شاته

بایډن: روس ښايي سایبري بریدونه وکړي او کیمیاوې وسلې وکاروي

واشنګټن – د امریکا ولسمشر جو بایډن خبرداری ورکړ چې روس ښايي د امریکا د ګټو پرضد سایبري بریدونه وکړي او یا په اوکراین کې بیالوژیکي او کیمیاوي وسلې وکاروي.

دا په داسې حال کې چې په اوکراین باندې د روس د یرغل نېږدې یوه میاشت پوره کېږي.

بایډن د امریکا د سوداګرو مشرانو یوې غونډې ته د ګل یا دوشنبې ناوخته وویل، چې د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین د دومره یوالي وړاندوینه نه وه کړې چې د روس د کړنو پر خلاف به څرګندېږي او د دوی مخه به نیول کېږي.

بایډن وایي، "اوس هغه د نویو غلطو بیرغونو په اړه چې هغه یې دروي خبرې کوي او داسې وايي، چې مونږ امریکایان په اروپا کې بیالوژیکي او کیمیاوي وسلې لرو. دا ريښتیا نه ده."

بایډن زیاته کړه،‌ چې "هغوی داسې ښکاره کوي چې اکراین په هېواد کې بیالوژیکي او کیمیاوي وسلې لري. نو داسې ښکاري چې هغه له دغو دواړو لارو کار اخلي."

بایډن د ګل یا دوشنبې په ورځ همدارنګه وویل، چې داسې استخباراتي معلومات شته چې د روس حکومت د امریکا پرضد په ممکنه سایبري بریدونو باندې غور کوي او له خصوصي سکتور څخه یې وغوښتل چې په بیړه دې سایبري دفاع کلکه کړي.

بایډن وویل، روس دغه ډول بریدونه د امریکا لخوا په روس باندې د بندیزونو لګولو په غبرګون کې ښايي‌ وکړي.

هغه وویل، دا د روس د لوبو د کتاب یوه برخه ده.

بل پلو د امریکا،‌ فرانسې، جرمني، ایټالیا او برتانیې مشرانو د ګل یا دوشنبې په ورځ په ټیلیفون باندې په اوکراین کې د روس د ظالمانه تکتیکونو په اړه بحث وکړ او له اوکراین سره یې د خپل ملاتړ په دوام خبرې وکړې.

د سپینې ماڼۍ د خبر له مخې، دغو مشرانو وویل چې له اوکراین سره به امنیتي او بشري مرستې کوي او په اوکراین کې د اوربند په اړه یې د وروستیو ډپلوماټیکو هڅو ارزونه وکړه.

دغه راز ټاکل شوې ده چې بایډن به ددې اونۍ په وروستیو کې د ناټو په سرمشریزه، د جي سیون غونډه او په برسلز کې د اروپايي کاونسل په سرمشریزه کې ګډون وکړي چې په ټولو غونډو کې به د اوکراین حالات د بحث موضوع وي.

وروسته به بایډن بیا پولېنډ ته ولاړ شي.

بل پلو د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلېنسکي د ګل یا دوشنبې په ورځ محلي ټي وي ته ویلي، دی تیار دی چې له پوتین سره په یو شمېر مسلو باندې خبرې وکړي چې په هغو کې هغه ژمنه هم ده چې له ناټو سره به نه یوځای کېږي تر څو په دغه هېواد کې اوربند راشي.

زیلینسکي وویل، دا به جوړ جاړی وي د ټولو لپاره، د لویدیځ لپاره چې نه پوهېږي چې له مونږ سره د ناټو په اړه څه وکړي، د اوکراین لپاره چې امنیتي ضمانتونه غواړي او د روس لپاره چې نور د ناټو پراخوالی نه غواړي."

هغه دا هم وویل، چې له روس سره د جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید د اوکراین خلک له روس سره د جوړجاړي په هر یوه ټکي ټولپوښتنه وکړي.

پنټګان د ګل یا دوشنبې په ورځ روسي ځواکونه په دې تورن کړل چې په اوکراین کې جنګي جرمونه ترسره کوي.

د پنټګان ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل، "مونږ په ريښتیا هم داسې ښکاره شواهد وینو چې روسي ځواکونه جنګي جرمونه ترسره کوي او مونږ ددې ثبتونو په راټولولو کې مرسته کوو."

کربي همدارنګه روسي ځواکونه په دې تورن کړل چې د ملکیانو پرضد بې له کوم توپیره بریدونه کوي او په اکثرو حالاتو کې یې قصدي هم وو.

په ماسکو کې بیا د روس د بهرنیو چارو وزارت د ګل یا دوشنبې په ورځ د امریکا سفیر جان سلویان د امریکا د ولسمشر جو بایډن د هغو څرګندونو له امله احضار کړی چې تېره اونۍ یې د روس ولسمشر ویلادمیر پوتین یو جنګي مجرم وباله.

د امریکا یو لوړ پوړي دفاعي چارواکي ویلي، روسي ځواکونه لا تر اوسه هم د پلازمېنې کیېف څخه ۱۵ کیلومټره شمال لویدیځ کې پراته دي.

بلخوا د ملګروملتونو د کډوالو چارو ادارې ویلي، چې په اوکراین باندې د روس د یرغل د پیل راهیسې تر اوسه پورې تر ۳.۵ میلیونو زیات اوکراینیان کډوال شوي‌ دي.

له دغې ډلې څخه تر ۲.۱ میلیونه کډوال پولېنډ ته تللي او ۵۴۳۰۰۰ یې رومانیا، ۳۶۸۰۰۰ مالدوا او ۳۱۸۰۰۰ هنګري ته تللي.