شاته

بایډن د وژل شویو امریکایانو کورنیو سره غمرازۍ لپاره نیویارک ته ځي 

سپینه ماڼۍ وايي ټاکل شوې چې ولسمشر جوبایډن سبا سه شنبه مۍ ۱۷ (غوايي۲۷) د امریکا د نیویارک ایالت د «بفلو» ښار ته ولاړ شي چې د ۱۰ وژل شویو امریکایانو له کورنیو سره غمرازي او خواږي وکړي.

د شنبې په ورځ یو «سپین پوستي ۱۸ کلن» امریکایي ځوان د بفلو په ښار کې په یوې مغازې کې او د مغازې څخه د باندې په خلکو ډزې وکړې، لږ تر لږه ۱۰ تنه یې ووژل او یو شمېر نور یې ژوبل کړل.

چارواکي اوس د دغې پېښې په اړه په پلټنو بوخت دي‌.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي‌ دي چې له ښاغلي بایډن سره به یې میرمن جیل بایډن هم په دغه سفر کې وي او « له هغې ټولنې سره،‌ چې په بې رحمو او وحشتناکو» ډزو کې یې لس تنه له لاسه ورکړل، غمرازي ‌کوي.

ښاغلي بایډن تېره ورځ وویل چې د امریکا د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت دا قضیه « د کرکې جرم، د سپین پوستو د برترۍ د توکمیز پارېدلي‌ عمل او افراطي خشونت په توګه» څېړي.

ښاغلي بایډن وویل: «موږ ټول باید د هغه نفرت سره د مبارزې لپاره ګډ کار وکړو چې د امریکا په روح کې د یو داغ په توګه پاتې دی.»

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش هم دا برید غندلی او ویاند يې وایي‌ چې هغه په دې برید سره ډېر خواشینی شوی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې په امریکا کې «د نژاد په اساس داسې پارېدلی کرکجن» عمل کېږي، تر دې مخکې هم دا ډول پېښې ډېر شوې دي. دا تازه پېښه په داسې یوه سیمه کې شوې ده چې اکثریت خلک یې تور پوستي‌امریکان دي.

د ۲۰۲۱ کال د مارچ په میاشت کې د کلوراډو ایالت د بولډر په ښار کې هم په همداسې ډزو ۱۰ تنه ووژل.