شاته

اشرف غني: په افغانستان کې "جګړه ودرېدلې ده سوله نه ده راغلې"

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني ویلي، په افغانستان کې "يوه باعزته سوله د ټول ولس سوله ده، ټول ولسونه د افغانستان بايد پکې برخه واخلي، تل پايه سوله نن زمونږ ضرورت دی، جګړه ودرېدلې، سوله نه ده راغلې، او د جګړې اور بلول اسان کار دی او که جګړه بيا شورو شوه، په هغه اوور باندې اوبه اچول سخت کار دی".

نوموړي دغه خبرې پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ (21 مارچ) د نوي کال په مناسبت يو غږيز پېغام کې کړي دي. اشرف غني دا وخت په متحده عرب اماراتو کې دی.

هغه وویل، "د يو ملي بحث ايجنډا غواړو، او د دې دپاره بايد مونږ د تاریخ نه غبرت واخلو، ازاد پېدا شوي وو او يو بل ته احترام ولرو او د تاریخ په سختو شېبو کې يو والي ته راشو."

نوموړي زياته کړه بايد په اووه عنوانونو باندې بحث وکړو، چې خويندې نن په سخت وضعيت کې دي، لومړۍ پکار ده چې په وضعيت خبره وشي، دوېم مونږ بايد راتلونکی خپل امکان خپل ژوند په خپله برابر کړو".

د نوموړي په خبره د وضعيت سره بايد وګورو، چې په څه رقم خوږ شوي وو، لومړيتوبونه څه دي، او په طريقه هغې مرستې چې راځي په شفافه او موثره ډول مديريت شي. هغه وویل، مونږ ظرفيت لرو چې ځان ټول کړو.

اشرف غني په خپلو خبرو کې د طالبانو نوم نه دی اخستی خو ويلي یې دي، "ضروره ده او خاصه ده چې په ولسونو کې سوله راشي ټول يو بل ومنو، نه دا چې څوک محدوده اشخاصو ته د افغانستان واک په لاس کې ورکړو".

اشرف غني زياته کړه،" ملي مشروعيت/ قانوني حيثيت اساس دی، او ملي مشروعيت د زړونو د يو کولو او د فکرونو د يو والي د اتفاق او اتحاد نه راځي، ولس بايد خپل راتلونکی نظام د يو واضح بحث او اجماع د لارې نه راځي. بايد چې په افغانستان کې داسې نظام راشي چې تل پاتې وي".

نوموړي وويل، "بې د ملي مشروعيت/ قانوني حيثيت نه، منطقوي او بېن المللي مشروعيت ترلاسه کول ګران کار دی، د ملي مشروعت سره مونږ کولی شو چې منطقوي او بېن المللي مشروعيت ترلاسه کړو".

طالبانو چې په 15 اګست افغانستان په خپل واک کې اخستی، او اشرف غني هم په 15 اګست د کابل نه وتلی وو، د طالبانو د واکمنۍ د اووه میاشتو تېرېدو باوجود د طالبانو حکومت تراوسه پورې يو هيواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.

ښاغلي غني وویل،" نړۍ بدله شوې، ګاونډيو او منطقي سره همغږي او مشترک لويې اقتصادي پروژې عملي کول د راتلونکې لاره ده، د سياسي نظر نه دا ضروره ده لازمي ده چې د افغانستان تل پاتې بې طرفي ترلاسه کړو".

پخواني افغان ولسمشر وويل، "مونږ په يو دوه لارې کې يو، یا به د پخوا 40 کلونو غلطط تګلارې تکراروو او که په هغه لاره روان شو، د يوې خوا نه به د 21 پېړۍ د بشري مرستو مستعمره ګرځو او بل به خدانخواسته د نورو د پرديو د جنګ مېدان يا د لوټ کولو شاهدان اووسو".

هغه زياته کړه، "حتما تاسو به نور نظريات لرۍ زه همېشه په دې وياړ کوم چې ستاسو خدمتګار يم، شپه او ورځ په دې فکر کوم چې څنګه خوځښت راوړو او مثبت ګامونه واخلو".

د اشرف غني د تازه بيان په اړه په سمدستي ډول په افغانستان کې د واکمنو طالبانو لخوا کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.