شاته

پېناګون:روس په اوکراين کې جنګي جرمونه کوي

پېنټاګون د ګل/ دوشنبې په ورځ تور لګولی د روس پوځ په اوکراين کې جنګي جرمونه کوي. د پېنټاګون وياند جان کربي ويلي، مونږ ښکاره ثبوتونه وينو چې د روس پوځ جنګي جرمونه کوي، او مونږ په دغې اړه په شواهدو راټولولو کې مرسته کوو.

کربي د روس په پوځ دا تور هم لګولی دی چې په عامو خلکو بريدونه کوي، او په ډېرو پېښو کې دوی په ارادې سره داسې کړي دي.

هغه زياته کړې امریکا د روس په جرمونو کې د ککړتيا د پلټنو انتظار کوي.

روس ويلي، د امریکا دغه بيان د قبلولو وړ نه دی.

د روس د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د امریکا د صدر لخوا دغه ډول بيان د دومره لوړ رتبه چارواکي لايق نه دی. هغه ويلي د امریکا او روس اړيکې خرابيږي.

امریکا ويلي د اوکراين د جګړې په لړ کې روس د امریکا ضد سايبر بريدونو په لارو غور کوي.

امریکا په شخصي برخو غږ کړی چې د سايبر دفاع سخته کړي.

هغه ويلي، روس د امریکا لخوا د بندېزونو په ترڅ کې بريدونه کولی شي.

بل لور ته د امریکا، فرانس، جرمني، اټلي او برتانيې مشرانو په اوکراين کې د روس د وحشي بريدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې د اوکراين د خلکو د مرستې او په ملاتړ ټينګار کوي او د حالاتو جاج يې اخستی دی.

صدر جوبايډن به د روانۍ اوونۍ په اخر کې په برسلز کې د جي سېون هېوادونو په غونډه کې ګډون کوي او په دغه غونډه کې به د اوکراين په حالاتو بحث کيږي.

بل لور ته د اوکراين صدر ولاديمیر زيلنسکي ویلي، چې د روس سره د جګړې بندولو خبره به د اولس په خوښه کيږي. او دغه کار به په رېفرنډم کيږي. دغه خبره رايټرز کړې ده.