شاته

پاکستان کې تیرکال دماشومانو پرضد دجنسي تیریو3852 پېښې رپورټ شوي

پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم ساحل په خپل تازه کلني رپورټ کې ویلي چې تېر کال 2021م کې د ماشومانو پرضد د جنسي زياتیو ټولې 3852 پېښې رپورټ شوي دي چې دا د کال 2020م په پرتله 30 فيصدي زياتې دي.

د رپورټ ترمخه تېر کال د جنسي تیریو ښکار ماشومانو کې 2068 جينکۍ او 1784 تنکي هلکان شامل دي.

رپورټ کې ويل شوي دې پېښو کې کې د جنسي تیري داسې 92 پېښې هم شاملې دي چې پکې ماشومان د جنسي تیري نه وروسته وژل شوي دي.

د رپورټ ترمخه کال 2021م کې د ورځې په بنياد د لسو څخه زيات ماشومان د جنسي زياتي نخښه جوړ کړې شوې دي.

د ساحل په رپورټ کې ويلي شوي چې تېر کال د ماشومانو خلاف د جنسي تیریو په ټولو 2275 پېښو کې 750 پېښې د بدفعلۍ، 676 د جنسي تیري ،561 د جنسي تېريو د هڅو او 133 پېښې د جنسي زياتي او د لوڅو وېډيوګانو جوړولو هم شاملې دي.

د راپور د شمېرو له مخې د ماشومانو پرضد د جنسي زياتي 92 پېښې داسې هم رپورټ شوي چې پکې د جنسي زياتي ښکار شوي ماشومان وروسته وژل شوي دي.

ډيوه سره خبرو کې د غېر دولتي تنظيم ساحل د مطبوعاتو لپاره سينېر پروګرام افسر ښاغلي وقاص وویل مونږ به مخکې فکر کولو چې يوازې جينکۍ د جنسي تېريو او زياتي نخښه ګرځي خو دا رپورټ ښکاره کوي چې د جنيکو د شمېرې برابر ماشومان هلکان هم د جنسي زياتي نخښه جوړېږي.

هغه وايي دې رپورټ کې ويل شوي چې د هېواد د سر په هغو لسو اضلاع کې چرته چې ماشومان د جنسي زياتي ښکار شوي يوازې اته ضلعې په پنجاب صوبه کې دي.

د نوموړي په وینا تېر کال 2021م کې د ماشومانو پرضد د جنسي تېريو په مهال 145 پېښې داسې هم مخې ته راغلي چې پکې د ماشومانو لوڅې لغړې وېډيوګانې هم جوړې کړی شوې دي.

په رپورټ کې ويل شوي چې تېر کال 2021م کې د ماشومانو د تښتونې 1303 پېښې، د ورکيدو 438 او د کم عمرۍ د ودونو 80 پېښې رپورټ شوې دي.

رپورټ کې راغلي چې د کشمير او ګلګت بلتستان په ګډون د هېواد د 205 ضلعو څخه د ماشومانو خلاف د جنسي جرمونو پېښې رپورټ شوي خو رپورټ بيا وايي چې په دې کې تر ټولو زیاتې پېښې د پنجاب صوبې د قصور څخه رپورټ شوي چې شمېره یې 298 جوړېږي.

رپورټ زياتوي چې د جنسي تیري سره مخ شوؤ ماشومانو کې 54 فيصدي جينکۍ او 46 فيصدي هلکان شامل دي.

رپورټ وايي چې د 6 او 15 کلونو د عمر ماشومان د جنسي تېريو نخښه ګرځېدلي او په دې کې د هلکانو تناسب تر ټولو زیات دی.

په خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر ډيوه سره ددې راپور په اړه خبرو کې وايي تېر کال 2021م کې روزانه د لسو څخه زيات ماشومان د جنسي زياتي نخښه جوړ کړې شوي خو زياتوي دا هغه شمېره ده کومه چې له مطبوعاتو راټوله کړی شوې ده ګنې داسې شمیر له دې هم زيات کېدای شي.

عمران ټکر وايي په تېرو وختونو کې د مرکز او صوبو په کچه نه يوازې ښه قوانین جوړ کړی شوي او سختې سزاګانې پکې هم شامل کړی شوې دي بلکې ادارې هم جوړې شوي چې پکې نېشنل کمېشن فار چاېلډ راېټس ،څلور واړه صوبو کې د چاېلډ پروټېکشن کمېشن ،بېوروز جوړ شوي دي او د ماشومانو عدالتونه هم جوړ شوي دي. چې د خېبرپښتونخوا د اتوؤ عدالتونو سره د هېواد په کچه یې شمېر 13 دی.

خو دی وايي بيا هم د يو څيز کمی دی او هغه دا چې داسې شمېره باید په حکومتي کچه هم جاري کول پېل کړی شي.

د ساحل په رپورټ کې ويل شوي چې د ماشومانو خلاف د جنسي زياتي په ټولو پېښو کې 63 فيصدي پېښې د پنجاب ،23 فيصدي د سند ،6 فيصدي د اسلام اباد ،5 د خېبرپښتونخوا او 2 فيصدى پېښې پرله‌پسې د بلوچستان، ګلګت بلتستان او کشمير څخه رپورټ شوې دي.

رپورټ کې ویل شوي چې کال 2021م کې د ماشومانو پرضد د جنسي زياتي 84 فيصدي پېښې د پولیس سره درج شوي دي.

د رپورټ ترمخه د 5 کلونو د عمر 223 ماشومان د جنسي زياتي نخښه ګرځېدلې دي او په دې شمېره کې د کال 2020م په پرتله 22 فيصدي اضافه ليدل شوې ده.