شاته

امریکا د "اسین" سره د اړیکو د نوې پړاو هرکلی وکړ

جمهور رئیس جوبایډن د جمعې په ورځ مې ۱۳(غوایي ۲۳) په واشنګټن کې د جنوب ختیځې آسیا د ملتونو سازمان (اسین) مشرانو سره په لومړۍ غونډه کې د واشنګټن او "اسین" د لسو هیوادونو د بلاک ترمنځ د اړیکو د "نوې پړاو" د پیل خبر ورکړ.

دواړو لورو له دوه ورځنیو خبرو وروسته د مشترکې تګلارې بیانیه هم صادره کړه، هغه بیانه چې د شنونکو په اند له ستراتیژیک مشارکت څخه پراخ ستراتیژیک مشارکت ته د دوی د اړیکو لیږد انځوروي.

د اوکراین په مسله کې د غونډې ګډونوالو د هغه هیواد په حاکمیت، سیاسي خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا ټینګار وکړ. هغه بیان چې یو سیمه ایز کارپوه وایي دا د اسین د پخوانیو بیانونو په نسبت متفاوت دی. په بیان کې پر اوکراین د روسیې برید غندل شوی ندی.

بایډن هیله من دی چې د اسین هیوادونه تشویق کړي څو د اوکراین په وړاندې د روسیې د برید له امله د مسکو په وړاندې خپل موقف سخت کړي.

دا لومړی ځل وو چې د اسین مشران په واشنګټن کې راغونډ شول او د ۲۰۱۶ کال څخه راپدیخوا یې د متحدو ایالتونو جمهور رئیس مشري وکړله.

د بایډن حکومت هیله من دی چې دا هڅې ښکاره کړي متحده ایالت د هندو پسفیک او د چین په اوږدمهاله ننګونو تمرکز کوي.

بایډن د اسین مشرانو ته وویل چې "په راتلونکو ۵۰ کلونو کې به زموږ د تاریخ تر ټولو غوره قرار داد د اسین په هیوادونو کې لیکل کیږي او له تاسې سره زموږ اړیکي د راتلونکې دي ، په راتلونکو کلونو او لسیزو کې."

بایډن د امریکا- اسین اړیکي‌ (مهمې) وبللې او ویې ویل:"موږ نوی پړاو پیلوو- د امریکا او اسین په اړیکو کې یو نوی پړاو."

د جمهور رئیس بایډن مرستیالې کاملا هریس وویل چې متحده ایالات به د "نسلونو" لپاره په جنوب ختیځې آسیا کې پاتې شي. هغې د سیندونو د آزادۍ په پاتې کیدو ټینګار وکړ، هغه څه چې متحده ایالات وایي د چین له خوا ننګول کیږي.

د آسین په ډله کې بروني، کمبودیا، اندونیزیا، لاووس، مالیزیا، میانمار، فلیپین، سینګاپور، ټایلنډ او ویتنام غړیتوب لري.

دا غونډه د بایډن په کوربه توب د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې پیل شوه او متحدو ایالتونو په یاده سیمه کې د بنسټونو، امنیت، د ویروسونو په وړاندې د چمتوالي او د پاکې انرژۍ په ګډون یو شمیر برخو سره د ۱۵۰ میلیونو ډالره ژمنه وکړه.