شاته

طالبان: د هلمند اوبو مدیریت په اړه د ۱۳۵۱ کال معاهدې سره بشپړه موافق یو

د طالبانو حکومت د اوبو او انر ژۍ وزارت وايي، «اسلامي امارت» د هلمند سیندیزې حوزې د اوبو مدیریت په اړه د ۱۳۵۱ کال معاهدې سره په بشپړه توګه موافق دی.

د افغانستان او ایران دولتونو د هلمند د اوبو د ویش پر سر د ۱۳۵۱ کال په وروستیو کې د پخواني صدراعظم موسی شفیق په وخت کې یوه معاهده لاسلیک کړې چې له مخې یې افغانستان باید هرکال ۸۱۷ میلیون متر مکعب اوبه ایران ته ورکړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت نن جمعه فبرورۍ ۱۱ (سلواغې ۲۲) په یوې اعلامیې کې ویلي چې «اسلامي امارت» د دغه دایمي معاهدې د تطبیق په برخه کې له ایران هیواد سره کار کولو ته چمتو دی.

په یاده اعلامیه کې راغلي: "د افغانستان اسلامي امارت د هلمند سیند حوزې د اوبو مدیریت په تړاو معاهدې د تخنیکي محتویاتو سره ټولو موادو،حقوقوي اساساتو ضمائمو (پروتوکولونو) ته چې د هلمند د اوبو په اړه په ۱۳۵۱ کې د افغانستان او ایران د دولتونو ترمنځ پرې توافق شوی، په کامل صورت سره موافقت لري."

ایران ته د هند سندیزې حوزې د بهېدونکو اوبو په اړه له ډير راپدېخوا بحثونه کیږي او ویل کیږي چې ایران ته هر کال په معاهده کې له ټاکل شوي اندازې څخه څو برابره زیاتې اوبه بهیږي.

د ایران حکومت په دې وروستیو کې د هلمند سیندیزې حوزې د تېرېدونکو اوبو لپاره په نیمروز ولایت کې د کمال خان اوبو پر جوړېدو باندې هم اندېښنه ښودلې ده.

تر دې مخکې د افغانستان د اوبو او برېښنا په وزارت کې د کابل د حوزې د برخې مشر معروف مسیر امریکا غږ ته ویلي و له ایران سره د اوبو د تړون په اساس افغانستان په "هره ثانیه کې ایران ته ۲۶متر مکعبه اوبه ورکوي چې د کال ۸۰۰ میلیونه متر مکعب اوبه" کیږي.

د ښاغلي مسیر په وینا په تېرو ۲۵ کلونو کې په افغانستان کې جنګونه وو، د اوبو تنظیم ستونزمن و او د هلمند له سیند نه ایران ته د کال شاوخوا درې میلیارده متر مکعبه اوبه ورتلې.

د افغانستان په څیر ایران هم د سختې وچکالۍ سره مخ دی، چې له امله یې د افغانستان په ګاونډ کې پراته ولایتونه د وچکالۍ سره مخ شوي دي.