شاته

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پر اوکراین د روسیې یرغل محکوم کړ 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د جمعې په ورځ مارچ څلورمه (کب ۱۳) په قاطع اکثریت سره په اوکراین باندې د روسیې د یرغل د محکومولو د پریکړه لیک او په اوکراین کې د بشري حقونو او له دې جملې څخه د جنګي جنایتونو د پلټلو لپاره د یو کمیسیون د جوړولو ملاتړ وکړ.

روسیه و اریتریا ددې شورا یواځني غړي وو چې دې پریکړه لیک ته یې منفي رایه ورکړه، ۳۲ هیوادونو موافقه رایه او ۱۳ هیوادونو ممتنع رایه ورکړه. دغه پریکړه لیک د اوکراین له لورې وړاندیز شوی و.

په ملګرو ملتونو کې د اوکراین سفیرې یوهینیا فلیپنکو، وویل: "هغه کسان چې له روسیې څخه امر کوي او زما د خلکو پر وړاندې په سرغړونو مرتکب کیږي باید پاملرنه وکړي چې شواهد راټولیږي، تاسو په نښه کیږئ او تاسو به ځواب ورکړئ."

اوسمهال د بشري حقونو په شورا کې یواځې یو کمیسیون د سوریې لپلره جوړ شوی او اوس په وروستۍ رای اچونې سره په اوکراین کې د روسیې د اقداماتو په اړه یو کمیسون جوړیږي.

چین، کیوبا او ونزویلا د هغو هیوادونو له ډلې څخه وو چې معمولا د روسیې ملاتړ کوي، خو دا ځل یې ممتنع رای ورکړې.

میرمن فلیپنکو، له دې دمخه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته ویلي وو چې "د روسیې له لورې د بشري حقونو او همداشان جنګي جنایتونو او د بشریت ضد جنایتونو په اړه نه انکار کیدونکي شواهد" شته.

روسیې چې پر اوکراین باندې د فبرورۍ د ۲۴ یرغل "ځانګړي عملیات" ګڼلي دي په اوکراین کې یې د ملکي وګړو په نښه کول رد کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د روسیې استازي یوګنی اوستینوف، دغې شورا ته وویل چې د پریکړه لیک ملاتړي "به د اوکراین د پیښو لپاره د روسیې د غندلو په خاطر له هر ډول وسیلې نه کار واخلي".

واشنګتن چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دوره کې له دې شورا څځه له وتلو وروسته تازه د رای ورکوونکي غړي په توګه له دغه سازمان سره یوځای شوی، دغه نتیجه یې "د روسیې د اقداماتو قوي محکوم کول" بللي دي.

د اوکراین سفیرې فلیپنکو وویل چې دغه کمیسیون به د هاک د جرمونو د نړیوالې محکمې تر څنګ کار وکړي چې یوه ډله یې په اوکراین کې د احتمالي جنګي جرمونو د پلټولو لپاره استولی ده.

له دې دمخه د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي غونډې هم د چهارشنبې په ورځ مارچ دوهمه په یو بیړنۍ غونډه کې په قاطع اکثریت سره پر اوکراین باندې د روسیې یرغل محکوم کړ.

دغې مجمع همداشان په یو پریکړه لیک کې له مسکو څخه وغوښتل چې په اوکراین کې جګړه بنده کړي او له دې هیواد څخه خپل ځواکونه وباسي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش، وویل: "د عمومي مجمعې پیغام لوړ او څرګند دی. همدا اوس په اوکراین کې دښمنۍ پای ته ورسوئ. ټوپک همدا اوس غلي کړئ. همدا اوس دیالوګ او دپلوماسۍ ته دروازه پرانیځئ."

دغه پریکړه لیک پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل د غندلو په ترڅ کې مسکو د ملګرو ملتونو له منشور څخه په سرغړونه تورن کړی دی چې په اساس یې ددې سازمان غړي هیوادونه "د هر هیواد د خاورې د بشپړتیا او او سیاسي خپلواکۍ پر ضد له ګواښ او له زور څخه له استفادې" ډډه وکړي.