شاته

روسیه: څه باندې ۲۶۰ اوکرایني‌ سرتېري په ماریوپول کې تسلیم شوي 

روسیې نن سه شنبه مۍ ۱۷ (غوايي۲۷) وویل چې د اوکراین د پوځ ۲۶۵ غړي،‌ چې لسګونه یې زخمیان شوي، د فولادو له محاصره شوې فابریکې څخه راوتلي او هغوی ته تسلیم شوي، خو اوکراین دا خبر ردوي.

د ماریوپول په محاصره شوي‌ ښار کې د «ازوفستال» د فولادو فابریکه په دغې سیمې کې د اوکرایني ځواکونو د مقاومت وروستی سنګر ګڼل کېږي.

د روسیې د دفاع وزارت وایي‌ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین ۲۶۵ پوځیان هغوی ته تسلیم شوي‌ چې ۵۱ یې سخت ژوبل دي.

دغه وزارت وايي چې زخمیان یې د «نوفوازوفسک» ښار روغتونونو ته انتقال کړي ‌دي.

د روسیې د جمهوري ریاست ویاند دیمتري پسکوف ونه ویل چې له تسلیم شویو عسکرو سره به د جنګی مجرمینو او یا جنګي زندانیانو په توګه چلند کېږي که څنګه، خو دا خبره یې وکړه چې له هغوی سره به د نړیوالو قوانینو په اساس چلند وشي.

د اوکراین مقامات له فابریکې څخه د سرتېرو اېستل تایدوي‌ او وايي‌ چې شاید هغوی له هغوی روسي زندانیانو سره، چې اوکراین نیولي، تبادله شي.

په همدې حال کې د روسیې د پارلمان مشر فیچسلاف ولادین د اوکراین پوځیان «نازي جنایتکاران» وبلل خو وویل چې باید له روسي زندانیانو سره تبادله شي.

مسکو د اوکراین پوځ د «آزوف» کنډک نازیان بولي، د دغه کنډک ډېر غړي لا هم د وسپنې په فابریکه کې اېسار پاتې دي.

د روسیې د پارلمان مشر وویل: «د نازیانو په اړه د روسیې دریځ بدل شوی نه دی، هغوی جنګي مجرمین دي‌ او د محاکمه کولو لپاره یې باید هر څه چې کولای شو، ویې کړو.»

اوکرایني چارواکو تېره ورځ وویل چې ۲۶۴ پوځیان یې،‌ چې ۵۳ یې زخمیان دي، د وسپنې له فابریکې څخه وتلي‌ دي.

د اوکراین د دفاع وزارت مرستیال هانا مالیار وویل چې زخمیان د روسیې او د مسکو د طرفدارو جنګیالیو تر کنترول لاندې سیمو کې روغتونونو ته انتقال شوي دي.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ولس ته په خطاب کې په یوې ویدويي پیغام کې وویل: «غواړم بیا تاکید وکړم چې یوکراین زړورو یوکراینانو ته ضرورت لري. دا زموږ اصول دي. فکر کوم چې هر قانع کس به دا خبرې درک کړل شي. زموږ پوځي او استخباراتو افسرانو د ماریوپول د مدافعانو د ژغورنې عملیات پیل کړي‌ دي.

د اوکراین د دفاع وزارت وایي چې د وسپنې په فابریکه کې د ایسارو سرتېرو د ژغورلو هلې ځلې هم پیل شوي دي.

د یوکراین د دفاع وزارت تېره ورځ‌ وویل چې ځواکونو یې د خارکیف په سیمه کې د تهاجمي عملیاتو په مخنیوي کې د روسیې ځواکونه په شا تمبولي او هغه سیمې یې بېرته نیولې چې یوکراینیان د روسیې سرحد ته نژدې کوي.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ په یوکراین یرغل پیل کړ چې د راپورونو په اساس تر دې دمه په دغې جکړې کې څه باندې ۳۰۰۰ ولسي خلک وژل شوي‌ او ۷.۷ میلیون نور اوکراینیان له خپلو سیمو بېځایه او کډوال شوي‌دي.