلوه ده او په افغانستان کې یې نور توکمیز اقلیتونه له ځانه پردي کړي دي او تاجک او ازبک طالبان یې د مایوسۍ له خطر سره مخامخ کړي دي.

سربیره پر دې د طالبانو او القاعده شبکې ترمنځ اړیکي هم نږدې پاتې دي او د القاعدې شبکې مشر ، د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده بیعت تازه کړی دی.

په راپور کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو ارزونې ښيي چې القاعده د طالبانو تر واک لاندې خوندي پټنځایونه لري او ددې شبکې غړي په افغانستان کې د فعالیت ازادي لري.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د تیر کال د اګست په ۱۵ نیټه په افغانستان کې د طالبانو په واکمنیدو سره د القاعدې مشر ایمن الظواهري یو شمیر پیغامونه ثبت کړي دي او ددغو پیغامونو ریکارډ کول ښیي چې د القاعدې مشر د ۲۰۲۲ کال تر فبرورۍ پورې ژوندی و.

په دې راپور کې راغلي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، د یادې ډلې مالي منابع په داسې حال کې پراخې شوې چې د افغانستان اقتصاد له کړکیچ سره مخ دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې نړیوالې ټولنې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو برابریدل په لومړیتوب کې راوستي دي. خو هیڅ شواهد نشته چې ایا دا مرستې د طالبانو هغو غړو ته هم رسیږي چې د بندیزونو په لسیت کې دي.

د یاد راپور په حواله، طالبانو د تاوتریخوالو د تمویل لپاره د نشه یي توکو له عوایدو د پام وړ ګټه پورته کړې ده او شواهد ښکاره کوي چې د تریاکو او نورو نشه یي موادو پر تجارت د یادې ډلې محدودیتونه بې ګټي دي.

ملګرو ملتونو په راپور کې سپارښتنه کړې چې د کوکنارو د کښت د منع په اړه د ملا هبت الله اخندزاده فرمان دې تر څار لاندې ونیول شي چې آیا یاد فرمان عملي شوی که نه.

ددغه راپور په حواله، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو تر واکمنیدو وروسته، د داعش خراسان څانګې هم په افغانستان کې خپل بریدونه متمرکز کړي ، خو د یادې ډلې فعالیت د ۲۰۲۱ میلادي کال په وروستیو کې په هغه هیواد کې د هوا د سړیدو له امله کم شوی دی.

خو دا تر اوسه معلومه نده چې د هوا په تودیدو سره د یادې ډلې جنګي فعالیتونه بیرته پیل شوي دي که نه. په راپور کې راغلي چې ثنا الله غفاري چې د داعش د خراسان څانګې مشر دی او مالي سرچینې یې په لاس کې دي، تر اوسه ژوندی دی او پر یادې ډلې کنټرول لري.

د یاد راپور په حواله، په ۲۰۲۱ میلادي‌ کال کې له زندانونو څخه د بندیانو تر ازادیدو وروسته، د داعش خراسان څانګه توانیدلې ده ډیر کسان استخدام وکړي.

راپور زیاتوي، د داعش د خراسان څانګې او القاعده پلان ته په نه کتو او یا دا چې آیا طالبان د هغوی د مهار کولو لپاره عمل کوي‌که نه، دا ډلې به د ۲۰۲۳ میلادي کال تر لومړیو پورې، په نړیواله سطحه د بریدونو د پلان کولو وړتیا ونلري.

خو د دغه راپور له مخې، د افغانستان په خاوره کې ددغو ډلو او نورو ترهګرو ډلو شتون، د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو لپاره د اندیښنې وړ دی.

دغه راپور په داسې حال کې خپریږي چې د طالبانو حکومت تر دې وړاندې ویلي نه غواړي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکارول شي او له نورو هیوادونو هم غواړي چې د افغانستان امنیت تخریب نکړي