شاته

پاکستان:امریکایي کانګریس ته دپاکستان په ضد وړاندې شوی قرارداد دامریکې دحکومت دریځ نه دی

د پاکستان د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار د امریکا په کانګرس کې د يو قانون ساز لخوا هغه قرارداد ته چې پکې د پاکستان پرضد د مالي او دفاعي بندېزنو لګولو غوښتنه شوې، ویلي دا د يو فرد رایه ده او د امریکا د حکومت د دريځ استازیتوب نه کوي.

د خارجه دفتر وياند د زيارت په ورځ د وي او ای ډيوه پوښتنې ته په خپل ځواب کې ویلي د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان کردار د امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې هم منلی او دا مسوده د ترهګرۍ د ناسور ضد جګړه کې د پاکستان او امریکا ترمنځ د اوسنۍ نزدې همکارۍ سره هم سمون نه لري.

د پاکستان د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار وېلي پاکستان په هغو هېوادونو کې يو دی چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې یې ونډه درلوده او په دغه جګړه کې یې تر بل هرچا زياتې قربانې ورکړې دي.

تیره ورځ ورځپاڼې ډان په خپل خبر کې وېلي چې د امريکا د کانګرس غړي سکات پېري کانګرس ته په وړاندې کړي قرار داد کې غوښتنه کړې چې پاکستان دې د ترهګرۍ سرپرستي کونکی هېواد وګرځول شي.

خو دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند وایي د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان رغنده رول د امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې هم منلی دی.

ویاند وېلي پاکستان په دې باور دی چې ددغه قرار داد روح د ترهګرۍ ناسور ضد جګړه کې د پاکستان او امریکا ترمنځ د اوسنۍ نزدې همکارۍ سره هم سمون نه لري.

ورځپاڼه ډان وايي د کانګرس دوؤ نورو غړو په واشنګټن کې د پاکستان د سفير مسعود احمد خان خلاف هم د پلټنو غوښتنه کړې چې وايي د هند د ولکې لاندې کشمیر کې د بېلتون خوښو وسله والو سره اړيکې لري.

د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د نړیوالو اړيکو د څانګې مشر ډاکټر شکور خان ډيوه ته وايي په دې وروستیو کې د افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

هغه وايي د پاکستان د وزير اعظم عمران خان د امریکا او يورپي يونين ضد بیانونو او په تېره روس د هغه سفر هم د امریکا او غربي نړۍ سره د پاکستان تعلقات تاوژن کړي دي.

د مارچ په اوومه پنجاب کې جلسې ته خپله وېنا کې وزیر اعظم عمران خان د يورپي سفيرانو هغه غوښتنو ته سخت غبرګون ښودلی ؤ چې له پاکستان یې غوښتل چې په اوکراین د روسیې د يرغل غندنه وکړي.

وزیر اعظم عمران خان ویلي ؤ چې يورپي اتحادیه او امریکا د پاکستان سره توپيرى چلند کوي او د امریکا او ناټو سره په افغانستان کې مرستې پاکستان په مالي توګه نقصانى کړی دی.

ډاکټر شکور وايي که څه هم دا قرارداد د امریکا د حکومت دریځ نه دی خو د امریکا کانګرس ته قرار داد وړاندې کېدل په خپله لویې ارزښت لري.

هغه وايي د امريکا نظام هم د کانګرس د پرېکړو په بنياد چلېږي او دا هم په پاکستان فشار اچولی شي.

په امريکايي کانګرس کې د ريپبلکن ډلې غړي سکاټ پيري په خپل قرارداد کې غوښتنه کړې ده چې پاکستان ته دې په مالي امداد، د دفاعي الاتو په برامداتو او خرڅون بندېزنو ولګول شي.

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشید وايي په اېف ای ټي اېف کې هم د پاکستان پرضد دا تورونه دي چې د ترهګرو د مالي سرچينو په وچولو کې یې د پام وړ ګامونه نه دي اخستي او پاکستان یې په خپل خړ یا د څارنې په فهرست کې پرځائ ساتلی دی.

هغه وايي دا هم امکان دی چې په راتلونکو دريو مياشتو کې فنانشنل اېکشن ټاسک فورس پاکستان په تور فهرست کې واچوي او دا اوس په دې وروستیو کې د امریکا حکومت د پاکستان په يو سرکاري بېنک هم جرمانه لګول ده چې ویل یې دغه بېنک د غېرقانوني قانوني پېسو په لېږد کې ککړ دی.

تراوسه څلور هېوادونه چې پکې کيوبا، شمالي کوریا، ايران او شام شامل دي د ترهګرۍ سرپرستي کوونکي هېوادونه ګرځول شوي دي