شاته

د افغانستان ۵ روغتونونو کې د کرونا ناروغانو درملنه کېږي، ۳۳ نور بند شوي

په داسې حال کې چې یو وار بیا د کرونا ویروس پېښې زیاتې شوي، د افغانستان یوازې په ۵ روغتونونو کې د کووېډ-۱۹ د ناروغانو درملنه کېږي او ۳۳نور د درملو، وسایلو او ډاکټرانو د کموالي له کبله بند شوي دي.

د ډاکټرانو، درملو او طبي وسایلو د کموالي ترڅنګ د روغتونونو د تودولو لپاره د سونګ مواد هم نه شته.

د افغان - جاپان روغتون ريیس ډاکتر محمدګل لېوال د هغو ستونزو یادونه کوي چې دا درملیز مرکز ورسره مخامخ دی: "له سخت حالت سره مخامخ شوي یوو. لکه د اکسیجن، درملو او نورو طبي وسایلو نشتوالی. زموږ کار کوونکو له درېيو میاشتو راهیسې معاش نه دی اخیستی."

ډاکټر لېوال زیاته کړه، یوازې د شپې له لوري د روغتون د تودولو امکانات لري، نور وخت روغتون سوړ وي.

د افغان - جاپان روغتون ريیس ډاکتر محمدګل لېوال وايي، یوازې د شپې له لوري د روغتون د تودولو امکانات لري
د افغان - جاپان روغتون ريیس ډاکتر محمدګل لېوال وايي، یوازې د شپې له لوري د روغتون د تودولو امکانات لري

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو.اېچ.او' ویلي، افغانستان کې د کووېډ-۱۹ د ناروغانو شمېر په سلو کې ۶۷ ډېر شوی دی.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر وايي، بېلابېلو هېوادونو له افغانستان سره د میلیونونو ډوزو کرونا ضد واکسین ژمنې کړي دي: "حاضردمه موږ کابو درې نیم میلیونه ډوزه واکسین لرو. ځینو هېوادونو او موسسو وعده کړې چې ژر به پنځه میلیونه او ۸ لکه ډوزه نور واکسین راکړي."

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، تر اوسه پورې په سلو کې شااوخوا ۲۷ افغانانو کرونا ضد واکسین کړی دی او اکثرو د جانسن اېنډ جانسن واکسین کړی چې امریکا افغانستان ته ډالۍ کړي دي.