شاته

غني: افغانستان کې جګړه درېدلې خو سوله نه ده راغلې

د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني په خپلې تازه غږیزې وینا کې، چې د هغه په فیسبوک کې خپره شوې، د افغانستان د اوسني وضعیت د حل لپاره د ملي خبرو او بحث په پیل کېدو ټېنګار کړی دی.

ښاغلي غني، چې اوس په اماراتو کې دی، د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۱ (وري لومړۍ) د نوي کال په مناسبت دا وینا خپره کړې ده.

هغه په خپلو خبرو کې وویل چې هغه افغانان باید یو بل ته لاس ورکړي‌ او یو بل و مني چې په تېرو څو لسیزو کې یې له یو بل سره جګړه کړې ده. نوموړي همدغه راز، د طالبانو د حکومت د نوم له اخیستلو پرته وویل چې «ملي مشروعیت اساس دی او ملي مشروعیت د زړونو د یو کولو او د فکرونو د یو والي له لارې» ترلاسه کېدای شي.

هغه وویل: « له ملي مشروعیت پرته، منطقوي‌او بین اللملي مشروعیت ګران دی.»

طالبان د تېرکال د اګست په ۱۵ نېټه کابل ته داخل شول او بیا واک ته ورسېدل، خو تر دې دمه هېڅ یو هېواد د هغوی حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی.

ښاغلي غني وویل چې افغانستان کې باید «داسې نظام راشي،‌چې تلپاتې»‌وي او ټېنګار یې وکړ چې باید « څو محدودو اشخاصو ته د افغانستان واک» ورنکړل شي. دا مهال په افغانستان کې طالبان واکمن دي او د حکومت ټول غړي یې د خپل غورځنګ افراد دي، خو طالبان وايي چې حکومت یې «همه شمول» دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې نه د طالبانو نوم واخیست او نه هم د کومې بلې ډلې خو ویې ویل چې باید تېرې تېروتنې تکرار نشي، هغه وویل: «که تېرې تېروتنې تکرار کړو، یو بل ونه منو، په حذف او انحصار اتکا وکړو، خدای ناخواسته بدې پېښې به تکرار شي او د جنګ لمبې به بیا بلې شي.»

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې افغانستان نباید «د بشري مرستو مستعمره وي». په افغانستان کې د جمهوریت له نسکورېدو وروسته د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس څه باندې ۲۲ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او دا مهال افغانستان په بشري مرستو پايي.

ښاغلي غني وویل چې له افغانستان سره بشري مرستې باید په شفاف او موثر ډول مدیریت شي. ده د افغانستان د پرمختګ لپاره د بهرنۍ تګلارې او طرحو په اړه هم مخالفت څرګند کړ او وویل چې باید اوسني وضعیت ته په کتو له موجوده طرحو څخه کار واخیستل شي.

هغه وویل چې افغانستان پراخې اقتصادي، مالي او بشري سرچېنې لري او د دغو سرچېنو څخه د استفادې لپاره باید یوه افغانه اقتصادي‌ طرحه موجوده وي‌ نه د بهرنیو افکارو او نظرونو په اساس جوړه شوې طرحه.

هغه طالبانو ته په اشارې وویل چې د واک ترلاسه کول اسان دی خو د هغه ساتل او تحکیم سخت دي، «اړتیا ده چې په خپلو کې سره یو ملي بحث پيل کړو او یوې نتیجې ته ورسېږو.»

طالبان وايي چې په ټول افغانستان واکمن دي، جګړه نشته او هڅه کوي چې نورې چارې هم سمې شي.

ښاغلی غني د تېرکال د اګست په ۱۵ نېټه له کابل څخه ووت او بیا له اماراتو څخه په یو ویدويي پیغام کې وویل که له کابل څخه وتلی نه وای، «د وینو ویالې به بهېدلې»‌ وای.

په داسې حال کې چې د طالبانو له واکمنۍ شاوخوا اوه میاشتې تېرېږي، خو افغانستان لا نړیوالې ټولنې په رسمیت پېژندلی نه دی. د نورو شرطونو تر څنګ، د نړیوالې ټولنې یو شرط دا دی چې طالبان باید همه شمول حکومت جوړ کړي، د بشر او ښځو حقونو ته درنای وکړي.

خو طالبان وايي چې حکومت یې همه شمول دی او د «شریعت په چوکاټ کې» هر چا ته خپل حقونه ورکوي.