شاته

څيړونکي: په اسلام اباد کې د او ايي سي په غونډه کې د چين ګډون ډېرې معنې لري

په اسلام اباد کې د اسلامي هيوادونو د همکارۍ تنظيم (او ايي سي) د غړو ملکونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې چې د چين د بهرنيو چارو وزارت هم په ځانګړي ډول ګډون کوي، څيړونکي وايي په چين کې په خپله په ايغور مسلمانانو ظلمونه کیږي خو مسلمانه نړۍ پرې خاموشه ده.

په اسلام اباد کې د او ايي سي د بهرنیو چارو د وزیرانو 48مه غونډه چې د دې میاشتې په 21 او 22مه ترسره کيږى، پکې د افغانستان، کشمیر، فلسطین او د نورې اسلامي نړۍ په مسایلوبحث او غور کولی شي.

څيړونکي وايي په اسلام اباد کې او ايي سي په مسلمان هېوادونو کې په مسلو بحث کوي خو په دغه غونډه کې چې چين ګډون کوي او په چين کې په خپله وخت په وخت په ايغور مسلمانانو د زور زياتي خبرونه مخې ته راځي مسلمانه نړۍ پرې خاموشه پاتې ده.

په پېښور کې د اسلاميه کالج پوهنتون د سياسياتو استاز پروفېسر شانواز مشال وايي، څو ورځې وړاندې د پاکستان وزيراعظم عمران خان په خپله ويلي وو چې هغه په چين کې په ایغورو د ظلم زياتي په اړه ناخبره دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، داسې پلېټ فارمې د نړيوال سياست دپاره کاريږي او دا هسې خبره ده چې په دې کې به د ترهګرۍ او اسلامو فوبيا په اړه څه نتيجې مخې ته راشي.

نړیوال مطبوعات وخت په وخت داسې خبرونه خپروي، چې د چين حکومت په سينکيانګ صوبه کې د ايغور مسلمانانو پرضد غېر انساني فعاليتونه کوي، هغوی په غېر قانوني حراستي مرکزونو کې ساتي او هغوی ته مذهبي ازادي نه ده ترلاسه، خو د چین حکومت دغه تورونه ردوي، او وايي چې په کېمپونو کې ساتل شوو ايغور مسلمانانو ته هنري زده کړې کوي.

د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د نړیوالو اړيکو د زده کړو د څانګې استاز پروفېسر ډاکټر عبدالشکور وايي، د اسلامي هېوادونو د تنظميم او ايي سي غونډه ډېر اهيمت لري خو په دې کې بيا د چين ګډون نورې ډېر معنې لري.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، په غونډه کې د چین شرکت د پاکستان خواهش هم کېدی شي، يا په دې کې کورب هيواد (پاکستان) د ايجنډې په جوړولو کې مهم کردار لوبوي.

نوموړي زياته کړه که په غونډه کې د اسلاموفوبيا خبره کيږي نو بيا په چين هم دغه تورونه لګي چې چين هم په دغه عمل کې لاس لري، او بله دا چې چين غواړي چې اسلامي هېوادونه ترې لرې نه شي ځکه چې په نړیواله کچه کومه صف بندي کيږي په هغې کې بدلون راغلی دی.

هغه وويل يوه دا هم ده چې په مينځني ختيځ کې د اسلامي هېوادونو سره چین تجارتي اړیکې لري چې دغه د لاسه ورنکړي.

عبدالشکور وايي، د او ايي سي په غونډو مخکې هم داسې کومې ګټورې نتيجې مخې ته نه دي راغلي او د اسلامو فوبيا په حواله به اوس هم کومې کوټلې نتيجې ونه لري.

په اسلام اباد کې د او ايي سي د 57 اسلامي هيوادونو په غونډه کې د دغو ملکونو د بهرنيو چارو وزيران ګډون کوي، او ويل شوي چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د اسلامي نړۍ د ستونزو پشمول، د اتحاد، انصاف او پرمختيا په موضوعاتو بحث کيږي.