شاته

د شيراني په غره لګېدلی اُور لا هم بلیږي، وزیراعظم يې نوټس اخستی

د بلوچستان او خېبرپښتونخوا صوبو په پوله د پرتې ضلعې شيراني په ځنګل (کېسه غره/ کوه سلېمان) لګېدلی اُور لا هم بليږي، وزيراعظم شهباز شريف يې نوټس اخستی دی، پوهان وايي دغه ځنګل 35 فيصده سوځېدلی او د اربونو روپو تاوان يې اړولی دی، چارواکي وايي د اُور مړولو هڅې کوي.

اُور څومره خور شوی؟

د شيراني ضلعې مرستيال کمشنر (ډي سي) اعجاز احمد جعفر وايي، اُور لا بليږي او د 30 کلوميټره پورې چاپېره خور شوی دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "د اُور لګېدو له امله تراوسه پورې درې تنه مړه شوي او څلور نور معمولي ژوبل شوي دي، خو اُور لا بليږي او نن د خالي/ شنبې په ورځ (21 مې) د بلوچستان د چيف سيکرټري سره دوی وليده، د اُور په اړه ورته احوال تېر کړی شو او هغه وویل د اُور مړولو دپاره د بهر هېوادونو څخه انتظامات برابروي".

نوموړي زیاته کړه بلوچستان لوري شيراني ضلعې پله دغه اُور په 18 مې ماښام لګېدلی د پرون پورې يې يو هيلي کاپټر د اُور په مړولو لګیا وو، او نن هيلي کاپټرې دوه کړی شوي دي.

ځايي خلک وايي، اُور په نهمه مې د خېبرپښتونخوا له لوري د کېسې په غره کې د مغل کوټ لخوا د اسماني تندر نه لګېدلی دی.

د شيراني مرستيال کمشنر مني چې خېبرپښتونخوا پله دغه اُور مخکې لګېدلی او دوی پله بيا وروسته لګېدلی دی او زياتوی علت يې تراوسه نه دی مالوم شوی. هغه وويل اُور د ابادۍ نه لرې بره په غره کې دی ځکه ابادي د اُور څخه نه ده اغېزمنه شوې.

د اُور له امله رامنځته شوی ځاني او مالي تاوان

د مرمستیال کمشنر په وېنا، په 19 مې ځايي کسان په اُور مړه کولو پسې تللي په هغو کې درې کسان مړه شوي او څلور کسان ژوبل شوي وو د هغو علاج روان دی.

هغه وویل، د کېسې غر چې د سمندر د سطحې نه نزدې 11000 فټه لوړ دی، او دغه ځنګل چې د چلغوزې يا ځنغوزي په غټ ځنګل یاديږي، مرستیال کمشنر وايي، " تير کال په دې غره کې څلور نيم زره مېټرک ټنه چلغوزه پېدا شوې وه او سږ کال يې پروسس روان ووپه سر کې وو، خو دغه افت راغلو، او په زرګونو اېکړه ځنګل اغېزمن شو".

محمد يحيی موساخېل چې په بلوچستان صوبه کې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرکيلي ادارې لخوا د چلغوزې یا ځنغوزې پروژې مشري کوي، وايي په پاکستان کې د ځنغوزې تر ټولو زیات پېداوار په شيراني ضلع کې کيږي چې د 640 نه تر 675 مېټرک ټنه پورې ځنغوزی پېدا کوي، د نوموړي په وېنا د شيراني نه علاوه په وزيرستان، ديامير او چترال کې ځنغوزی پېدا کيږي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "د شيراني په غره کې په 26000 هېکټره (يو هېکټر دوه نيم اېکړه وي) باندې دغه ځنګل دی او د دوی د سروی ترمخه په يو هېکټر کې 1500 ونې وې، د دې ځنګل څخه د کال په سر يواځې د شيراني ضلعې دوه نيم اربه روپۍ کاروبار کېدو، ګټه ترلاسه کېده، او د دې سره به يو ارب روپۍ اړونده په نورو مدونو کې لکه د لرګي، ټرانسپورټ او د مزدور په برخه کې ترلاسه کېدې، د اُور له امله نزدې 35 فيصده دا ځنګل تباه شو، او که مخنيوی يې ونه شو، دا به ټول تباه شي".

نوموړی وايي، "دې اُور اجتماعي تباهي وکړه، لرګی لاړو ځنګل وسوځېدو، ځنګلي ځناور، چاپېريال او اقتصاد يې تباه کړو، دوی ګوري چې ټول څومره تاوان وشو، د هغې سروی کوي خو اُور لا بليږي، دا اُور لا د کېسه غره سر ته نه دی رسېدلی که د زرغون ژور څخه تېر شو نو بيا به هر څه تباه شي".

په ځنګل اُور لګېده څومره تاوان لري؟

ساينس پوهه ډاکټر عبدالرازق کاکړ وايي چې اُور ولګي د ځنګل ټوله اثاثه د مينځه وړي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، "د ځنګل اثاثه عضوي مواد وي، د کومو نه چې د ژونديو څيزونو وجود جوړ شوی وي، په هغې کې واښه، بوټي، لرګي، ونې دي، واړه واړه حشرات دي، چينجي دي، د ځمکې چينجي او د ځمکې لاندې مايکرو ارګنزم يا ګټور وايرس (کوم چې ځمکه زرخېزه کوي)، د دې جراثيمو خوراک د بوټو او ونو پاڼې او ګلان دي، ځنګلي ځناور دغه بوټي او پاڼې خوري، او د هغې پچې بيا ځمکې ته ځي او د وايرسو خوراک دغه څيزونه دي، نو هغه بيا دا ځمکه زرخېزه کوي".

د نوموړي په خبره "اُور چې ولګي، خلک غټو څيزونو ته ګوري ونې او نورو ته، خو په حقيقت کې دا د ځمکې زرخيزي اغېزمنوي منفي اثر پرې کوي او دغه منفي اثر ځمکه يا خاوره مړه کړي، ځکه چې وايرس دا ځمکه ټينګه يا کلکه ساتي هغه مړه شي، زرخيزي ختمه شي، نو بيا دا ځمکې خلاصې شي، لکه د عربو د رېګستانانو ځکه چې هلته ځنګلونه نشته نو بيا باران چې وشي دا خاوره به د ځان سره اوسي، دا د (کېسې غره) ځمکه به په حقيقت کې غريبه شي او د شي د شنه کولو توان به پکې ختم شي".

هغه زیاته کړه دلته "د زېتون/ ښونه يا شونه د زرګونو کالو ونې دي او دومره قيمتي دي چې قیمت یې تراوسه پورې نه دی مالوم، د هغې د راتلونکې خزانې ختمې شوې. د خلکو د ګټې سرچينه د کلونو ځنغوزه ختمه شوه، دا يو تاوان نه دی بلکې دا تاوان څو څو چنده کیږي، نو دا تاوان نه ښکاري چې په يوه پېړۍ کې پوره شي".

نوموړي وويل، دلته د نړۍ نايابه ځناور دي لکه سلېمان مار خور، سلېمان مار خورپېدا شوی هم دلته دی زانګو يې دا ده او دلته نور ډېر قيمتي نايابه ځنګلي ځناور دي، هغه به د دې سره د مينځه لاړ شي.

پوهان وايي، د دې ځنګل سوځېدو به په چاپيريال هم ډېرې بدې اغېزې وي

وزيراعظم د اُور نوټس اخستی

حکومتي واکمنه ګوند مسلم ليګ ن ويلي، وزيراعظم شهباز شريف د بلوچستان په شيراني ضلع کې د صنوبر په ونو د لګېدلي اُور د پېښې نوټس اخستی او مرکزي ادارو ته يې د سمدستي کارروايۍ لارښوونه کړې ده.

هغه د درې تنو په مړينه د خفګان څرګندونه کړې او ژوبلو ته يې د درملنې د برابرتيا ویلي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​