شاته

 روسیې فنلنډ ته د بریښنا صادرات بند کړل

په فنلنډ کې د روسیې یو اړوند شرکت د شنبې په ورځ مې ۱۴ (غوایي ۲۴) وویل چې په سیمه ایزو وخت د جمعې ناوخته پر فنلنډ د روسیې صادراتي بریښنا بنده شوه.

دغه پریکړه وروسته له هغه وشوه چې د RAO Nordic په نامه روسي شرکت د پیسو د ورکړې د جنجال له امله د بریښنا د بندیدو ګواښ وکړ.

په فنلنډ کې ددغه روسي شرکت مسول ټیمو کاوکونین وویل:" اوسمهال "بریښنا"صفر ده او دا د پلان سره سم د شپې نیمایي پیل شوېده."

د بریښنا RAO Nordic شرکت د جمعې په ورځ وویل چې د بریښنا واردات به وځنډوي ځکه د تادیانو په برخه کې مشکلات شته.

پر فنلنډ د روسیې بریښنا په داسې حال کې بندیږي چې ټاکل شوېده هلسنکي په ناټو کې د غړیتوب لپاره خپله غوښتنه اعلان کړي.

د فرانسې خبري آژانس لیکلي دي چې فنلنډ د بریښنا د کموالي دغه برخه له سویډن څخه تامین کړې. فنلنډ د خپلې بریښنا لس سلنه له روسیې څخه واردوي.

RAO Nordic شرکت وایي د مې میاشتې له شپږمې نیټې څخه یې پیسې ندي ترلاسه کړي خو دغه شرکت دا ونه ویل چې آیا دا پر روسیې د اروپا له بندیزونو سره کوم ارتباط لري که نه.

د فبروري په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې برید ددې لامل شو چې په فنلنډ او سویډن کې د خلکو سیاسي او عمومي افکار بدل شی او د روسیې د یرغل د مخنیوي لپاره د ناټو غړیتوب ته لیوالتیا وښيي.

دواړو هیوادونو له ډیره وخته د غرب له نظامي اتحاد سره همکاري کړې ده او هیله مند دي چې ډیر ژر له ناټو سره یوځای شي.

د ناټو سرمنشي په تکرار سره ویلي دي چې فنلنډ او سویډن ته به په خلاصه غیږ ښه راغلاست ووایي.