شاته

پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې نوره غورځېدلې، يو ډالر د 193 روپو نه سېوا شوی

په پاکستان کې د ډالر په مقابله کې د روپۍ قدر نور هم غورځېدلی دی، او د روپۍ په مقابله کې د يو ډالر بيه 193 روپۍ او 10 پېسو ته رسېدلې ده.

په پاکستان د پېسو د بدلوونکو اتحاديې (فاريکس اېسوسي اېشن) د شمېرو ترمخه په ننۍ ورځ (13 مې ) يوه روپۍ او لس پېسې ډالر نور ګران شوی دی.

تير د کال 2021 د مارچ په مياشت کې د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيه 155 روپۍ وه. او روان کال 2022 د مارچ په مياشت کې ډالر 185 روپو ته رسېدلی وو.

او یواځې په يو کال کې ډالر 30 روپۍ ګران شوی دی.

او تېره ورځ په انټر بېنک مارکيټ کې د ډالر بيه 192 روپۍ ریکارډ کړی شوې وه،

په پاکستان کې د پېسو د بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي، د ډالر د ګرانېدو څو علتونه دي، تجارتي خساره په لسو میاشتو کې 40 اربه ډالرو ته رسېدلې ده او ويره څرګنديږي چې په راتلونکو دوه مياشتو کې 50 اربه ډالرو ته ورسي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، چې د بهر نه قرضې اخستل کيږي د ورکولو مخه يې نه وي، د ملک صادرات واردات/ درامدات/ برامدات برابر شوي يا یو شان شوي نه وي حالات به هم داسې روان وي.

هغه زياته کړه، په ملک کې سياسي حالات کړکېچن دي، حکومت او اپوزيشن د يو بل پرضد جلسې شورو کړي دي، څو پورې چې په ملکي کچه د حالاتو سمېدو دپاره سنجیده ګامونه نه وي اخستل شوي، اقتصادي مسلې به نورې سېوا کيږي، ډالر به ګرانيږي او ګراني به ورسره نوره جوړيږي، اغېزې به يې په عامو خلکو وي.

اقتصاد پوهان وايي، د پاکستان درامدات په ريکارډ کچه زيات شوي دي، چې له امله يې د پاکستان مجموعي غېر ملکي زر مبادله د سټېټ بېنک د وېنا ترمخه 16 اعشاريه يو ارب ډالره ته راټيټه شوې ده، چې له امله يې چې پاکستانۍ روپۍ د فشار سره مخ ده.

د اقتصاد پوهانو په وېنا د پاکستان د درامداتو 20 فيصده برخه په توانايۍ (تیلو او ګېسو) مشتمل ده چې له امله يې د وزارت د خزانه د وېنا ترمخه په تيرو لسو مياشتو کې د پاکستان تجارتي خساره 39 اربه ډالره ته رسېدلې ده، او د هغې اثر د ډالر په مقابله کې د روپۍ په قدر کمېدو کې ليدل کيږي.

(په دې خبر کې ځينې مالومات د ډيوه خبريال رياض حسېن شريک کړي دي).

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​