شاته

د مسیدو جرګه وایي ټي ټي پي پاکستان سره خبرو ته تیاره شوې ده

لا قانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره دخبرو د پاره د پاکستان د حکومت له خوا افغانستان ته لیږل شوې د جنوبي وزیرستان دمسیدو دمشرانو دجرګې اؤ طالبانو تر منځ لومړنۍ رسمي غونډه افغانستان کې شوې چې پکې تحریک طالبان پاکستان هم حکومت سره د خبرو کولو باور ورکړی دی.

بل لوري ته طالب سرچینو د پاکستان په زندانو کې د بندي 102 کسانو د خوشي کېدو پخلی کړی چې پکې د تیزندي په سزا محکوم د سوات طالبانو ویاند مسلم خان او محمود خان هم شامل دي.

دجرګې غړي وایي د داوړو خواؤ نه دوئ ته د خبرو باور ورکړل شوی او تر هغې په ډز بندۍ اتفاق شوی تر څو چې د خبرو لړۍ روانه وي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني حکومت له تیرو شلو کلنو راهسې د ترهګری پرضد په یوه نه ختمیدونکي شکمنه جګړه بوخت دی او په دې پوځي عملیاتو او دتندلاریتوب پیښو کې زیات د پښتون میشتو سیمو خلک ځپل شوي دي.

خو د مسیدو جرګې مشران او په خپله حکومتي چارواکي وایي چې د خبرو مقصد روانې شل کلنې جګړې ته د پایې ټکی کېښودل دی.

تحریک طالبان پاکستان ډله په امریکایي ډرون برید کې د وژل شوي بیت الله مسید په مشرۍ په کال 2007 م کې په جنوبي وزیرستان کې جوړ شوې او ددسمبر دمیاشتې په 25مه نیټه 2008 کال کې وروسته له هغې پاکستاني حکومت لا قانونه ګرځولی چې دغلته یې د القاعده ، ازبک، تاجک او افغان طالبانو په لمسه په ملک کې د اسلامي نظام په ځائ کولو لپاره وسله واله مبارزه پیل کړې وه.

انتظامیه پخلی کوي چې مسیدو جرګه په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان مشرانو سره لیدلو وروسته بیرته واپس جنوبي وزیرستان واڼه ته ستانه شوی دي.


د جنوبي وزیرستان انتظامیه تیره ورځ تایيد کړې وه چې تحریک طالبان سره د مسید قبیلې مشرانو دیرش کسیزه جرګه دجنوبي وزیرستان انګور اډې د لارې پکتیکا ته لیږل شوې او دوی ته په حکومتي کچه د مسیدو وسله والو سره د مذاکراتو کولو باور ورکړی شوی دی.

د مسیدو دیرش کسیزه قامي جرګه تیره اوونۍ په ټانک کې وروسته له هغې جوړه شوې چې تیره میاشت د جنوبي وزیرستان مکین او شوال سیمې کې بیا ځایې خلکو ته د کورونو پریښولو ویل شوي وو .

دمسید قام مشرانو ویلي وؤ په دې اړوند به دوئ د دواړو خواؤ حکومت او طالبانو سره خبرې کوي.

ځینې سرچینې وایي دغې جرګې ته د پاکستان دامنیتي ادارو او پوځ ملاتړ هم تر لاسه دی خو پوځ په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي .

د افغانستان نه راستانه شوې د مسیدو جرګې ځینې غړو چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وي او ډیوه ته وویل چې د تحریک طالبان پاکستان له مشر مفتي نورولي سره خبرې ډېرې دوستانه وې او په څو ورځو کې به د دوی له لوري مثبت ځواب راشي.

هغوي وویل تحریک طالبان دوی ته د حکومت سره خبرو کولو پوره باور ورکړي دی.

هغوئ زیاته کړه دوی د میډیا سره خبرو کولو نه منعې کړل شوي او تحریک طالبان به په خپله ورځ ،دوه کې رسمي بیان جاري کړي.

د پاکستان حکومتي سرچینې تاییدوي چې دمسیدو جرګې په واڼه سیمه کې پوځي او حکومتي چارواکو سره نن دتحریک طالبان پاکستان غوښتنې شریکې کړې.او د جرګې هڅې یې ستایلې دي.

اخوا ځینې طالب سرچینو ویلي د مسیدو جرګې سره د تحریک مشر مفتي نور والي په مشرې خبرې شوي چې پکې د نورو سیمو مشران هم شامل وو.

جرګې ته ویل شوي چې که څه هم د تحریک مشر مسید دی خو دوی په غټه کچه مذلکراتو کې سنجیده دي چې په هغې کې د تحریک د ټولو سیمو نمایندګي شامله وي.

دوی وویل د دوئ ډز بندي تر 15 مې په ځائ ده او که تر دې وخت جرګې دوئ ته مؤثر ځواب ویلو بیا به دې ډز بندي کې نوره پراختیا کولی شي.

پاکستاني طالبانو روانه میاشت لومړۍ لس ورځې او بیا یې د مې 15 نیټې پینځه ورځې ډز بندي کې نوره پراختیا کړې ده.

تیره ورځ یو امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویلي وؤ د مسیدو جرګې لخوا دوی ته د تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو کولو ویل شوي او دوی ته پوره باور ورکړل شوی دی.

هغه زیاته کړې وه که خبرې نه منل کیږي د ادارې دریځ واضح دس او چاته د امن خرابولو اجازه نه ورکوي.

دې نه وړاندې امنیتي سرچينې وي او اې ډيوه ته تاييد کړې وه چې د تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو پروسه پرمخ په وړلو او اعتماد جوړولو لپاره د هغوي یو سل نه زیات بندیان مرحله وار خوشي کړی شوي دي چې پکې ځینې مهم کسان هم شامل دي .

دمشال راډیو په رپوټ کې د سرچينو له قوله ويل شوي چې مسلم خان او محمود خان په وروستيو کې د پوځ د حراستي بند څخه ويستل شوي او افغان طالبانو ته سپارل شوي دي.

خو د پاکستان حکومت او پوځ او بل لوري ته ټي ټي پي په دغه اړوند په خپله په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

خو طالب سرچینو وي او اي ډیوه ته پخلس وکړو چې 102 کسان خوشي کړی شوي چې په هغې کې د سوات د طالبانو ویاند مسلم خان او محمود خان هم شامل دي.

دوئ 2009 م کال کۍ د سوات ذعملیاتو پرمهال نیول شوي وؤ او پوځي عدالت دوی ته د ترهګرۍ په پیښو کې په 28 دسمبر 2016 کې د تیزندي سزا اورولې وه .

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.