شاته

څېړنیز رپورټ: پاکستان د موسمیاتي بدلون له امله د اوبو کمي سره مخ دی

په داسې حال کې چې ملګري ملتونه وایي پاکستان په هغه 23 هېوادونو کې شامل دی چې د تیرو دوؤ کالو راهسې د وچ کالۍ دبیړنې وضعیت سره مخ دی،د خوراک نړیواله څیړنیزه اداره وایي د موسمیاتي بدلون له امله پاکستان د اوبو د کمي سره مخ دی .

پوهان وایي په پاکستان کې د اوبو زیرمې کمیږي ، بارانونه کم شوي او د تودوخې درجه زیاته شوې چې له وجې یې ولس د خوراک د کمي سره مخ کېدای شي خو مرکزي حکومت وایي د موسمیاتي بدلون د اغېزو د مخ نیوي او د اوبو د کمښت د ستونزو د حل دپاره ګامونه اخلي.

د خوراک څیړنیزه اداره انټرنیشنل فوډ پالیسي ریسرچ انسټیټیوټ په خپل رپوړټ کې وایي د موسمیاتي بدلون له امله په پاکستان کې د اوبو د کمښت ستونزه مخې ته راځي او د سویلي ایشیایي هیوادونو د شمالي سیمو همالیه د غرونو په لړۍ کې دکال 2000م راهسې تر ټولو زیاتې واورې ویلې شوې دي.

د رپورټ ترمخه یوازې په پاکستان کې داباسین د اوبو لاندې دکروندې زمکو ته د کال 2100م پورې 5000 اربه ډالره نقصان رسېدلی شي.

په خیبر پښتونخوا کې د موسمیاتي بدلون څیړنکار او خبریال داود خان وي او ای ډیوه ته وایي د کلایمیټ بدلون له وجې د خیبر پښتونخوا په شمول په ټول پاکستان کې تودوخه زیاته شوې او بارانونه کم شوي او په راتلونکي کې په صوبه کې د خوراکي توکو کمی هم راتلی شي.

"موسم زیات ګرمیږي، په بارانونو ددې اثر دی، په وارو هم اثرات پریباسي، په خیبر پښتونخوا کی اکثره زمکې باراني دي او چې بارانونه نه وي نو بیا به فصلونه نه کیږي نو خوراک به د چرته نه راځي؟ نو غذایي قلت به راشي"

دپاکستان حکومت تیره ورځ دماحولیاتو دمرکزي وزیرې شيري رحمان په مشرۍ کې یو ځانګړی ټاسک فورس هم اعلان کړی چې د موسمیاتی بدلون او په ملک کې د اوبو په کمی د قابو موندلو دپاره ګامونه واخلي.

د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف د ټویټر د لاری وایي پاکستان په نړۍ کې پینځم هیوادی چې د موسمیاتي بدلون د خطرو سره مخ دی اؤ د اوبو کمی نیغ په نیغه په کرکیله اغیزې کوي.

د وزیراعظم وینا ده چې ددې د مخ نیوي دپاره د پوهانو یو ځانګړی ټاسک فورس جوړوي چې په راتلونکي وخت کې د خوراک ، اوبو او ځنګلونو د تحفظ دپاره ګامونه واخلي.

د پاکستان د ماحولیاتو وزیرې شیري رحمان يوې خبري غونډې ته د وینا په وخت خبرداری ورکړی چې پاکستان د نړۍ په هغو دریو هیوادونو کې شامل دی چې د اوبو د کمي سره مخ دی او که د موسمیاتې بدلون د اثراتو په ضد او د اوبو د ژغورلو ګامونه مو پورته نه کړل نو په کال 2025 کې به دا ستونزه نوره هم زیاته شي.

پیښور پوهنتون کې د ماحولیاتي څانګې استاذ ډاکټر نفیس وي او ای ډیوه ته وایي پاکستان په موسمیاتي بدلون کې زیاته برخه نه لري خو د بده مرغه په سویلي ایشېا کې د هند نه وروسته دویم هیواد دی چې زیات متاثره کیږي.

هغه وایي له بده مرغه پاکستان دموسمیاتي اغېزو نه دبچ کیدو توان نه لري خو په حکومتي کچه هم داسې کوم پلان نشته چې ددې د مخ نیوي ګامونه واخستل شي.

"په یو هیواد کې 25فیصدي ځنګلونه پکار وي خو په پاکستان کې یوازې 5فیصدي دي او هم دغه شان زمونږ د اوبو نظام هم کمزوری دی ،د موسمیاتي بدلون اثرات په اوبو زیات دي او روان کال د غنمو دانه نه ده پخه شوې او پیداوار اغیزمن شوی دی"

نړیواله څیړنیزه د خوراک اداره په خپل رپوړټ کې وایي د موسمیاتی بدلون له امله سویلی اېشېایي هیوادونه دګڼ شمیر چیلنجونو سره مخ شوي دی چې پکې په شمالی سیمو کی د واورو دګټانو ویلي کیدل، دسمندر د اوبو په سطحه کې اضافه،په زمکه کې د اوبو زیرمې په ښکته تلل او په راتلونکي کې د سختو موسمي اثراتو امکان زیات شو