شاته

عمران خان: د وژنې سازش مې روان دی، ریکارډ کړې ویډيو کې مې د سازشیانو نومونه اخستي

دپاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان دعوه کړې چې دهیوا دننه اؤ بهر دهغه د وژلو سازش روان دی خو وایي ددغه سازس په ډاګه کولو ده پخپل ژوند یوه ویډیو ریکارډ کړې اؤ په خوندي ځائ کې یې اېښې ده چې پکې یې دسازش کوونکو نومونه په ډاګه کړي دي.

دخالي په شپه دپنجاب سیالکوټ ښار کې یوې جلسې ته خپله وینا کې عمران خان ویلي دهغه د وژنې سازش د بندو تر دوازو ترشا روان دی خو وایي" ما ویډیو ریکارډ کړې اؤ په یو خوندي ځائ کې مې اېښې ده،که په ما هرڅه وشول نو دا ویډیو به دټول قام مخې ته راځي"

هغه وایي د وژنې سازش یې دتیر هوړي یا ګرمۍ له موسم پیل شوی اؤ چې څوک ،څوک هم دې کې ککړ دي نو دیو،یو تن نوم یې په ریکارډ کړل شوې ویډيو کې اخستی دی.

خو ددفاع وزیر خواجه اصف دعمران خان دا دعوه یو سیاسي چال بللی دی اؤ وایي چې دکومو خبرو دعوه عمران خان کوي دهغې حقیقت سره هیڅ تړاؤ نشته.

یو شخصي ټي وي چینل سره خبرو کې خواجه اصف ویلي هغه دعمران خان په داسې رقم خبرو هیڅ باور نه کوي ځکه چې دا یو سیاسي چال دی اؤ دغسې چالونه پخوا هم ډيرو خلکو کړي وؤ.

خواجه اصف وویل که چرې عمران خان وایي چې دا سازس په جولایي میاشت کې تیر شوی ؤ نو بیا یې هغه وخت ولې له دې سازشه خلک نه وؤ خبر کړي ځکه چې هغه مهال خو دی پخپله د هیواد حاکم ؤ؟

د واک څخه له لرې کیدو وروسته که یو خوا پخوانی وزیراعظم عمران خان په امریکې اؤ خپلو سیاسي مخالفینو د سازش تورونه لګوي نو اوس یې دهیواد طاقتوره پوځ ته هم په اشارو کې ګوته نیول پیل کړي چې ګنې پوځ هم دهغه دحکومت ختمولو په سازش کې شامل دی یا پوځ ددې سازش مخه نه ده نیولې.

خو حکومت ،پوځ اؤ امریکې دعمران خان ددې بیانیې څو وارې تردید کړی دی .

پخوانی وزیراعظم عمران خان په دې وروستیو کې د ولسي جلسو په ترڅ کې هیواد کې دعامو ټولټاکنو غوښتنې کوي.

څېړونکي وایي عمران خان په دې پوهه دی چې که اوس په هیواد کې سمدستي انتخابات ونه شول اؤ موجوده حکومت پرځائ پاتې شو نو کال ،نیم وروسته به دده لپاره خپله بیانیه پرمخ وړل زیاته مشکله شي.

څېړونکي مظهرعباس وایي عمران خان غواړي چې پوځ یا اسټبلشمنټ باید دده په پلوۍ خپل رول ولوبوي خو دپوځ ویاند میجر جنرال بابر افتخار اوړمه ورځ ویلي‌ وؤ چې زر انتخابات کول دسیاستمدارانو کار دی اؤ دپوځ دې کې هیڅ کردار نه شته.

بل لوري ته دهیواد دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله وایي حکومت له انتخاباتو نه ویریږي خو اصل ستونزه داده چې تیر حکومت داقتصاد بېړه غرقه کړې ده .

رسنیو ته ښاغلي رانا ویلي دعمران خان تیر حکومت وړومبی د نړیوالې مالیاتي ادارې سره تړون وکړو اؤ بیا یې له دغه تړون څخه په سرغړونه دتیلو اؤ بجلۍ بیعې راوغورځولې.

هغه وویل پاکستان چې دا مهال په کومو اقتصادي ستونزو کې راګیر دی دمسلم لیګ نواز ګوند حکومت ددې دهواري توان لري خو دستونزو دهواري لپاره به ټول ګامونه دخپلو ایتلافي ګوند په سلا اؤ مشورې سره اخلي.

همدا شان دپیپلز ګوند مشر اؤ دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري پخپل یو بیان کې ویلي چې عمران خان په ایین اؤ ادارو برید کړی اؤ اوس وایي چې ادارو دده پرضد دبې باورۍ دتحریک په ناکامولو کې دده مرسته ولې ونه کړه.

هغه ویلي عمران خان غواړي چې دهیواد هره اداره باید دده لپاره لکه دده دګوند د ټایګرز فورس په څېر کار وکړي .

دا په داسې حال کې ده چې پخواني وزیراعظم عمران خان اعلان کړی دی چې روانه میاشت به اسلام اباد کې د یو ستر ولسي لاریون لپاره پخپلو پلویانو غږ کوي اؤ دعمران خان په تیر حکومت کې دکورنیو چارو پخواني وزیر شیخ رشید ویلي چې دا لاریون خونړی هم کیدای شي .

خو د اطلاعاتو مرکزي وزیرې مریم اورنګزیب هم رسنیو ته ویلي چې حکومت به خپله موده پوره کوي اؤ چاته به هم د لاریون په نوم د اړي ګړي جوړولو اجازه ورنه کړي.