شاته

روسیې له غږ چټک میزایل وازمایه 

پداسې حال کې چې روسیې د اوکراین په دونباس سیمې باندې بریدونه او فشار زیات کړی ددې هیواد ځواکونو د شنبې په ورځ مۍ ۲۸ (غبرګولي ۷) د غږ څخه د چټک میزایل د ازمایلو خبر ورکړ.

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې دغه کروز میزایل یې په بارنتس سمندرګي کې د میشتې ادمیرال ګورشکوف له کښتۍ څخه توغولی او په بریالیتوب سره یې د ۱۰۰۰ کیلو مترو په واټن کې د شمالي قطب په سپینه بحیره کې خپل هدف ویشتلی دی.

د روسیې د دفاع وزارت زیاته کړې چې ددغه میزایل ازمایل د «نویو وسلو د ازمایلو» د بهیر په ترځ کې ترسره شوي دي.

د زیرکون په نامه میزایل لومړنۍ رسمي ازموینه د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر کې شوی وه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه د "یوې سترې پیښې" په توګه ستایلې وه. ددې میزایل نورې ازموینې د عین کښتۍ او اوبټل څخه ترسره شوي دي.

د غږ څخه د چټکو میرایلو دغه ازموینې پداسې حال کې کیږي چې روسیه ادعا کوي چې پر اوکراین باندې د یرغل په ترڅ کې چې د فبرورۍ په ۲۴ پیل شوي زیاتې سمیې نیولي او پرمختګ یې کړی دی.

ددغه میزایل سرعت د غږ څخه د پنځو نه تر لس چنده پورې رسیږي او کولای شي تر ۱۰۰۰ کیلو مترو واټن پورې خپل هدف له منځه یوسي.

مسکو د مارچ په میاشت کې ویلي وو چې پر اوکراین باندې د برید په ترڅ کې یې د لومړي ځل لپاره د "کینژال" په نامه د غږ څخه د چټک میزایل څخه کار اخیستی دی.

ښاغلي پوتین دغه میزایل د روسیې د نویو "نه ماتیدونکو" وسلو په توګه ستایلي دي.

د روسیې د نوي نسل دغه وسلې په ۲۰۱۸ کې د دې هیواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین له لورې پرانستل شوې. ویل کیږي چې ددغو میزایلو تعقیب او موندل د مخکنیو وسلو په پرتله ستونزمن دي ځکه دا میزایل خورا چټک او په ټیټه ارتفاع کې خپل هدف په نښه کوي.