شاته

باجوړ: په وسله وال بريد کې د دوه پاکستاني سرتيرو په ګډون پينځه تنه وژل شوي

د پاکستان پوځ ويلي، د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع باجوړ کې د وسله والو په بريد کې د دوه امنیتي سرتيرو په ګډون پينځه تنه وژل شوي او په ځوابي ډزو کې د څلور بريدګرو وسله والو د وژلو دعوه هم شوې ده.

ځايي خلک وايي د بدامنۍ نوې لړۍ اندېښمن کړي دي او د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان ويلي، د ترهګرۍ ضد جګړه کې ټول قوم د امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دی.

د پاکستان سرکاري ميډیا د پوځ له قوله ویلي، په باجوړ کې پرون د ګل په ورځ (21 مارچ) نښته کې د وسله والو په ډزوکې څلور بريد کوونکي وسله وال، دوه پاکستاني امنیتي عسکر او درې ځايي کسان هم وژل شوي دي.

ويل شوي دغه پېښه د باجوړ په چارمنګ په بلورو علاقه کې رامنځته شوې ده. د چارمنګ د بلورو علاقه د افغانستان د کونړ سره په پوله پرته ده.

پوځ ویلي د وسله والو د ولقې نه يې په غټه کچه وسله هم ترلاسه کړې ده. د يادې پېښې زمه واري د دې خبر خپرېدو پورې چا نه ده منلې.

د باجوړ يو ځایي مشر شېخ جهانزاد وايي، دوی دې تازه پېښو اندېښمن کړي دي او غواړي چې په سيمه کې تل پاتې امن راشي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، بايد چې حکومتي او رياستي ادارې د تل پاتې امن دپاره لارې چارې ولټوي.

د پاکستان سرکاري ميډيا د پوځ له قوله دا نه دي ويلي چې دا تازه بريد چا کړی او د کوم ځای نه شوی دی؟.

خو د روانې میاشتې په سر کې د پاکستان پوځ ويلي وو، د پولې د پورې غاړې افغانستان لوري نه په شمالي وزيرستان کې ترهګرو بريد کړی او دوه سرتيري پکې وژل شوي وو.

او له دغې وړاندې د فرورۍ په لومړو کې د پاکستان پوځ دعوه کړې وه چې په قبایلي ضلع کرمه کې د پولې پورې غاړې افغانستان لوري نه ترهګرو بريد کړی او پینځه پاکستاني سرتيري پکې وژل شوي وو.

خو د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب دغه دعوه رد کړې وه او ویلي يې وو، "دوی په قطر کې د دنيا وعده کړې ده چې د افغانستان خاوره به د چا خلاف نه استعماليږي او دوی دغه وعدې ته ژمن دي که چرته دنیا وال دغو وعدو ته ژمن پاتې شي، او زياته یې کړه ګاونډي او نورو هېوادونو ته اطمينان ورکوي چې د افغانستان خاوره به د چا خلاف نه استعماليږي هغه وويل دغه الزامونه ردوي او دا هیڅ حقيقت نه لري".

پاکستان او افغانستان له دې وړاندې هم په يو بل داسې تورونه لګولي، افغانستان او امريکا تور لګولی پاکستان هغه وسله والو ترهګرو ته ځای ورکړی چې په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

دغه ډول د پاکستان تورونه هم تل افغانستان رد کړي دي.

روانه مياشت لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان په خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې د 19 بريدونو زمه وارۍ منلي چې پکې زياتره حکومتي چارواکو نه دي تاييد کړي.

دغه ډول په فرورۍ کې ټي ټي پي د 22 بريدونو زمه وارۍ منلي چې پکې يې يواځې په شمالي وزيرستان کې د اته بريدونو زمه واري منلې وه.

د شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکی خبريال او څيړونکی ناصر داوړ وايي، په قبايلي ضلعو کې په ځانګړي ډول د ټي ټي پي بريدونه سېوا شوي او يوه نوې څپه مخې ته راغلې ده.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د ټي ټي پي د مشر مفتي نور ولي په مشرۍ د دغه ډلې نه جدا شوې ډلې بيا د ټي ټي پي سره رايو ځای شوي دي او ښايي د ضرب عملياتو وروسته ټي ټي پي ځان بيا پياوړی کړی دی.

د خېبرپښتونخوا ګورنر په باجوړ کې د بريد غندنه کړې، امنیتي سرتيري يې ستایلي چې د ترهګرو برید يې په شا تمبولی دی.

هغه ويلي قوم به د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د امنيتي ادارو سره ولاړ وي.