شاته

د فنلنډ پارلمان په ناټو کې د دغه هېواد د شمولیت طرحه تائید کړه

د فنلنډ د پارلمان غړو نن د سه شنبې په ورځ مۍ ۱۷ (غوایي ۲۷) تقریبا په یوه خوله د شمالي اتلانتیک د تړون (ناټو) کې د غړیتوب په پلوۍ رایه ورکړه او پدې توګه یې د سویډن سره په ګډه په ناټو کې د شمولیت درخواست ته لاره هواره کړه.

د یوې نیمې ورځې پرله پسې بحثونو وروسته د فنلنډ د پارلمان د ۲۰۰ غړو څخه ۱۸۸ غړو په ناټو تړون کې د شمولیت په پلوۍ رایه ورکړه.

دا د تیرو ۷۵ کلونو راهیسې د فلنډ د پوځ د ناپیلتوب په پالیسۍ کې ستر بدلون دی.

د فنلډ د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو محلي رسنیو ته ویلي چې «نن شپه به مونږ د ناټو درخواست لاسلیک کړو...او بیا ښایي سبا د سویډن سره په کډه به په ناټو کې د فنلنډ سفیر دا لیک ناټو ته ورکړي.»

فنلنډ چې د روسیې سره ۱۳۰۰ کیلومتره اوږد سرحد لري د روسيې پر بل ګاونډي اوکراین باندې د مسکو د پوځي یرغل په وجه اندیښمن شوی دی.

د فنلنډ صدراعظمې سنا مارین د دوشنبې په ورځ په ناټو کې د غړیتوب په سر د بحثونو په پیل کې پارلمان ته وویل چې: «زمونږ امنیتي چاپیریال په بنسټیزه توګه بدل شوی...یوازینی هیواد چې د اروپا امنیت ګواښي او اوس په ښکاره یرغلیزه جګړه کوي، روسیه ده.»

فلنډ څه دپاسه نیمه پیړۍ د روسیې د امپراتورۍ لاندې ژوند کړی تر هغه چې په ۱۹۱۷ یې خپلواکي واخیستله، خو دا هیواد یو ځل بیا په ۱۹۳۹ کې د پخواني شوروي اتحاد له یرغل سره مخامخ شو. فنلنډیانو په دغه ژمنۍ خونړۍ جګړه کې سخت وجنګیدل، خو بالاخره مجبور شول چې د خپل ختیځ کاریلا ولایت ستره برخه د مسکو سره د سولې د تړون په لاس لیک کولو سره له لاسه ورکړي.

د عامه نظر پوښتنو له مخې د فنلنډ درې برخې نفوس غواړي له ناټو سره یوځای شي، دا شمیره په اوکراین باندې د روسيې د یرغل څخه مخکې وخت په پرتله درې چنده لوړه شوې ده.

پدې ترڅ کې سویډن د دوشنبې په ورځ په ناټو کې د شمولیت لپاره خپل نیت په رسمي توګه اعلان کړ او ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیرې ان لیندا د سه شنبې په ورځ دغه لیک لاس لیک کړ.