شاته

طالبانو د بشري حقونو د کمېشن په شمول پنځه ادارې ختمې کړې

واشنګټن - په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پخواني حکومت نه پاته ادارو کې، پنځه اهمې ادارې چې په کې د بشري حقونو خپلواک کمېشن هم شامل و، تحلیل کړي دي. یو طالب چارواکي د ګل/دوشنبې په ورځ رائټرز خبرې ادارې ته وویل چې د مالي ستونزو په نظر کې نیولو سره، دغه ادارې غیرضروري وګڼل شوې او ړنګې کړی شوې.

تر دې وړاندې په سوشل مېډیا باندې د طالبانو د حکومت یو دستاوېز خپور شو چې په کې ویل شوي و دغه ادارې د دوی د مشر هبت الله آخندزاده چې طالبان یې "امیرالمؤمنین" بولي، د "شفاهي هدایت" پر بنیاد منحل شوي او د دې ګام د عملي کېدو نېټه هم د حمل/وري میاشتې اوله نېټه ښودل شوې چې د تېر مارچ میاشتې ۲۱مه نېټه وه.

طالبانو د خالي/شنبې په ورځ (د مئې ۱۵مه) د خپل حکومت کلنی بجټ اعلان کړ او ویې ویل چې په دې مالي کال کې به د افغانستان د بجټ کسر یا خساره څلورڅلوېښت بلینه افغانۍ (۵۰۱ میلینه ډالر) وي.

د طالبانو د حکومت نایب ویاند انعام الله سمنګاني رائټرز خبري ادارې ته ویلي: "په دې سبب چې دغه ادارې ضروري نه ګڼل کېدلې او په بجټ کې نه وې شاملې، نو ړنګې/تحلیل کړی شوې."

په تحلیل شویو ادارو کې، د افغانستان د بشري حقونو کمېشن، د ملي مصالحې عالي شورا، د قامي سلامتیا شورا، د آئین په عملي کولو باندې د څار کمېشن او د پخواني پارلېمان سېکټرېټونه شامل دي.

د بشري حقونو د څار نړېواله اداره (اېچ آر ډبلیو) کې د ښځو د حقونو د برخې یوه مشره هېډر بار چې مخکې د اېچ آر ډبلیو له خوا د افغانستان د چارو سېنیئره څېړونکې هم پاته شوې، وایي طالبان افغانستان بېرته شا ته وړي او دا ډېره د حیرانتیا خبره ده.

مېرمن بار په خپل ټویټر لیکلي دي: "راځئ یوه شېبه هغه افغانستان رایاد کړو چې د بشري حقونو کمېشن یې درلود. هغه بې عیبه نه و – دا ادارې هېڅکله بې عیبه نه وي – مګر ډېره اهمه اداره وه چې خلکو کولی شول هلته ولاړ شي، مرسته وغواړي، انصاف وغواړي. دا ډېره د حېرانتیا خبره ده چې ګورو یو ملک داسې په شا ځي."

بل اړخ ته د طالبانو نایب ویاند انعام الله سمنګاني رائټرز ته ویلي چې د افغانستان قامي بجټ د "معروضي حقایقو پر بنیاد" جوړ شوی او یوازې د هغو ادارو دپاره دی چې فعاله پاته دي او ګټه رسوي. د هغه وینا ده چې که په آینده کې "ضرورت" پېښ شي، نو دا ادارې بېرته فعالېدلی شي.

خو د افغانستان د مخکيني حکومت د خارجه چارو وزیر محمد حنیف اتمر د حکومت د ځینو ادارو د ړنګولو په غبرګون کې ویلي چې "د بودیجې محدودیتونه او حل لارې تل شتون لري، د دې بنسټونو ړنګول د تحریک طالبان لخوا د ملي باور او همکارۍ د ترلاسه کولو لپاره د هڅو اعتبار کمزوری کوي."

طالبان په داسې وخت کې د بشري حقونو د خپلواک کمېشن ختم کړ چې یو خوا په افغانستان کې د بشري حقونو د خلاف ورزیو په اړه اندېښنې ورځ تر بلې زیاتیږي، او بل اړخ ته په افغانستان کې اوس داسې نړېوالې یا آزادې قامي ادارې فعالیت نلري چې وکړی شي د بشري حقونو د خلاف ورزیو په حواله کره رپوټونه برابر کړي.

طالبان دعوه کوي چې د دوی د واکمنۍ لاندې بشري حقونه خوندي دي، مګر وخت ناوخت د سوشل مېډیا د لارې داسې ويډیوګانې او دعوې مخې ته راځي چې په هغه کې په مبینه توګه د بشري حقونو سخته خلاف ورزي لیدلی کیږي.

بل پلو د افغانستان د پخواني حکومت په ادارو هم دا تورونه و چې د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې یې سم کار نه کاوه، په حکومتي ادارو او عدالتي نظام کې د رشوتونو د زیاتېدو رپوټونه موجود و.

مګر هر کال هم د افغانستان ادارو او هم بهرنیو ادارو په هغه هېواد کې د بشري حقونو د صورتحال په اړه رپوټونه ورکول او ډېرې خلاف ورزۍ یې بربنډ کولې.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.