شاته

د طالبانو د نوې پرېکړې په ضد د افغان صرافانو کاري اعتصاب

د صرافیو او پولي خدماتي جوازونو په اړه د طالبانو حکومت د نویو شرایطو له امله، صرافانو په ټول افغانستان کې کاري اعتصاب پيل کړی دی.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمان ځیرک امریکا غږ ته وویل چې دغه کاري اعتصاب د یکشنبې په ورځ مۍ ۱۵ (غوايي ۲۵) پيل شوی چې د ستونزې تر هواري پوري به دوام ولري.

ښاغلي ځيرک یاته کړه چې د افغانستان بانک د تازه شرایطو په اساس یو صراف د کاري جواز اخیستلو لپاره باید پنځه میلیون افغانۍ د افغانستان بانک ته د ضمانت په توګه وسپاري.

ښاغلي ځيرک زیاته کړه چې صرافان په یادو شرایطو سره د جواز اخیستلو توان نلري او له همدې امله یې لاس په اعتصاب پوري کړی دی.

هغه وویل: "په ولایتونو کې زیاتې صرافۍ د افغانستان بانک لخوا بندې شوی دي په دې خاطر چې باید نوی جواز واخلي.د نوی جواز اخیستلو شرایط دا دي چې پنځه میلیون افغانۍ د ضمانت په توګه د افغانستان بانک ته ورکړي او د کار وبار لپاره باید ۵۰ میلیون افغانۍ ولري."

د افغانستان د صرافانو سرتاسري ټولنې هم په یوې قطعنامه کې ویلي چې د دغه شورا او د افغانستان بانک ترمنځ د رامنځته شوي ستونزې له امله، تر امرثاني پورې به ټولې صرافۍ بندې وي.

د افغانیو په وړاندې د ډالرو پورته کېدل

په افغانستان کې د ټولو صرافیو بندېدو سره هم مهاله، په دغه هیواد کې د افغانیو په وړاندې د ډالرو بیه پورته شوې ده. اوس مهال یو امریکايي ډالر په ۹۰ افغانیو تبادله کیږي.

په کابل کې د شهزاده سرای صرافانو ټولنه د افغانیو په وړاندې د ډالرو پورته کېدو لامل د صرافانو کاري اعتصاب او په ولایتونو کې د طالبانو لخوا د ځینو صرافیو بندېدل یادوي. د دوی په وینا کېدای شي د افغانیو په وړاندې د ډالرو بیه نوره هم پورته شي.

ښاغلي ځيرک وویل چې په وروستیو ورځو کې یو امریکايي ډالر په ۸۸ افغانۍ تبادله کېده، خو اوس مهال د ډالرو په وړاندې د افغانیو بیه ټیټه شوې.صرافان وايي د افغانیو په وړاندې د بهرنیو اسعارو بیه هر ساعت تغیر کوي.

په افغانستان کې د افغانیو په وړاندې د بهرنیو اسعارو په لوړېدو سره د خوراکي او سونګ موادو بیې هم لوړې شوي دي.

د افغانستان بانک تر دا مهاله د صرافانو ټولنې د کاري اعتصاب او د افغانیو په وړاندې د ډالر پورته کېدو په اړه څه نه دي ویلي.