شاته

طالبان مخالفینو ته: د نورو د ګټو لپاره ځانونه مه وژنئ؛ مقاومت جبهه: طالب قومندانان مو وژلي

له پنجشېر ولایت څخه د تازه نښتو او د «ملکي وګړو د مرګ ژوبلې» په اړه د راپورنو سره هم مهاله د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د هوايي قووا قوماندان دغه ولایت ته تللی او د پنجشېر له خلکو څخه یې غوښتي چې د "نورو د ګټو په خاطر خپل ځانونه ونه وژني."

د دفاع وزارت لخوا نن شنبه مۍ ۱۴ (غوايي ۲۴) رسنیو ته د امان الدین منصور په غږیز په استول شوي پیغام کې د پنجشېر خلکو ته په خطاب کې ویل شوي: "تاسو د هغو کسانو د ګټو په خاطر کې چې په تاجکستان او فرانسه کې عیش و نوش کوي او هغوی هلته ستاسو د وینو په پیسو خپل ځان ته پیسې ګټي، خپل ځانونه مه وژنئ."

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې د طالبانو خلاف وسله وال فعالیت پیل کړی. اوس مهال د دغه جبهې د مشرتابه ګڼ غړي یې په بهر کې دي.

د طالبانو د هوايي قووا قوماندان زیاته کړې چې د دغه ولایت اوسېدونکي باید له طالبانو سره یو ځای شي او په دغه کار سره "خپل ځان، مال، عزت او ابرو" خوندي کړي. هغه همدارنګه وویل چې په دغه کار سره به هیڅ څوک پر پنجشېر حمله ونکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پنجشېر ولایت له دره ، ابشار، رخه او عنابه ولسوالیو څخه د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

د پنجشیر ولایت د دره او ابشار له ولسوالیو څخه د راپورونو او د دغو سیمو د یو شمېر اوسېدونکو د ادعاوو په اساس طالبانو په یادو سیمو کې «ولسي خلک وژلي» دي، خو په سیمه کې د طالبانو د حکومت مقامات دا ادعاوې ردوي او بې اساسه یې بولي.

بلخوا د مصالحې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله تیره ورځ وویل چې د راپورنو له مخې په وروستیو ورځو کې په پنجشېر، تخار، اندراب او خوست ولایتونو کې ملکي وګړي صحرايي محاکمه او وژل شوي دي.

ښاغلي عبدالله چې پدې وروستیو کې له افغانستان څخه وتلی په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته د لومړي ځل لپاره د طالبانو د حکومت له نوم یادولو پرته پرون جمعه مۍ ۱۳ (غوايي ۲۳) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې: "نظامیانو په پنجشېر، تخار، اندرابونو او خوست ولایتونو کې د سیمې د مظلومو ملکي وګړو په صحرايي محاکمې، وژلو او شکنجې لاس پورې کړی دی."

عبدالله عبدالله ویلي چې دا ډول اقدامات د دیني شعایرو، بشري قوانینو، وطني او نړیوال عرف په اساس محکوم او د غندنې وړ دي.

پر همدې مهال د مقاومت جبهې نن شنبه تازه په پنجشېر او پروان ولایتونو کې د دوو طالب قوماندانانو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسؤل علي میثم پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د ملا عبدالغفار په نوم یو طالب قوماندان د پنجشېر په رخه او د ملا ملنګ په نوم یو طالب قواماندان د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي هم تیره ورځ د یوې ویډيو په خپرېدو سره د پنجشېر ولایت په رخه ولسوالۍ کې د ۱۷ طالبانو د وژل کېدو او یو شمېر نورو د ټپي کېدو ادعا کړې ده.

طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.