شاته

ګوتیریش:نړیوال دې له افغانستان سره د مرستو په اړه زموږ له هڅو ملاتړ وکړي

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیوګوتریش یو ځل بیا د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې د افغانستان خلک له تر تولو سخت نړیوال بشري بحران سره مخ دي.

نوموړي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دوی په افغانستان کې له څه باندې ۲۲ میلیون اړمنو خلکو سره د مرستې پلان لري، خوه په خبره یې دوی یوازې د ۹ میلیون اړمنو خلکو سره مرستې بودجه تر لاسه کړې ده.

ښاغلي ګوتیریش د پنجشنبې په ورځ ناوخته فبرورۍ لسمه (سلواغې ۲۱) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي:"موږ له نړیوالې ټولنې څخه غواړو، مخکې له دې چې ډير ناوخته سي، زموږ له هڅو څخه دې ملاتړ وکړي."

د تیرې شاوخوا پنځو میاشتو راپدېخوا په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته د بانکي چارو ټکني کېدو، د خیره بنسټونو او نړیوالې ټولنې د مرستو محدودېدو او د افغانستان د شاوخوا ۱۰ میلیارډ ډالر پانګې کنګل کېدو سره د اقتصادي وضعیت خرابېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې د افغانستان خلک به د سخت ژمې په رارسېدو سره له لوږې او قحطۍ سره لاس او ګرېوان وي.

یاد سازمان ویلي و که چیري له دغه هیواد سره مرسته ونشي د افغانستان ۹۷سلنه وګړي به له اوسني اقتصادي وضعیت څخه اغېزمن شي.

بلخوا طالبانو د روان وضعیت څخه د وتلو لپاره د پنجشنبې په ورځ فبروري لسمه (سلواغې ۲۱) له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه له نړیوالې ټولنې سره د مستقیمو خبرو غوښتنه کړې ده..

د طالبانو هیئت چې د غیر دولتي موسساتو سره د خبرو په هدف په سویس کې دی، پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د بشري مرستو په اړه د اسلامي امارت سره د شفافیت او حسات کتاب پر اساس پرمخ ولاړ شي.

په اعلامیه کې څرګنده شوي:"له ټولو مرسته رسونکو بنسټونو غواړو چې له افغانانو سره د بشر دوستانه مرستو د تسهیل او تدارکاتو، د پولو د پرانیستل کیدو او د بشري مرستو لپاره د یوه خوندي دهیلیز د رامنځ ته کیدو په برخه کې مرسته وکړئ."