شاته

د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په هکله د جمهور رئیس بایډن اجرائیوي فرمان

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن په افغانستان د روان بشري او اقتصادي کړکیچ ته د رسیده ګۍ لپاره او دا چې څنګه د دې کړکیچ د حل لپاره د افغانستان د هغو شتمنیو څخه ګټه واخیستل شي چې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ راهیسې په متحده ایالاتو کې کنګل شوي، اجرائیوي فرمان صادر کړ.

په اجرائیوي فرمان کې راغلي چې د افغانستان د مرکزي بانک (د افغانستان بانک) شاوخوا ۳.۵ ملیارده ډالر به د افغانستان د ولس د ګټې لپاره ولیږدول شي او پاتې ۳.۵ ملیارده به یې په امریکا کې پاتې وي تر څو پورې چې د سپټمبر د ۱۱ مې د قربانیانو د دعوې پریکړه نه وې شوي.

یو شمیر کسان چې خپل خپلوان یې په امریکا په ترهګریزي بریدونو کې وژل شوي په طالبانو یې دعوا کړې او په فدرالي محکمو کې د افغانستان بانک د شتمنیو غوښتنه کړې ده.

د جمهور رئیس جو بایډن د اجرائیوي فرمان په هکله د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې راغلي چې د فرمان هدف دا د چې دغه پیسې پداسې یوې طریقي افغانستان ولس ته ورسیږي چې د طالبانو او نورو ناوړه عناصرو لاسته ورنشي.

جو بایډن په اجرائیوي فرمان کې ویلي چې د دې کنګل شویو پیسو د ستونزې د حل لپاره "ملي اضطراري حالت" اعلانوي او د متحده ایالاتو کانګریس ته یې هم خبر ورکړی.

د اجرائیوي فرمان له مخې د افغانستان بانک د شتمنیو چې په متحده ایالاتو کنګل دي نیمایي برخه څه باندې ۳.۵ ملیارده ډالر به لا هم کنګل پاتې وي او د امریکا مالي ادارو ته امر شوی چې د نیو یارک په مرکزي بانک کې دې یو ځانګړي بانکي حساب ته ولیږدول شي، تر څو پورې چې محکمې د سپټمبر ۱۱ مې ترهګریزې حملې د قربانیانو د دعوې په هکله پریکړې نه وې کړي.

طالبانو تل ادعا کړې چې دا پیسې د افغانستان د ولس حق دی او د خوشې کیدو غوښتنه یې کړي . دې ډلې تر اوسه د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن د اجرائیوي فرمان په هکله تبصره نده کړي.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند په ټویټر کې د افغانستان د کنګل شویو پیسو په هکله لیکلي، " د امريکا له خوا دافغان ولس کنګل شوې پيسې غلا کول، او په خپل سر تصرف پکې کول، د يو هېواد او ملت تر ټولو هغه ټيټه کچه انساني او اخلاقي ټيټوالی ښيي. ماته او بريا دانسان په تاريخ او ژوند کې معمول دی، خو تر ټولو لويه او شرميدلې ماته بيا دا ده چې نظامي او اخلاقي ماتې لاسونه سره ور کړي".

سره لدې چې متحده ایالاتو د نورو غربي هیوادونو په څیر په افغانستان کې خپل سفارت تړلی او د طالبانو سره د تعامل لپاره قطر د امریکا استازیتوب کوي خو بیا هم د افغانستان سره د طالبانو د راتګ نه وروسته تر ټولو ډیرې بشري مرسته امریکا کړي.

متحده ایالاتو یوازې تیره میاشت د افغانستان د ولس سره د ۳۰۸ ملیون ډالرو بشري مرستو اعلان وکړ او د تیر کال د اګست د میاشتې د نیمایي راهیسې چې طالبان واک ته رسیدلي، امریکا د ۵۱۶ ملیونه ډالر بشري مرستې کړیدي چې د نړیوالو خیریه مؤسسو د لارې افغان ولس ته رسیږي.