شاته

دپاکستان دخزانې وزیر ایي ایم ایف سره دپاکستان دپور دبحالۍ تړون ته هیله مندي ښودلې

دپاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره د مامورینو په کچه د لوظنامې هېله ښودلې او ویلي یې دي چې د ايي اېم ایف لخوا به پاکستان ته نزدې څلور بيلينه ډالره ترلاسه شي.

پاکستان دا وخت د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او حکومت په اقتصادي کړکېچ د قابو موندلو په ترڅ کې د نړيوالې مالياتي ادارې په وینا د تېلو په بېعه کې 30 روپۍ اضافه هم کړې خو پاکستان تحریک انصاف دا حکومتي فېصله غندلې او وایي چې حکومت د نړیوالې مالياتي ادارې پر وړاندې په ګونډو شوی دی.

مفتاح اسماعیل وايي د کومو خلکو امدن چې د 40000 روپو څخه کم وي نو هغوي د وزير اعظم شهباز شريف لخوا د اعلان شوؤ دوو زرو روپو د امداد جوګه دي او ویلي یې دي چې په دې پروګرام کې د خلکو د دنوم لیکنې عمل به د جون میاشتې نه پېل کېږي.

وزیراعظم شهباز شريف تېره شپه قام ته خپل خطاب کې 1 کروړ او 40 لکه کورنیو ته د مېاشتې پسر د 2000 روپو امداد ورکولو اعلان کړی ؤ.

اقتصاد پوهان د پاکستان د اقتصاد په خپلو پښو د ودرولو لپاره د نړیوالې مالياتي ادارې سره د قرض دپروګرام بحالى اړينه ګرځوي او وايي چې کله دا پروګرام په ځائ شي نو سعودي عرب به هم دپاکستان مالي امداد ته غاړه کېږدي.

پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې سره د کال 2019م د شپږ اربو ډالرو د قرض پروګرام پرځائ کولو هڅې په داسې حال کې کوي چې د هېواد اقتصاد د سختو ستونزو سره مخ دې.

شمېرې ښيي چې د بجټ خساره د 13 ارب ډالرو نه اوښتې ده، او تجارتي خساره هم د تاریخ لوړې کچې 40 ارب ډالرو ته رسېدلې ده او هم دا راز د بهر ملکي زر مبادلې ذخایر ورسره هم په پرله پسې توګه غورځېږي او دا اوس 10 ارب ډالرو ته ښکته شوي.

د پاکستان مرکزي حکومت تېره ورځ په مالي ګډوډۍ د قابو موندلو او د پور پروګرام د بيا بحالولو لپاره د نړیوالې مالياتي ادارې په سپارښتنه د تېلو په بيعو کې د يو لېټر په سر د دېرشو روپو ستره اضافه هم کړې ده.

خو د تېلو د سېوا شوؤ نرخونو د بدو اغېزو څخه د غريبې طبقې د ژغورنې دپاره وزیر اعظم شهباز شريف د 28 ارب روپو رېلىف پېکج اعلان کړی دی.

تېره شپه قام ته په خپل خطاب کې شهباز شريف وېلي چې د هېواد 1 کروړ او 40 لکه بې وزله کورنیو ته به د مېاشتې په سر 2000 روپۍ امداد ورکوي.

اخوا حکومت مخالف تحریک انصاف ګوند مرکزي مشر اسد عمر د تېلو په نرخونو کې په شوې اضافه خپل عکس العمل کې ویلي چې پخواني وزیر اعظم عمران خان د ولس په ګته کې سختې پرېکړې کړې وې خو د نړیوالې مالياتي ادارې پر وړاندې یې د سلامي کیدو نه انکار کړی ؤ.

مطبوعاتو سره خبرو کې نوموړي وېلي چې د مسلم ليګ څخه حکومت نه سمبالېږي او د روپۍ قدر کمېږي وايي د نړیوالې مالياتي ادارې په وینا یې د تېلو نرخ زيات کړی.

دی وايي عمران خان د نړیوالې مالياتي ادارې خبره نه منله او د ارزان بیه تېلو اخستو لپاره روس ته تللی ؤ.

اخوا د جمعې په ورځ اوونيز خبرى کانفرنس ته وېنا کې د پاکستان د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار د روس څخه د تېلو او خوراکي توکو د درامد کولو امکان نه دی رد کړی او ویلي یې چې پاکستان د خپلو اقتصادي ګټو لپاره ازاده خارجه تګلاره لري او وايي په دې اړوند د روسیې سره په تماس کې دی.

د خزانې د وزیر مفتاح اسماعیل وینا وه چې پاکستان ته د نړیوالې مالياتي ادارې لخوا 3 بيلېنه ډالره ترلاسه شوي او پاکستان غواړي چې د نړیوالې مالياتي ادارې سره د قرض پروګرام د نور يو کال لپاره وغځوي.

هغه وايي پاکستان ته به د ايي اېم اېف څخه نور 4 بېلينه ډالره ضرور ترلاسه شي او وايي دسعودي عرب څخه هم پاکستان ته د جولایي په میاشت کې مالي امداد ترلاسه کېدای شي خو نوموړي په دې اړه نور جزييات نه دي شريک کړي.

د اقتصادي چارو پوهان د پاکستان لپاره د نړیوالې مالياتي ادارې د پور پروګرام اړين ګرځوي.

د اقتصادي چارو کارپوهه مهتاب حېدر ډيوه سره خبرو کې وايي د سعودي عرب مالي پېکج هم د نړیوالې مالياتي ادارې د پروګرام بحالۍ سره تړلی دی.

وايي وزیر اعظم شهباز شريف چې کله په دې وروستیو کې سعودي عرب ته تللی ؤ نو هغوى ته یې د موجوده 3 اربو ډالرو د ډیپازټ دمودې د غځولو خواست کړی ؤ.

مهتاب حېدر وايي پاکستان غواړي چې يو خو دغه موده وغځول شي او بله دا چې د موخر اداېګيانو په بنياد چې سعودي عرب پاکستان ته کوم د 1.2 بېلينه ډالرو د تېلو سهولت ورکوي نو پاکستان غواړي چې دا هم 2.4 بېلينه ډالرو ته زيات کړي او درېم دا چې سعودي عرب پاکستان ته نور اضافي رقم هم ورکړي.

دی وايي تر اوسه پورې دې معاملو ته لا غوڅه بڼه نه ده ورکړی شوې او څنګه چې د نړیوالې مالياتي ادارې سره د قرضې پروګرام بحال شي نو د پاکستان سره چې څومره د پېسو فرق راځي هغه به سعودي عرب پوره کوي.

مفتاح اسماعیل د تېلو په بېعو کې د نورې اضافې امکان رد کړی او ویلي یې دي چې د کومو خلکو آمدن له 40000 روپو نه کم دی نو هغوي د وزير اعظم شهباز شريف لخوا د اعلان شوؤ دوه زره روپو د امداد جوګه دي.

د نوموړي په وینا په دې پروګرام کې د رجسٹرډ کېدو عمل به د جون میاشتې څخه پېلېږي خلکو له به په ټېلي فون نمبر 786 خپل ځانونه درج کول وي.

مفتاح اسماعیل ویلي کوم خلک چې له وړاندې څخه د بېنظير انکم سپورټ پروګرام کې رجسٹرډ دي هغوي ته د بيا رجسٹرډ کيدو ضرورت نشته. وایي دا پېسې به يوازې ښځو ته ورکولی شي او وايي اوس به په پېل کې بېنظير انکم سپورټ پروګرام څخه استفاده کوونکو ته اضافي 2000 روپې ورکولی شي.