شاته

ټوېټر کمپنۍ: مونږ هره ورځ د نیم میلین نه زیات فېک/سپېم اکاونټونه بندوو

واشنګټن - ټوېټر کمپنۍ وایي د دوی د شمېرو ترمخه په ټویټر کې د جعلي/سپېم اکاونټونو فیصدي د ٪۵ راښکته ده، مګر دوی بیا هم هره ورځ څه د پاسه پنځه لاکه دغسې اکاونټونه بندوي.

ټوېټر کمپنۍ دا خبره په داسې وخت کې کړې ده چې د تېسلا کمپنۍ خاوند او مشهوره بلینیئر ایلان مسک تېره میاشت د دې کمپنۍ د اخېستو دستاوېزات امضا کړل، خو اوس پخپله اېلن مسک د جعلي/سپېم اکاونټونو په اړه ژورې اندېښنې رااوچتې کړي دي.

د ټوېټر کمپنۍ اوسني مشران وایي، کله چې ایلان مسک د هغې کمپنۍ د اخېستو د سودا خبرې کولې، نو هغه مهال یې دا پوښتنې نه وې کړې کومې چې اوس یې رابرسېره کړي او د څلورڅلوېښت بلینه ډالرو په ارزښت د دې سودا د ځنډولو

ایلان مسک اوس وایي دا باید معلومه شي چې په ټوېټر باندې څومره جعلي اکاونټونه موجود دي، ځکه د فېک یا جعلي اکاونټونو د شمېر زیاتوالی، د ټوېټر په تجارتي ګټې غټ اثر اچولی شي.

ټوېټر کمپنۍ د نهې/سې شنبې په ورځ د خپل د طرفه یو وضاحتي بیان خپور کړ چې د هغه له مخې داسې ښکاري چې ایلان مسک د ټوېټر کمپنۍ په اخېستو کې ډېره تعدي درلوده او هغه وخت یې دا ګواښونه نه و کړي چې که د جعلي اکاونټونو شمېرې معلومې نشي هغه به دا سودا فسخه کړي.

د ټوېټر بیان نه دا هم ښکاري چې اېلن مسک د اپرېل په ۲۴-۲۳ نېټو، د ټوېټر د سودا فېصله کړې او په کې یې ډېر غور ندی کړی.

د هغه کله نه چې ایلان مسک د ټوېټر اخېستلو دستاوېزات دستخط کړي دي، د جعلي/سپېم اکاونټونو په اړه چې ټوېټر کمپنۍ وایي د پنځو فیصدو نه کم دي، پوښتنې راپورته کړي دي. ایلان مسک وایي، د جعلي اکاونټونو شمېره لږ تر لږه شل فیصده ده.

ایلان مسک وایي، ټوېټر ته په کار ده چې د جعلي اکاونټونو د شمېرې یا فیصدي په اړه هغه ته ثبوت وړاندې کړي.

د ټوېټر چیف اېکزېکټیو افیسر (سي اي او) پاراګ اګروال وایي چې هغوی هره ورځ څه دپاسه نیم میلین سپېم اکاونټونه له منځه وړي.

اګروال پخپل ټوېټر پاڼې ویلي چې سپېم/فېک اکاونټونه هم د انسانانو او هم د کمپیوټري وسایلو په ذریعه جوړېدلی شي، او کله کله یې فرق کول ګرانه وي.