شاته

د اوکراین په ماریوپل کې د یو محاصره شوي خبریال د سترګو لیدلی حال

د اسوشیتډپرس ویدیو ژورنالست مستیسلاو چېرنوف له خپلو دوو نورو همکارانو سره یو ځای څه باندې دوې اونۍ د اوکراین د ماریوپل په ښار کې و او د روسیې ځواکونو محاصره کړي هم وو.

دوی یوازیني خبریالان وو چې په اوکراین د روسیې له یرغل وروسته هم ډېر وخت په دغه ښار کې ایسار پاتې وو.

ده اسوشیتد پرس ته په یو اوږد او تفصیلي راپور کې د خپلو سترګو لیدلی حال بیان کړی دی چې څنګه په ماریوپل کې د روسې په یرغل کې انسانان وژل کېدل، ودانۍ نړېدې خلکو خپل کورونه پرېښودل، خو نړۍ له دغو ډېرو پېښو نا خبره وه.

دا راپور د همدغه خبریال روایت دی.

د روسیې ځواکونو د ماریوپل په ښار باندې اوبه او برېښنا پرې کړې وې، مخابراتي شبکې یې بندې کړې وې، د تلویزون او راډیو خپرونې هم نه وې. یوازینۍ خپرونه چې په ماریوپل کې اورېدل کېدای شوه، د روسیې تبلیغات وو چې ټوله ورځ روان وو، «ماریوپل تسلیم شوی دی، وسله مو په ځمکه کې کېږدئ»، دا تبلیغات دومره قوي وو چې خلکو به هر څه په خپلو سترګو لیدل مګر بیا به یې هم شک کاوه.

موږ په ماریوپل کې په یو روغتون کې دننه، چې په توپو او ډزو یې دیوالونه سوري سوري او ډېر زیانمن شوی و، په راپور جوړولو بوخت وو،‌ یوه ډله سرتېري راغلل او چېغې کړې: «خبریالان چېرې دي؟». ما له لهجې وپېژندل چې د اوکراین سرتېري‌ دي،‌ هغوی وار له واره راته وویل چې باید له روغتون څخه ووځو، «دا د یوې بدې پېښې» پيلامه وه، سرتېرو ته ویل شوي وو چې موږ له دې ځای څخه وباسي.

ډاکټرانو راته پناه راکړې وه،‌ خو موږ له روغتون څخه ووتو. یوه مېندواره مېرمن هم په روغتون کې بستر وه،‌ نور خلک په دهلیزونو کې پراته وو ځکه چې دوی بل ځای نه لره ، «ماته ډېره سخته وه،‌ چې دوی مې پرېښودل او تلم».

له روغتون څخه تر وتلو وروسته مې په شاوخوا کې توغندي ولګېدل او د ډزو باران و، «ما ځان وغورځوه او لاس مې لږ یخ شو خو بالاخره د پوځ یو موټر کې انتقال شو او یوې زیرزمینۍ ته یې ښکته کړو.

هلته یو پولیس چارواکي راته وویل: «که روسانو نیولي وای، د کیمرې مخې ته به یې درولي وای او مجبور کړي به یې وای چې ووایاست، هر څه مو چې ثبت کړي،‌ درواغ دي. په ماریوپل کې به ستاسو ټول کارونه او خواري په سیند لا هو کېدل.» زه دلته پوه شوم چې ولې د اوکراین سرتېرو خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړ‌ چې موږ وباسي. دا د مارچ ۱۵ نېټه وه او موږ ډاډه نه وو چې له دغه ځای څخه به ژوندي وځو.

زما ټاټوبی

زه د اوکراین د خرکیف په ښار کې لوی شوی یم. دا ښار د روسیې له سرحد سره ۲۰ میتره فاصله لري. ما په عراق، افغانستان او تېرکال د ناګورنا-قره باغ په جکړې کې خبریالي کړې او نړۍ ته مې معلومات رسولي، خو کله چې څه موده مخکې امریکا او اروپا له کیف څخه خپل سفارتونه انتقال کړل او ما د خپل ټاټوبي شاوخوا کې د روسي ځواکونو حضور ولیده، ځان سره مې وویل: «زما بې وزله هېواده.»

د جګړې په لومړیو کې روسیې د خرکیف د «ازادۍ څلور لارې» په توغندیو وېشتله، زما د هلکتوب د ګرځېدو ځای. زه پوهېدم چې ماریوپل به د ستراتېژیک موقعیت له پلوه د روسیې یو مهم هدف وي. د جګړې تر پیل یوه ورځ مخکې د فبرورۍ په ۲۳ له خپل یو همکار سره دغه ښار ته ولاړم. په لاره کې مو له ځینو هټیوالو او خلکو سره خبرې وکړې او هغوی ته مو چې وویل،‌ جګړه را روانه ده، حیران-حیران یې راکتل او دا خبره یې زړه ته نه لویدله. موږ د شپې په ۳:۳۰ ماریوپل ته ورسېدو.

د نړۍ له سترګو پناه ماریوپل

په لومړیو ورځو کې د ماریوپل د ټول نفوس یوه برخه ۴۳۰۰۰ خلک له ښاره ووتل. ډېرو کمو خلکو فکر کاوه چې جګړه به کېږي، خو کله چې پوه شول، ناوخته و. موږ یوازیني‌ خبریالان وو چې د برېښنا، اوبه،‌ مخابراتو، رادیو او تلویزون د نشراتو له قطع کېدو او پرې کېدو وروسته هم هلته پاتې وو. نور وتلي‌ وو.

ښار له هر څه سره قطع شوی و، د دې کار دوه هدفونه دي: لومړی هدف کډوډي او وارخطايی وه چې خلک نپوهېږي څه به پېښ شي. په لومړي سر کې زه نپوهېدم چې ولې دا ښار دومره ژر ړنګېږي، خو اوس پوهېږم چې دا کار د ارتباطاتو د کموالي له کبله و.

او دویم هدف «معافیت» دی. چې له ښار څخه معلومات نه ترلاسه کېږي، د ړنګو شویو ودانیو تصویرونه نه وي او د وژل کېدونکو او مړه کېدونکو ماشومانو تصویرونه نه وي، د روسیې ځواکونه چې وغواړي کولای شي.

له همدې کبله موږ خپل ژوند په خطر کې واچوه او هلته ولاړو چې نړۍ ته د خپلو سترګو لیدلی حال بیان کړو او همدغه کار روسیه په غوسه کړې وه چې زموږ خپرونې یې بندې کړې. ما هېڅکله هم دا فکر نه کاوه چې د سکوت او خاموشۍ ماتول به دومره مهم وي.

د فبرورۍ په ۲۷ نېټه موږ په خپلو سترګو ولیده چې یوه ژوبله نجلۍ د ډاکټر تر درملنې لاندې مړه شوه. یو ماشوم هم زموږ د سترګو وړاندې مړ شو، بل هم مړ شو. د خلکو تیلفونونو کار نه کاوه او د روغتون امبولانسونو چلوونکي نپوهېدل چې توغندي چېرته لګېږي او چاودنې چېرې کېږي، له همدې کبله امبولانسونو روغتون ته د زخمیانو انتقالول ودرول. ډاکټرانو موږ سره مرسته وکړه چې روغتون ته د انتقال شویو مړو او زخیمانو فلمونه واخلو، خپل جنراتورونه یې ولګول چې زموږ کیمرې روښانه او رڼا شي. ټولو به ویل چې نپوهېږي د دوی په ښار کې څه پېښېدونکي دي.

توغندي به په روغتون او کورونو لګېدل، زموږ د موټر ښېښه یې هم ماته کړه او ټایر یې سوری او پنچر کړ. کله ناکله به موږ د توغندیو په باران کې اخوا دیخوا منډې وهلې چې د سوځېدلیو کورونو عکاسي وکړو.

په ښار کې د یو لوټ شوې مغازې تر څنګ یو ځای و چې هلته به قوي انتن او سیګنل و. موږ به په منډه ورغلو، د زینو لاندې به مو ځانونه غلي کړل، ژر ژر به مو تصویرونه او ویدیوګانې اپلوډ کړې چې دنیا خبره شي. تر زینو لاندې ځای هم ډېر خوندي نه وي، خو په وچ میدان کې تر درېدو هغه ځای لږ امن اېسېده.

د سرحدي ښار مغازه لوټل شوې وه، خلکو په کراچیو کې له مغازې څخه برېښنايي وسایل، خواړه او کالي بار کړي‌ وو. موږ هلته و چې یو توغندی په چت کې ولګېده او زه یې اخوا ته وغورځولم. زه په همدې حال کې هم په ځان په غوصه وم چې ولې مې کیمره روښانه نه وه چې دا حالت یې عکاسي کړې وای. بل توغندی موږ ته نژدې په یوې ودانۍ ولګېده.

موږ بېرته ژر روغتونه ته ولاړو او په شاوخوا ۲۰ دقېقو کې زخمیان روغتون ته انتقال کړل شول، یو شمېر یې په هماغو کراچیو کې انتقالېدل چې خوراکي مواد او نور وسائیل یې په کې بار کړي وو.

له نړۍ سره زموږ یوازینۍ لاره یو سټلایټ تیلیفون و چې څو ورځې مو ترې کار واخیست او یوازینی ځای چې سټلایټ په کې ښه کار کولای شو، هماغه په توغندي لګېدلی ځای و چې سر یې خلاص و، زه به ولاړم چې له نړۍ سره وصل شم. هر چا به له موږ همدا پوښتنه کوله چې دا جګړه به کله ختمېږي؟ ما سره د دې پوښتنې ځواب نه و.

هره ورځ به همدا اوازه وه چې د اوکراین پوځ راځي او دا محاصره ماتوي، خو دا کار به نه کېده.

په دغو څو ورځو کې ما په روغتون کې مړي ولیدل، په لارو او سړکونو کې مې پراته جسدونه مشاهده کړل او لسګونه مړي مې په ډله ایزو قبرونو کې ولیدل.

د مارچ په نهمه نېټه دوو هوايي‌ بریدونو کې زموږ د موټر په ښېښې کې لګول شوې پلاستیک لېرې شو او ما د اور شغله په خپلو سترګو ولیدله او درد مې په غوږ، پوټکي او مخ حس کړ. موږ په خپلو سترګو ولیده چې زېږنتون په نښه شو او لوګي ترې پورته شول. موږ چې ورسېدو، د اضطراري حالاتو کارکوونکو په وینو ککړې مېندوارې مېرمنې له کنډوالو څخه را اېستلې. زموږ په بطریو کې چارچ خلاص و، تیلیفون کې سګنال نه و او نپوهېدو چې دا مواد څنګه واستو. یو پولیس چارواکی زموږ په حال پوه شو او وویل: «دا به د جګړې بڼه بدله کړي،» او موږ ته یې برېښنا او د انټرنټ امکانات برابر کړل او موږ د ډېرو مړو او وژل شویو ماشومانو عکاسي وکړه.

موږ په ډېر مشکل سره دا ویدیوګانې واستولې، ګرځبندیز پیل شوی و، توغندي لګېدل او هغه پولیس افسر چې زموږ د اېستلو مسئولیت یې لره، لا هم موږ ته ولاړ و. زموږ د انټرنټ مشکل هماغسې و، موږ یوې زېرزمینې ته ولاړو او هلته مو په یو کوچني‌ حوض کې ډېر مړه ماهیان هم ولیدل. له نړۍ سره زموږ ارتباط قطع و او په همدې حال کې روسیې د ناسمو معلوماتو خپرولو کمپاین هم روان کړی او زموږ ټول کار یې درواغ او جعلي ګڼلی و.

په لندن کې د روسیې سفارت په خپل ټویټر کې د اسوشیتډپرس تصویرونه جعلي بللي وو او هغه په وینو ککړه مېندواره ښځه یې د فلم لوبغاړې بللې وه چې ګنې دا د فلم کومه صحنه ده. د روسیې سفیر د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې هم د دغو تصویرونو کاپیانې په لاس کې پورته کړې وې او ویلي وو چې دا درواغ دي.

اخوا، په ماریوپل کې بیا خلکو له موږ غوښتل چې د جګړې له حاله یې خبر کړو. ډېر خلک به ماته راتلل او له ما به یې غوښتل چې تصویر او ویدیو یې واخلم، خپاره یې کړم چې خپلوان یې خبر شي هغوی ژوندي دي.

د مارچ په ۱۱ زموږ ایډیټر غوښتنه وکړه چې هغه مېرمنې پیدا کړو چې په زېږنتون له برید څخه روغې وتلې دي، زه پوهېدم چې دا تصویرونه ډېر قوي دي او د روسیې غبرګون به پاروي. موږ ولاړو او دا مېنداورې ښځې مو د جګړې په لومړۍ کرښې کې پیدا کړې. د ځینو یې ماشومان زېږېدلي وو. هلته خبر شو چې یوه مېندواره ښځه او ماشوم یې دواړه مړه شوي دي. موږ فلم ثبت کړ او اووم پوړ ته وختلو چې انټرنټ سره وصل شو او دا مواد واستوه. له اوم پوړ څخه مې چې لاندې وکتل، د روسي ټانګونو کتارونه مې ولیدل او په هر ټانک «زي» لیکل شوې وه چې د روسیې د جګړې سمبول و. پوه شوم: لسګونه ډاکټران، سلګونه ناروغان او موږ ټول محاصره یو.

هغه اوکرایني ساتونکي چې د روغتون د ساتلو لپاره ګمارل شوي وو، تري‌ تم شول. زموږ ګاډي ته ورغلې لاره، زموږ خواړه، اوبه او نور وسائیل د روسیې نښه وېشتونکو تر کلک څار او نظر لاندې وو. موږ څو ساعتونه هلته د چاودنو او توغندیو غږونه اورېدل او بیا سرتېري راغلل او په اوکراینۍ ژبه یې په موږ باندې غږ وکړ. دا غږ د نجات غږ نه برېښېده، بلکې دا داسې برېښېده لکه له یو خطر څخه چې بل خطر ته ننوځي. دا هغه وخت وچې په ماریوپل کې هېڅ ځای هم خوندي نه و او هره لحظه ستاسو د مرګ امکان موجود و. زه د سرتېرو ډېر منندوی وم، خو په عین حال کې ګنګس او خجالت وم چې له دوی څخه ځم. موږ د یوې کورنۍ سره، چې درې کسان وو، په یو موټر کې سپاره شوو، د ترافیکو ډېره ګڼه ګوڼه وه خو بالاخره موږ له ښار څخه ووتلو. په دې ورځ شاوخوا ۳۰۰۰۰ کسان له ماریوپل څخه ووتل. موټرونه ډېر وو او روسي عسکرو نشو کولای چې هر موټر ښه دقیق وپلټي. د ډېرو موټرونو په کړکیو کې پلاستیکونه ځړول شوي وو، ښېښې یې ماتې وې.

خلک وارخطا وو او په یو بل باندې به یې چېغې وهلې او له یو بل سره به یې شخړه کوله. هره دقېقه یوه الوتکه لیدل کېده او یو هوايي برید کېده. ځمکه به وخوځېدله. موږ په لاره کې په وسلو سمبال او مجهز خلک لیدل او د ماریوپل د پاېښت په اړه زما هیلې مړاوې شوې وې. ځکه، د اوکراین سرتېري د دغه حالت د کنترو لپاره باید له دې ټولو تېر شي چې امکان یې نه لره.

سهار د لمر خاته سره سم موږ هغه پل ته ورسېدو چې اوکرایني سرتېرو د روسیې سرتېرو د وړاندې تګ د مخنیوي لپاره نړولی و. د سره صلیب شاوخوا ۲۰ موټرونه هلته ولاړو او موږ هم ورسره یو ځای شو. په امنیتي پوستې کې سرتېري په سختې قفقازۍ لهجۍ په اوکراینۍ ژبه خبرې کولې. سرتېرو موږ ته لارښوونه وکړه چې د موټرونو څراغونه مړه کړو چې د سړک په غاړه کې ولاړ پوځي وسائیل ښکاره نشي.‌ کله چې موږ شپاړلسمې امنیتي پوستې ته ورسېدو، هلته مو اوکرایني غږ واورېده او له دې سره مو د ارامۍ ډېر احساس وکړ. د موټر په مخکنۍ څوکۍ کې ناسته یوه مور له خوشحالۍ په ژړا شوه. موږ راووتو.

موږ په ماریوپل کې وروستي خبریالان وو، اوس هلته یو خبریال هم نشته. موږ ته لا هم خلک پیغامونه استوي او د خپلو هغو عزیزانو د مرګ او ژوند په اړه پوښتنې کوي چې موږ یې تصویرونه او فلمونه اخیستي دي.

اړوند