شاته

په سیمه کې د چین د مقابلې لپاره صدر بایډن د هند-بحرالکاهل اقتصادي تړون شورو کړو

د امریکا صدر جو بایډن د ګل یا دوشنبې په ورځ د هند - بحرالکاهل سمندر اقتصادي تړون يا IPEF د شورو کولو اعلان کړی دی، په دې تړون کې د هند - بحرالکاهل سمندر هیوادونه شامل دي.

دا پروګرام په سیمه کې د چین د اقتصادي پرمختګونو په مقابل کې تیار شوی.
صدر بایډن د IPEF یا هند بحرالکاهل اقتصادي تړون د پرانستې په غونډه کې وویل:

"د 21 مې پیړۍ د اقتصاد راتلونکې به په لویه کچه په هند-بحرالکاهل سیمه کې لیکل کیږي"

د بایډن تر مخه دويي په سیمه کې: " نوي قوانین لیکي."

په دې نوي تړون کې اسټریلیا، برونای، هند، انډونیشیا، جاپان، سویلي کوریا، ملیشیا، نیوزیلینډ، فیلیپین، سنګاپور، تایلینډ او ویتنام شامل دي.

په ټوکیو کې د IPEF د پرانستې په مراسمو کې د جاپان وزیراعظم فومیو کیشیدا او د هند وزیر اعظم نریندرا مودي په شخصي توګه شریک وو.

IPEF د امریکا په هڅو کې د یو مهم ګام په توګه لیدل کیږي. دا IPEF دصدر بایډن د هغه لوظونو برخه ده چې د امریکا کورنی اقتصاد او بهرنۍ تګ لاره یو مقام ته ورسوي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان دتېره ورځ خبریالانو ته وویل، راتلونکې لسیزې په نړیوال اقتصاد کې د ټیکنالوژیکي لپاره دي.

سلیوان وویل، دا ډله د د نړۍ د جي ډي پي د 40٪ استازیتوب کوي، هغه وویل نور هیوادونه په راتلونکي کې ددې ډلې برخه جوړیدی شي

د جاپان وزیراعظم کیشیدا د صدر بایډن سره په خپل ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وویل:

"جاپان دصدر بایډن لخوا د IPEFد پیل هرکلی کوي او په دې کې به همکاري کوي."

د امریکا پخواني صدر بارک اوباما په 2016کال کې د ټرانس پیسفیک شراکت (TPP) لاسلیک کړی ؤ.

خو ورستو صدر ډونالډ ټرمپ له دغې دې څخه وتی ؤ.

IPEF په څلورو نقطو اډاڼه دی چې پکې یو ځای تړلی اقتصاد، جوابي اقتصاد، صفا اقتصاد او په انصاف ولاړ اقتصاد شامل دي.

دا اقتصادي پروګرام د هند-بحرالکاهل سمندر هیوادونو ته د چین د چلند لپاره یو بدیل وړاندې کوي.

که څه هم د امریکا 52 سنیټران یې ملاتړ کوي خو تایوان ددې چوکاټ د لومړني پیل برخه نه ده .

د IPEF له پیل څخه مخکې، بیجینګ د امریکا په هڅو نیوکه وکړه، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی وویل چې دا ستراتیژي "د ناکامۍ سره مخ ده."