شاته

دحکومتي مرستې 2000 روپۍ دپاکستان دګرانۍ ځپلي ولس ستونزې کمولی شي؟

د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف د هېواد دکم امدن کورنيو سره د 28 اربه روپو د مالي مرستو کولو اعلان کړی چې ترمخه به یې غريبو خلکو ته هره مياشت 2000 روپۍ ورکول کېږي۔

خو د موجوده حکومت مخالف ګوند پاکستان تحريک انصاف د وزير اعظم لخوا په اعلان کړل شوي پیکیج سخت ټکونه کړي او دا يې دحکومت لخوا د خپلو ناکامو پټولو لپاره د خلکو په سترګو کې دخاورو شیندل بللي دي۔

ځايي ولس وايي چې په هېواد کې ګراني يو په درې سېوا شوې او د حکومت لخوا اعلان شوې پېسې د خلکو لپاره په ورځني ژوند کې اسانۍ نه شي پېدا کولی بايد په هېواد کې ارزني راوستل شي۔

د نړيوالې مالياتي ادارې (ايې ايم ايف) د شرطونو پوره کولو لپاره د تېلو په نرخونو کې له زياتوالي راوستلو وروسته تیره ورځ قام ته خپله وینا کې د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف د ټولنې بې وزله خلکو لپاره د مياشتې په سر د 28 اربه روپو امدادي پيکج اعلان کړی۔

په دې اړه خېبر پښتونخوا کې د خواریکښو دمحکمې د پاکستان تحريک انصاف صوبايي وزير شوکت يوسفزی وايي موجوده حکومت چې د ګرانۍ مخنيوي لپاره کومې دعوې کړې وې اوس په هغې کې ناکامه شوی، او د دغې پېکيج اعلانولو سره حکومت خپلې ناکامۍ پټول غواړي۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې نوموړي دا هم وويل "چې کوم د ګرانۍ بم غورځيږي نو دا په دې نه قابو کېږي چې ته به خلکو ته 2000 روپۍ مياشت ورکوې"

هغه وايي چې "دوی خلکو ته غلطې دعوې کړې وې چې مونږه راشو نو ګراني به کمه کړو، دتېلو قيمتونه به کم شي، د بجلۍ نرخونه به راټيټ کړو او دا عمران خان نه پوهيږي خو نن چې دوی راغلي نو ګراني نوره هم سېوا شوې ده"

دشوکت يوسفزي وېنا وه په کوم تناسب چې موجوده حکومت ګراني راوستې نو پکار دا ده چې اوس خلکو ته هغه شان اساني هم ورکړي.

بلخوا وزير اعظم شهباز شريف په هېواد کې د موجوده ګرانۍ ذمه وار تېر حکومت بللی او وايي چې د تېر حکومت په مهال د هېواد هره څانګه تباه شوې ولې دوی دا چيلنج قبول کړی چې ولس او هېواد به ددې سختو حالاتو څخه وباسي۔

د امدادي پيکج په اړه د نوموړي وینا وه دغريبو خلکو د تيلو د بوج څخه بچ کولو دپاره د بېنظير انکم سپورټ پروګرام ترڅنګ د بې وزله خلکو سره نورې مالي مرستې هم پېل کوي.

"د پاکستان يو کروړ او څلوېښت لکه غريبو کورنيو ته به دوه زره روپۍ میاشت ورکولی شي، دا کورنۍ په اته نيم (5۔8) کروړه تنانو مشتمل دي کوم چې دپاکستان دټولې ابادۍ دريمه (3/1) برخه جوړېږي"

وفاقي حکومت دوه ورځې وړاندې په ملک کې د تيلو بيعې سېوا کړي او د يو ليټر پټرولو او ډيزلو په بیعه کې یې 30 روپۍ زياتوالی راوستی دی،

د تيلو قيمت سېوا کولو په مهال دحکومت له لوري ويل شوي چې د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) نه د قرض ترلاسه کولو لپاره دا ګام پورته کړی شوی دی۔

د پېښور قيصه خانۍ بازار کې ولاړ یو تن خالد مومند وي او ای ډیوه ته وايي چې ګراني يو په درې سېوا شوې او موجوده حالاتو کې د حکومت لخوا اعلان شوی پېکج د غريبو خلکو مشکلات نه شي کمولی بايد د نرخونو کمولو لپاره کوټلي ګامونه واخستل شي۔

نوموړي زياته کړه "دومره ګراني راغلې که دوی د2000 روپو په ځای لس لس زره روپۍ هم ورکړي نو هغه ګراني پرې نه کمېږي ځکه چې د 100 روپو د څيز قيمت 300 روپو ته رسېدلی دی، په 700 روپۍ کلو غوښه ده، په 250 روپۍ کلو وریژي دي، د 1150 تر 1200 روپو پورې کلو چائ ده نو دا خو دوی يو غريب ته د کلو چایو قيمت هم نه ورکوي په مياشت کې"

د اپريل د مياشتې په نهمه د هغه وخت مخالفه ګوندونو د پاکستان تحريک انصاف مرکزي حکومت د بې باورۍ تحريک د لارې په دې وجه ختم کړی ؤ چې په هېواد کې ګراني سېوا شوې او د حکومت پالېسۍ ناکامه شوي دي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د سیمې د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.