شاته

د کابل پوهنتون محصلانې: طالبانو پرون پوهنتون ته د ننوتو اجازه رانه کړه

په کابل کې د ښوونې او روزنې پوهنتون یو شمېر ښځینه محصلانې ادعا کوي، چې تېره ورځ ورته طالبانو پوهنتون ته ځکه د داخلېدو اجازه ورنه کړه، چې د تور حجاب سره يې تور ټیکري نه وو په سر کړي.

په ټولنیزو رسنیو په بېلابېلو خپرو شویو ویډیو ګانو کې ښکاري، چې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون مخته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه خورا زیاته ده.

رنګه څادر؛ طالبانو د پوهنتون محصلانو مخه ونیوله
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:40 0:00

د دې پوهنتون یو شمېر محصلانې ادعا کوي، چې تېره ورځ طالبانو هغه نجونو محصلانو ته پوهنتون ته د داخلېدو اجازه نه ورکوله چې له تور حجاب سره يې رنګه ټیکري په سر کړی و.

د دې پوهنتون یوه محصله چې نه غواړي نوم يې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته یې وویل: "د پوهنتون د دروازې مخته د طالبانو وسله وال ولاړ وو او هغه نجونو ته چې رنګه ټیکري يې په سر کړي وو پوهنتون ته د داخلېدو اجازه نه ورکوله، نجونې سختې وېرېدلې وې، ځکه طالبانو پرې چیغې وهلې او نږدې وه چې لښتې واخلي او دا نجونې پرې ووهې، دوی حیرانې وې چې څنګه له ځایه وتښتي."

دا ادعا کوي چې د طالبانو له لوري په بیلابیلو پلمو له زده کړو د نجونو د راګرځولو هڅه کېږي، هغه تور چې طالبان يې ردوي.

دغه نجونې محصلانې وايي، له حجاب سره ستونزه نه لري خو له تور حجاب سره د تور ټیکري په سر کول سخت بندیز دی او که حالات دغسې دوام وکړي نو ښايي ډېری ښځینه محصلینې پوهنتونونه پرېږدي.

په ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیو ګانو کې هم ښکاري، چې د پوهنتون مخته د نجونو ګڼې ګوڼې ته یو نارینه خبرې کوي او دوی ته وايي چې باید له تور حجاب سره تور ټېکري په سر او مخونه پټ کړئ.

خو د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي بیا وايي، ښځینه محصلینو ته یوازې توصیه شوې ده.

هغه وویل: "ټولې محصلینې پوهنتون ته داخل شوې البته د پوهنتون په داخل کې د پوهنتون د رییس له خوا هغه مصحلینو ته چې مشخص یونیفورم يې نه وو مراعت کړی توصیه وشوه او وروسته ټولو ته اجازه ورکول شوه چې خپلو ټولګیو ته لاړې شي او درسونه يې وویل."

که څه هم د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي، چې له حجاب سره د ټیکري د رنګ په انتخاب کې ښځې د خپلې خوښې مالکانې دي خو د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي وايي، د پوهنتون د ښځینه محصلینو لپاره له تور حجاب سره تور ټکري په سر کول د پوهنتون ځانګړی لباس دی چې له دې وروسته باید مراعت شي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی‌ عن‌المنکر وزارت
د طالبانو د امربالمعروف او نهی‌ عن‌المنکر وزارت

د یادونې ده، چې د پوهنتون محصلانو پخوا کوم ځانګړی یونیفورم نه درلود.

په همدې حال کې د طالبانو د حج اوقافو وزارت له لوري د کابل د ټولو جوماتو ملا امامانو ته د جمعې د لمانځه لپاره تیاره خطبه استول شوې او په کې د حجاب په مراعت کولو ټینګار شوی دی.

د ځینو جوماتونو ملا امامان وايي، دغه خطبه ورته رسېدلې او سبا د جمعې په ورځ به يې په ممبر خلکو ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ د ثور په اولسمه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له لارې د خپل مشرتابه هغه فرمان خپور کړ چې د ښځو د اجباري حجاب پلي کولو په اړ دی.

د طالبانو د ځانګړی تعریف له مخې کومې مېرمنې چې حجاب نه مراعتوي کور به يې په نښه او وروسته به یې د کورنۍ مشر ان امنیتي حوزې ته غوښتل او سزا به ورکول کېږي.