شاته

شمالي وزیرستان: په پوځ چاودنه اؤ د هدفي‌ وژنې پېښو کې د دوؤ عسکرو په ګډون اته کسان وژل شوي

په شمالي وزیرستان کې دپوځ په ګاډي بمي چاودنه اؤ دهدفي وژنې دوؤ بیلابیلو پېښو کې د دوؤ پوځيانو په شمول اته کسان وژل شوي اؤ شپږ تنان نور ژوبل شوي دی چې څلور پکې پوځيان هم شامل دی.

پولیس سیمه کې دپوځ په ګاډي دبمي چاودنې پخلی کوي او وایي دا پیښه دشنبې یا خالي په ماښام د میرعلي تحصیل عیدک کلي سره نزدې شوې ده.

د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه سره شریکو کړو معلوماتو کې ویلي د پاکستان دپوځ دګشتي پارټۍ ګاډی د معمول په ګزمه و چې چاودنه پرې شوې.

سرچینو ویلي چاودنه کې د پاکستان پوځ حوالدار زبیر او سپاهي عزیز افسر په ټکي وژل شوي او څلور نور عسکر صوبیدار منیر، سپاهي قاسم ، لانس نائک عزیز ، اور سپاهي راشد ژوبل شوي چې پکې د دوو حالت مرګونی دی.

دمیر علي پولیسو تاڼې چارواکو وي او ای ډیوه ته وویل چاودنه د پوځ په ګاډي شوې خو تر اوسه دا نه ده معلومه شوې چې دا یو برید ځانمرګی ؤ‌ که په دسړک پغاړه بارودي توکي ښخ کړی شوي وؤ.

دپولیسو په وینا چاودنه کې د علاقې یوه ماشومه جینۍ هم وژل شوې او ورسره نیزدې سرویس ډیک کې دوه نور کسان ژوبل شوي دي. چې میر علي سیمه کې روغتون ته وړل شوي.

دپېښې سره سم په سمدستي توګه پولیس او نور امنیتي ځواکونه دې پیښې ځائ ته رسیدلې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.

تر دې مهاله چا ددې پېښې ذمه واري په غاړه نه ده اخستې.

دافغانستان سره په پوله پرتې دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ په کال 2014 کې د وسله والو پرضد عملیات پيل کړي چې پکې ديادې سيمې وسله والو نه د پاکولو دعوې شوې.

خو ولې وخت په وخت په قبایلي ضلعو کې په پاکستاني عسکرو دغه رقم بریدونه کیږي او په څنګ کې يې هدفي وژنې هم روانې دي چې ورسره د پاکستان د پوځ لخوا د عملیاتو په کامیابۍ او سېمې د ترهګرو نه د پاکولو په دعوو نيوکې راپورته کیږي.

په عین حال کې د شمالي وزیرستان د پولیسو ددفتر چارواکي وایي میرانشاه ته څیرمه د شمالي وزیرستان په ډانډي درپه خېل سیمه کې په یوه وسله وال برید کې پینځه کسان وژل شوي دي.

د پولیسو په وینا دا پیښه هم د شپې پرمهال را مینځته شوې چې پکې نامالومه کسانو په یو ګاډي ډزې کړې دي اؤ پینځه کسان یې وژلي دي.

وژل شوي کسان میرانشاه سیمه کې روغتون ته وړل شوي اؤ د روغتون سرچینې وي او ای ډیوه ته ویلي وژل شوؤ کې د دریوؤ پیژنګلو دګل نایب جان، نصیر الله او درې کلن ماشوم ذوالقرنین په نومونو شوې ده.

پولیسو ویلي دا یوه هدفي پیښه وه او پلټنې یې پیل کړې.

په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنې وروستۍ پیښه د اپریل په 27م شوې وه.

دپي ټي ایم دشمیرو تر مخه شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو نه را پدېخوا نیزدې 440 ځایي کسان په هدفی بریدونو کې وژل شوي دي.

د دوی په خبره داپریل میاشت کې د هدفي وژنو په لسو بریدونو کې 12 کسان وژل شوي چې زیاتره پکې ځوانانان دي.

همدا شان تیره میاشت په شمالي وزيرستان کې په امنیتي عسکرو یو شمیر بریدونه شوي چې پکې د اپریل په 14مه نیټه شوي یو ترهګریز برید کې اووه پاکستاني پوځیان وژلي شوي وو.

د اپریل په 23 په یو بل وسله وال برید کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.ددې بریدنو ذمه وارۍ تحریک طالبان په غاړه اخستې وې.

اسلام اباد کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو دانسټيټيوټ په نوم څېړنيزې غېر دولتي ادارې (پاکستان انسټیټیوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز) په خپل یو تازه رپورټ کې ویلي، پاکستان کې د مارچ د میاشتې په پرتله د اپرېل په مياشت کې وسله وال بريدونه 24 سلنه/ فيصده سېوا شوي وو.

د ادارې د رپورټ ترمخه تيره مياشت زيات وسله وال بريدونه په قبایلي ضلعو او خېبرپښتونخوا کې ترسره شوي او په پنجاب صوبه کې يو بريد هم نه دی شوی.

پي ايي سي اېس اېس چې دغه رپورټ د وي او اې ډیوه سره شريک کړی ؤ، پکې ويل شوي، د اپرېل په مياشت کې په پاکستان کې په 34 وسله والو بريدونو کې د 34 امنيتي سرتيرو، 13 ملکي وګړو او اتوؤ وسله والو په ګډون 55 کسان وژل شوي وو.

لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان مطبوعاتو سره په شريک کړي بيان کې دعوه کړې چې د اپرېل په مياشت کې يې 54 حملې کړي، چې 14 پکې په شمالي او 13 په جنوبي وزيرستان کې ترسره شوې وې.

ټي ټي پي په پاکستان کې خپل بريدونه وروسته له هغې سېوا کړي چې د کله نه تير کال د اګست په مياشت کې طالبان په افغانستان کې په واک کې راغلي دي،

پاکستان څو ځله دعوې کړي چې د پولې د پورې غاړې افغانستان نه ترهګر د پولې دې اړخ ته بريدونه کوي، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه دعوې په کلکه رد کړي دي.

په شمالي وزیرستان کې تازه برید په داسې حال شوي چې تحریک طالبان پاکستان د مې تر 15مې حکومت سره د ډز بندې اعلان کړی دی.

او د لا قانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان سره دخبرو د پاره د پاکستان د حکومت له خوا افغانستان ته لیږل شوې د جنوبي وزیرستان دمسیدو دمشرانو دجرګې اؤ ټي ټي پي دمشرانو تر منځ لومړنۍ رسمي غونډه افغانستان کې شوې ده چې پکې تحریک طالبان پاکستان هم حکومت سره د خبرو کولو باور ورکړی دی.

بل لور طالب سرچینو د پاکستان په زاندانو کې بند 102 کسانو د خوشي کېدو پخلی کړې چې پکې د تیزندۍ په سزا محکوم د سوات دطالبانو ویاند مسلم خان او محمود خان هم شامل دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.