شاته

د بښنې سازمان او د بشري حقونو ۲۰ ډلې: بې درکه شوې افغان مېرمنې دې ژر خوشې شي

د بشري حقونو د څار ډلې، د بښنې نړیوال سازمان او ۲۰ نورو نړیوالو موسسو د هغو ښځو د فوري خلاصون غوښتنه وکړه چې په وروستیو کې په افغانستان کې بې درکه شوي دي.

د دغو موسسو په ګډه اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې له ښځو سره توپیر او بد سلوک کېږي.

دوی طالبان په افغانستان کې د مېرمنو د فعالیتونو په لاره کې د پر له پسې خنډ پېښولو مسوول بللي دي.

تراوسه پورې په افغانستان کې د ۵ بې درکه شوېو ښځو د برخلیک هېڅ څرک نه دی لګېدلی.

پروانه ابراهیم خېل او تمنا زریاب پریاني د جدي په ۲۹مه او زهرا محمدي او مرسل عیار تېره اوونۍ بې درکه شوي دي.

تردې مخکې د هرات د ښځو د محبس رييسه عالیه عزیزي هم بې درکه شوې وه.

د هرات د ښځو د محبس رييسه عالیه عزیزي هم بې درکه شوې.
د هرات د ښځو د محبس رييسه عالیه عزیزي هم بې درکه شوې.

د طالبانو حکومت تراوسه پورې د دغو ښځو نیونه تایید کړې نه ده.

د بشري حقونو د څار ډلې د ښځو د حقونو مرستیالې هیدربار فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې که طالبانو دا ښځې نیولې نه وي، باید ویې مومي: "د طالبانو په ردېدو ډېر باور نه شي کېدای د دې لپاره چې هغوی په ډېرو مواردو کې ناسم چلند کړی دی. که دوی په خپله دا ښځې نیولې نه وي او وايي چې حکومت اداره کوي، په کار ده چې د وسله والو سړو له لوري چې د شپې په تیاره کې ځانونه د طالبانو د استخباراتو غړي معرفي کوي، د ښځو د تښتول کېدو په اړه اندېښمن وي."

د بشري حقونو د څار ډلې د ښځو د حقونو مرستیالې هیدربار
د بشري حقونو د څار ډلې د ښځو د حقونو مرستیالې هیدربار

یو شمېر افغانې مېرمنې وايي، له ګواښونو او اندېښنو سره-سره مبارزې ته دوام ورکوي.

هُدا خموش یوه له دغو ښځو څخه ده:"نن هغه نجونې چې پخوا یې فعالیت یا کار نه و کړی، راغلي او مبارزه کوي، ما ته د دوی راتلونکې روښانه ښکاري ځکه چې ډار ته یې غاړه کېنه‌ښوده.'

د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو رعایت او د پراخ بنسټه حکومت جوړېدا د طالبانو له حکومت سره د تعامل لپاره د نړیوالو یو شرط دی.