شاته

اسلام اباد هایکورټ:د بې درکه تنانو په معامله ریاست لاتعلقه ښکاري

د بې درکه صحافي مدثر نارو دقضیې اوریدنې په مهال د اسلام اباد هايکورټ ستر قاضي اطهر من الله ویلې دي د بې درکه تنانو په معامله ریاست لاتعلقه ښکاري.

دعدالتي مرستې دپاره دټاکل شوي وکیل فیصل صدیقي وینا ده چې تیر وختونو کښې د خلکو په زوره بې درکه کول ریاستي تګلاره پاتې شوې ده.

خبریال مدثر نارو د کال 2018 راهسې بې درکه دی اؤ دهغه دموندلو دخواست اوریدنې په وخت داسلام اباد هايکورټ ستر قاضي اطهر من الله ویلي دي چې دلته په پاکستان کښې د بې درکه تنانو خپلوان احتجاجونه کوي، عدالتونه ریاست ته وایي چې دا بې درکه تنان باید عدالت ته وړاندې کړي خو حکومت غلی دی اؤ دبې درکه تنانو په معامله کې ریاست سنجیده نه ښکاري.

مشر قاضي ویلي حکومت هم باید دا په یاد وساتي چې عدلیه بې وسه نه ده.

د قضیې اوریدنې په مهال د عدالت دمرستې د پاره موجود یو وکیل فیصل صدیقي ویلي دي چې تیرو وختونو کښې د خلکو په زوره بې درکه کول د ریاست تګلاره پاتې شوې ده اؤ اکثره داسې بې درکه خلک دامنیتي ادارو په ولکه کښې وي خوا دا ادراې ددې خبرې نه انکار کوي.

پاکستان کښې زیاتره وخت په پوځ دا تور لګي چې د خلکو په زوره بې درکه کولو کښې لاس لري خو تیرو وختونو کښې دپوځ دویاندې ادارې ایي ایس پی ار د هغه وخت مشر میجر جنرل اصف غفور دغه تورونه عبث ګرځولي وؤ اؤ ویلي یې وؤ دلته پاکستان نه ډیر داسې خلک چې بې درکه ګرځول شوي دي، افغانستان ته تللي اؤ هلته تندروه وسله وال ډلو کښې شامل شوې دي.

عدالت کې نن دنهې په ورځ د بې درکه تنانو وکیل کرنل( ر ) انعام الرحیم ،چې یو وخت خپله هم په زوره بې درکه کړی شوی ؤ ،موجود ؤ اؤ هغه وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل عدالت ته یې دا خبره کړې ده چې دلته ېو پوځي امر پرویز مشرف پخپل کتاب کښې منلې ده چې ریاست خلک په زوره بې درکه کړي وو‌ اؤ ددوي پسر یې رقم هم د نورو هیوادونو نه اخستی ؤ.

کرنل ر انعام الرحیم وایي "دلته پوځ سره دا واک نشته چې خلک په زور اوچت کړي اؤ د هغوي پرضد دې مقدمې وچلوي اؤ اوس خو دلته دپوځي‌عدالتونو موده هم ختمه شوې ده نو پوځ په قانوني توګه نه شي کولی چې خپله د چا پرضد مقدمه وچلوي"

انعام الرحیم عدالت کښې د بې درکه تنانو د‌پاره په جوړ حکومتي‌کمیسون هم نیوکې کړي اؤ وایي اؤ باید چې دا کمیسون ختم کړی شي.

عدالت کښې د دبشري حقونو ددفاع یا ډیفنس اف هیومن رایټس مشرې آمنه مسعود جنجوعه هم په دغه سرکاري کمیسون نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي چې د کمیسون سلوک دبې درکه تنانو خپلوانو سره ډیر ناروا وي اؤ دا کمیسون په بشپړه توګه ناکامه دی.

وروسته ډیوه سره خبرو کې آمنه مسعود جنجوعه وویل د کمیسون پر ځائ باید ادارې ددې خبرې پابند کړی شي چې کوم خلک یې په زوره اوچت کړې دي د هغې شمیرې دې عدالت ته وړاندې کړي اؤ دا هم چې دې تنانو څه جرم کړی ؤ؟


آمنه مسعود جنجوعه دا هم وایې دلته چې په زوره د چا دبې درکۍ جرم ګرځولو لپاره قامي اسمبلې نه کومه قانوني مسوده منظور کړی شوې وه هغې ته باید د قانون شکل ورکړی شي.

دتحریک انصاف تیر حکومت کې دخلکو په زوره بې درکي جرم ګرځولو د پاره قانوني‌مسوده قامي اسمبلۍ منظوره کړې وه خو تراوسه دغوڅې منظورۍ د پاره دا سینیټ ته نه ده رسیدلې.

د بشري حقونو پخوانۍ وزیرې شرین مزاري خپله منلې وه چې سینیټ ته د رسیدو نه وړاندې دا قانوني مسوده بې درکه شوې ده.