شاته

په افغانستان کې د انساني او اقتصادي مرستې دپاره او اي سي د پنګې پرانېسته وکړه

په افغانستان کې د بشري او اقتصادي مرستې دپاره د اسلامي ملکونو د همکارۍ تنظیم او اي سي د ګل، دوشنبې، په ورځ د مالي پنګې پرانېسته وکړه.

د وي او ای د رپورټ ترمخه اسلامي د امدادي پنګې پرانېسته په داسې وخت وکړه چې په افغانستان په مېلینونو خلک د غربت او لوږې سره مخامخ دي.

د 57 اسلامي ملکونو تنظیم او د اسلامک ډوېلپمنټ بېنک د افغانستان هیومېنېټیرین ټرسټ فنډ نومې پنګې منشور په اسلام اباد کې په یوه دستوره کې دسختط کړو.

منشور د لاس لیک کېدو وروسته د او اي سي سېکرېټري جنرل حسین ابراهیم طه په یو بیان کې وویل په کابل کې د حکومت د بدلېدو وروسته، یعنې د طالبانو د واکمنېدو نه پس، افغانان د ډیرو سختو وختونو سره مخامخ دي.

هغه وویل د او اي سي د پنګې قایمولو مقصد د افغانانو ملاتړ کول دي.

هغه غوښتنه وکړه چې د اي سي او غړي ملکونه او نور دې د مالي پنګې سره دې امداد وکړي.ې

د وي او ای د رپورټ ترمخه افغانانو سره د مرستې دپاره د مالي پنګې قایمولو فېصله تېر کال د ډسمبر په میاشت کې په اسلام اباد کې د او اي سي په بېړنۍ غوڼده کې شوي وه.

د چارواکو په وېنا د افغانستان هیومېنېټېرین ټرسټ فنډ سره د وي او اي د نظام نه بهر څخه هم چنده ورکړی کېدلی شي.

د اسلامک ډوېلېپمنټ بېنک صدر محمد سلیمان الجسیر وویل بېړنې حالاتو ته په کتنه او اي سي چې کومې پېسې جمع کړي دا به زر تر زره تقسیمولی شي.

هغه وویل اسلامک بېنک به د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو سره په همکارۍ په افغانستان کې د خود انحصارۍ، امن او ثبات دپاره کوښښونه کوي.

هغه وویل د زرعي پېداوار د زیاتولو، د خوراک تحفظ، د وړو او منځني درجې کاروبارونو او د زور ګار موقعې د برابرولو دلارې په افغانستان کې د خود انحصارۍ، امن او ثبات مقاصد ترلاسه کېدلی شي. هغه وویل پکار ده چې تعلیم ته د مېرمنو رسايي یقیني کړی شي.

د ملګرو ملتونو د خوراک ادارې ورلډ فوډ پروګرام ویلي نهه مېلین افغانان یو ګام د لوږې نه لرې دي.

تېر کال اګست په میاشت کې طالبانو د واکمنېدو نه پس افغانستان سره نړیوال امداد ځنډېدلی دی او د افغانستان د مرکزي بېنک د اربونو ډالرو مالیت اثاثې چې زیاتره په امریکې کې وې، منجمد کړی شوي دي.

امدادي ادارې وايي د اثاثو د منجمد کېدو او د طالبانو په ضد د بندیزونو له امله په افغانستان کې بشري او اقتصادي صورتحال خراب شوی دی.

د افغانستان د هیومېنېټېرین ټرسټ فنډ د قایمېدو په موقع د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي د دغې پنګې مقصد افغان ولس ته نړیوالې مرستې رسول دي. هغه د پنګۍ د کامیابولو غوښتنه وکړه او ویې وېل پکار نه ده چې افغانان مایوسه کړی شي.