شاته

د دوو پاکستانۍ هسپانوي خوېندو قتل د غیرت په نامه وژنې ښکاري، پولیس وايي

پولیس ویلي د پاکستان په ګجرات ښار کې د دوو پاکستانۍ هسپانوي خوېندو د وژل کېدو په اړه یې تحقیقات شروع کړي چې ایا دواړه مېرمنې د غیرت په نوم وژل شوي دي؟

ای اېف پي خبري اداره وايي د پاکستانۍ په زاړه پاله ټولنه کې ښځې د خپلې کورنۍ سړو دلاسه د غیرت په نوم وژل شوي، په ډزو وېشتل شوي، په اور سوزول شوي او په چړو وهل شوي دي.

رپورټ وايي سړي دا ګامونه د هغو ښځو په ضد اخلي چې کورنۍ پې دا الزام ولګوي چې د کورنۍ بدنامي یې کړې، په ځینو موقعو هغه مېرمنې په هدف کېږي چې د خپلې خوښې واده یې کړی وي او یا پې د ناجایزوتعلقاتو تور پورې شوی وي.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه د پنجاب په ګجرات ښار کې د ۲۴ کلنې انیسه عباس او د ۲۱ کلنې عروج عباس د وژل کېدو په اړه تحقیقات کوي چې ایا د غیرت په نامه وژل شوي دي؟

د پولیس ترجمان ای اېف پي ته وویل دواړو خوېندو د خپلو خاوندانونه نه بېلېدل غوښتل خو په څه چل د سپېن نه ګجرات ته راوستل شوې او د جعې په شپه په تېزندۍ او په ډزو ووژل شوې.

پولیس ترجمان نعمان حسن وویل د دواړو خوېندو کورنۍ یوه کيسه جوړه کړه او د څو ورځو دپاره پاکستان ته په راتګ یې قانع کړې.

هغه وویل ابتدايي تحقیقات څرګندوي چې دا د غیرت په نوم د وژنې کېس دی خو په دې لړ کې پرمختګ او تحقیقات دوام لري.

د ای اېف پي د رپورټ ترمخه د دواړو خوېندو د کورنۍ نهه غړي د قتل په لړ کې پولیس ته مطلوب دي.

ای اېف پي وايي د سپېن د سفارت دریځ نه دی ترلاسه شوی.

پولیس ویلي وژل شوي خوېندې د خاوندانو د فشار سره مخامخ وې چې سپېن ته په بوتلو کې د دوی مرسته وکړي.

د انساني حقونو غیر حکومتي تنظيم هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان ترمخه تېر کال په پاکستان کې د غیرت په نوم د ۴۵۰ نه زیاتې وژنې شوي دي.

ای اېف پي وايي که څه هم په ځینو وختونو کې سړي هم د غیرت په نوم وژل کېږي خو زیاتره مېرمنط د دې عمل ښکار وي او د غیرت په نامه د وژنو ګڼ شمېر کېسونه هم نه رپورټ کېږي.