شاته

جي۷ هیوادونو بلاروس څخه وغوښتل د روسیې د یرغل ملاتړ پریږدي

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هیوادونو یا جي۷ ډلې په جرمنې کې له درې ورځینو خبرو وروسته د شنبې په ورځ مې ۱۴ (غوایي ۲۴) له بلاروس څخه وغوښتل چې د اوکراین په وړاندې د روسیې د جګړې د (ملاتړ) څخه لاس واخلي.

د جې۷ د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه بیان کې ویلي:" موږ پر بلاروس غږ کوو چې د روسیې د یرغل له ملاتړ څخه لاس واخلئ او په خپلو نړیوالو تعهداتو عمل وکړئ."

د اوو سترو صنعتي هیوادونو ډلې همدارنګه د شنبې په ورځ وویل چې هغوی به هیڅ وخت هغه سرحدات په رسمیت ونه پيژني چې روسیه یې د اوکراین په وړاندې په جګړه کې د بدلیدو هڅه کوي.

روسیې د فبروري میاشتې په ۲۴ نیټه پر اوکراین نظامي برید وکړ خو اوکرایني ځواکونه په دې وتوانیدل چې د هغه هیواد پوځيان د پلازمینې کیف څخه وباسي.

د جي اوه د بهرنیو چارو وزیرانو په خپله اعلامیه کې وویل:"موږ به هیڅ وخت هغه سرحدات په رسمیت ونه پيژنو چې روسیه یې د نظامي یرغل په کولو د بدلیدو هڅه کوي، موږ به د کریمې او نورو ایالتونو په ګډون د اوکراین د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړو."

د نړۍ اوو صنعتي هیوادونو ژمنه وکړه چې د روسیې د هغو سکټورونو په ګډون چې یاد هیواد پرې متکی دی پر مسکو به بندیزونه زیات کړي او د روسیې د یرغل د مخنیوي لپاره له اوکراین سره د وسلو لیږد ته دوام ورکړي.

د جې اوه په اعلامیه کې زیاته شوې:"موږ یو ځل بیا په خپل تعهد ټینګار کوو چې په یووالي سره به د روسیې په وړاندې خپلو اقتصادي او سیاسي فشارونو ته دوام ورکړو."

که څه هم غربي هیوادونو له اوکراین سره د وسلو، الوتکو ضد توغندیو، ټانک ضد وسلو او نورو پیاوړو وسایلو مرسته کړې ده خو کیف له متحدینو څخه نور ملاتړ هم غواړي.