شاته

قریشي د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته: باثباته افغانستان زموږ ټولو په ګټه دی

د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان ۴۸مه غونډه نن سه شنبه مارچ ۲۲ (وري دوهمه) د پاکستان په کوربتوب په اسلام اباد کې پيل شوه.

یاده غونډه چې د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترڅنګ د چین د بهرنیو چارو وزیر هم ګډون کړی دی چې دوې ورځې به دوام وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نننۍ غونډې ته وینا کې د نورو مسایئلو ترڅنګ په افغانستان کې ثبات او ټینګښت ته هم اشاره وکړه.

ښاغلي قریشي وویل چې هیڅ چاته باید اجازه ورنکړل شي چې افغانستان بې ثباته کړي: "موږ باید د هغو ورانکارو په وړاندې ودریږو چې غواړي د افغانستان بې ثباته کولو ته دوام ورکړي او د دغه هیواد خاورې څخه د تروریزم د ترویج لپاره استفاده وکړي."

نوموړي یو ځل بیا ویلي چې یو باثباته او سوکاله افغانستان د ټولو په ګټه دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وویل چې له داعش ډلې سره د مبارزې لپاره باید افغان چارواکي و هڅول شي او په خبره یې په افغانستان کې له پاکستاني طالبانو، القاعده او نورو ډلو سره د مبارزې لپاره زیاتو هڅو ته اړتیا ده.

د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان د معلوماتو په اساس د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرهان هم په نننۍ غونډه کې له افغانانو سره د بشري مرستو په اړه د لا زیاتو هڅو غوښتنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې: "له افغان ورڼو سره د بشري مرستو په اړه د لا زیاتو هڅو غوښتونکی یم او له افغانانو څخه غواړم چې په دې اړه ډاډ ورکړی چې دافغانستان له خاورې څخه د ترورستي ډلو د پټنځای په توګه استفاده نه کیږي."

د ایران د بهرنیو چارو ویر سعید خطیب زاده هم د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې د وینا پرمهال د روانو ستونزو د هواري په هدف د اسلامي نړۍ هیوادونو پر یووالي ټینګار کړی دی.

ښاغلي خطیب زاده زیاته کړې: "له یمن څخه نیولې بیا تر افغانستانه پوري، د بحرانونو د حل کیلي د اسلامي نړۍ هیوادونو یووالی دی."

د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان ۴۸مه غونډه کې له افغانستان څخه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي ګډون نه دی کړی. ویل کیږي چې په دغه غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي څانګې مشر اکبر عظیمي ګډون کړی دی.

د تیرې ډسمبر میاشتې پر ۱۹مه هم په پاکستان کې د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان غونډه تر سره شوه. په یاده غونډه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي ګډون وکړی و.

اسلامي هیوادونو په هغه ناسته کې ژمنه کړې وه چې له افغانستان سره به د بشري مرستو جلبولو په برخه کې د یو میکانیزم رامنځته کولو هڅې وکړي او له ملګرو ملتونو سازمان به په ګډه د افغانستان د کنګل شوو پیسو ازادولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دغو هیوادونو همدارنګه ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې بشري بحران ته د رسېدو په برخه کې به د «مالي او بانکي چینلونو په پرانیستلو سره دغه هیواد ته دپیسو او مالي مرستو بهیر پيل کړي.