شاته

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو قافله اوکراين ته رسېدلې ده

ملګري ملتونه وايي د دوي او د پلويانو لخوا د اوکراين د ولس لپاره د بشري ضرورتونو د مرستو لومړۍ قافله د هيواد شمال مشرقي ښار سومي ته رسېدلې ده او هيله يې څرګنده کړې چې له دې وروسته به هم د جنګ ځپلي ولس لپاره د مرستو لړۍ روانه وي.

د دوي په وينا په دې قافله کې طبي سامان، اوبه، د خوراک تيار مواد شامل دي چې نېغ په نېغه به لږ تر لږه 35زره خلکو ته به یې د مرستو په توګه ورکوي، د دې ترڅنګ په دې قافله کې هغه سامان هم شامل دی چې د 50زره خلکو لپاره به د اوبو نظام بيا شورو کړي.

دا مرستې د ملګرو ملتونو د خوراک پروګرام يا ورلډ فوډ پروګرام، د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار)، د صحت ادارې ډبليو اېچ او، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د فنډ او نورو غېرسرکاري ادارو کړي دي.

د ملګرو ملتونو په وينا د دوی قافلې د وړاندې نه د روس او اوکراين د چارواکو سره خبرې کړې وې چې په حفاظت سره دا قافله خپل ځای ته ورسي.

د اوکراين چارواکو ويلي، د روس د جګړې د پېل څخه په ماريوپول ښار کې د 2500 نه زيات ملکي خلک وژل شوي دي. خو دغه شمېرې د ازادو سرچینو څخه نه دي تاييد شوي.

بل اړخ ته د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره يو اېن اېچ سي ار وايي په اوکراين کې روانې شخړې له امله په تېرو درېو اوونيو کې د درې ملينونه نه زيات خلک له هېواده وتلي دي چې پکې 90 فيصده ماشومان او زنانه شاملې دي.

د ادارې له خوا ويل شوي په لکونو خلک په هېواد کې دننه بې کوره شوي دي.

د دې ترڅنګ د روانې شخړې له امله نېغ په نېغه 13ملينونه خلک اغېزمن شوي دي او دا وخت بېلا بيلو ضرورتونو ته اړتيا لري.

د کډوالو اداره وايي د اوکراين په ماريوپول او سومي سيموکې حالات ډېر خراب دي چرته چې اوسېدونکي د خوراکي توکيو، اوبو او دوايانو د کموښت سره مخ دي، هم دا راز په اوډيسا کې څلورنيم لکه خلک مرستو ته اړتيا لري.

مشرقي اوکراين کې دوه لکه وګړي د اوبو اسانتياوې نه لري چې پکې ماشومان او زنانه هم شامل دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د مرستې ادارې د رپورټ له مخه د 24مې فرورۍ نه وروسته د روس لخوا په اوکراين بريدونو کې 2361 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، د مړو شمېر 902 دی چې پکې 75 ماشومان هم شامل دي. هم دا راز د ملګرو ملتونو د رپورټ ترمخه د روس لخوا په بريدونو کې 1459 کسان ژوبل شوي چې پکې 98ماشومان هم شامل دي.

که څه هم ملګرو ملتونو دا شمېره ښودلې خووايي چې حقيقي شمېره د دې نه هم زياته ده.

بل اړخ ته د روس د بهرنيو چارو وزير ويلي روسي پوځيان د اوکراين په خرسون ښار کې ولس له خوراکي توکي ورکوي خو د امريکا د خارجه وزارت په يو بيان کې ويلي چې د روس په اوکراين د بريد وروستو د نړۍ په بېلا بيلو هېوادونو کې د روس په ضد احتجاجونه روان دي.

پېنټاګون د ګل/ دوشنبې په ورځ تور لګولی د روس پوځ په اوکراين کې جنګي جرمونه کوي. د پېنټاګون وياند جان کربي ويلي، مونږ ښکاره ثبوتونه وينو چې د روس پوځ جنګي جرمونه کوي، او مونږ په دغې اړه په شواهدو راټولولو کې مرسته کوو.

کربي د روس په پوځ دا تور هم لګولی دی چې په عامو خلکو بريدونه کوي، او په ډېرو پېښو کې دوی په اراده داسې کړي دي.

د روس د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د امریکا د صدر لخوا دغه ډول بيان د دومره لوړ رتبه چارواکي لايق نه دی. هغه ويلي د امریکا او روس اړيکې خرابيږي.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.