شاته

وزيرستان: د اې اېن پي امېدوار وژل شوی او دوه نور مړي ترلاسه شوي

په شمالي وزیرستان کې د عوامي نیشنل ګوند د حېدر کلي ویلج کونسل امېدوار او یوت اف وزیرستان ترجمان مصور داوړ نامالومه کسانو په هدفي برید کې ووژلو.

د میر علي پولیسو تاڼې دا پیښه تاید کړه او وې ویل په سمدستي توګه پولیس د دې پیښې ځایې ته رسېدلي دي.

د دوی په خبره دا پېښه تازه شوې خو د ابتدایي مالوماتو له مخې هغه د انتخابي دفتر د پرانستې وروسته کور په لور روان وو چې په موټر سایکل ناست کسان راغلي او په هغه یې ډزې کړي دي.

نوموړی په بلدیاتي انتخاباتو کې د عوامي نیشنل ګوند امېدوار وو او د پېښور یونیورسټۍ نه يې تازه په پښتو کې د ماسټرۍ زدکړې ترسره کړې وې، او هغه وخت د ګوند د زده کونکو اتحادیې پښتون سټوډنټس فېډرېشن فعال وو او په علاقه کې د ځوانانو غورځنګ یوت اف وزیرستان ترجمان هم وو.

نوموړی په داسې حال کې وژل شوی چې په صوبه کې د روانې میاشتې په 31 نیټه د بلدیاتي ټاکنو دویم پړاو ترسره کیږي.

بل لور ته په جنوبي وزيرستان کې په بيلا بيلو ځايونو کې د دوو تنو مړي موندل شوي دي چې ویل کيږي په ګولیو ویشتل شوي دي خو تر اوسه د دې پېښو علت نه دی څرګند شوی.

د جنوبي وزیرستان پولیسو مشر خانزیب مومند دفتر چارواکو تاید کړه او وایي یو مړي د واڼه بازار ګریډ سره نیږدې او بل د بیرمل تحصیل کلوشه سیمه نه ترلاسه شوې. چې په ګولیو سره ویشتل شوي دی.

د دوی په خبره وژل شوي کسانو پیژندګلو جاوید خان او کالا خان په نومونو شوې چې د جنوبي وزیرستان ځایې اوسيدونکي دي.

پولیس وایي په نامالوم ځایې کې تر وژل کېدو ورسته دغلته د دوی مړي غورځول شوي دي.

د پولیسو په خبره کورنیو یې ورته ویلي دوی چا سره شخصي دښمنې نه لري او د نا مالومه کسانو پرضد یې مقدمه درج کړې او پلټنې يې پېل کړي دي.

بل لور ته د جنوبي وزیرستان سره په ختيځ څیرمه ټانک ضلع کې تیره ورځ بیټني قام د نا امنۍ پرضد لویه قامي جرګه شوې او په علاقه کې د پولیسو پرځایې کولو سره د امنیت د ټینګښت غوښتنه يې کړې ده.

د بېټني قبیلې مشرانو جرګې ته وینا ګانو کې ویلي د دوی سیمه جنوبي وزیرستان سره په پوله پرته ده او د ټانک ضلعې تر نیمایي زیاته ابادي لري.

خو په دغه سیمه کې حکومتي واکمني ختم شوې او خلکو نه په زوره قلنګ اخستل کېدو سره د تښتونو او ګواښونو پیښې سیوا شوې دوی غوښتنه کړې چې د دوی په سیمه کې دې د حکومت واک په ځایې کولو لپاره دې پولیس وګمارل شي.

په ټانک ضلع کې بیټني قام جرګه تر هغه وروسته کړې چې تیره اوونۍ عمر اډې سره نیزدې وړوکي کلي کې نامالومه کسانو د مشاعرې په غونډه ډزې کړې وې چې پکې یو تن وژل شوې او یو بل ټپي شوې وو دبیټني قام یو مشر صابر خان وایي دوی د نا امني سره مخ دي په علاقه کې د قلنګ اخستو سره هر ورځ د شوکو او مرګ ژوبلو پیښې کیږي

هغه وویل تر ټوله لویه ستونزه د نشي توکو ده چې په ښکاره یې کاروبار کیږي او نوې نسل یې مکمل ژوبلیږي.

هغه وویل دوی دا جرګه د دې لپاره کړې چې دوی د ټانک ضلع برخه دي او دغلته دې د امنیت ټیګښت لپاره د پولیسو نظام په ځای شي.

هغه وویل په ټوله سیمه کې د پولیس یوه چوکۍ هم شتون نه لري او خلکو د خپل تحفظ لپاره په خپله کمیټۍ جوړې کړي دي.

د ټانک ضلعې پوليس مشر (ډي پي او ) وقار احمد تاييدوي چې د غه علاقه (بیټني سرکل) د ناامنۍ سره مخ دی او پکې د نشه يي توکيو کاروبار کيږي خو وايي، دغه علاقه زياتره ځنګلي علاقه ده او دغلته اکثر مفروران پټ وي، او دغلته مستقله چوکۍ يا تاڼه نشته او په خپله هڅه کوي چې دغلته دغه سیمې د هر قسمه ناامني نه پاکه کړي.

تیر کال هم ځايي ځوانانو د نشه يي توکيو د مخنيوي دپاره احتجاجي لاريون کړي او غوښتنه يې کړې وه چې په علاقه کې دې د نشه يي توکيو د کاروبار مخنيوي وکړی شي. او د حکومتي عملدارۍ په ځای کېدو غوښتنه یې کړې وه خو هغه پولیسو ویلی وو دوی ته په علاقه کې د عملياتو په وخت غټه ستونزه دا رامخې ته ده چی دوی کله هم د نشه توکیو د کاروباريانو پرضد عمليات کوي علاقې ته ځي نو بيا د علاقې خلک د دوی سره په جګړه کيږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.