شاته

کراچۍ: علي وزیر ناروغه دی، د زندان چارواکو د ميرانشا پوليس تاڼې ته د لېږلو اجازه غوښتې، وکيل يې وايي

د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ علي وزیر ، وکيل وايي علي وزير ناروغه دی، شپه يې د زندان په روغتون کې تېره کړې او د جېل چارواکو د سيند حکومت نه غوښتي چې اجازه ورکړي چې هغه د ميرانشا تاڼې ته وليږي.

د علي وزیر وکیل قادر خان اېډوکېټ وي او اې ډیوه ته وويل، پرون د جمعې په ورځ (28 جنورۍ) د کراچۍ د ترهګرۍ ضد 12 نمبر عدالت کې د علي وزير د قضيې اورېدنه وه او دوه پوليس ګواهانو پکې عدالت خپل بيانونه وړاندې کړي او هغه پرې جرح مکمل کړې ده.

د کراچۍ په زندان کې دننه په 12 نمبر عدالت کې د علي وزیر پرضد د کال 2020 د قضيې اورېدنه شوې ده، په ياده قضيه کې د پاکستان سپريم کورټ علي وزیر ته ضمانت ورکړی دی.

دا وخت علي وزير د کال 2018 په قضيه کې په زندان کې بندي دی. په دغه قضيه کې د علي وزیر د ضمانت په خواست اورېدنه کيږي، او په دغه قضيه کې د اورېدنې دپاره راتلونکې نېټه 31 جنوري ورکړی شوې ده.

قادر خان اېډوکېټ وايي، پرون د اورېدنې په مهال د علي وزیر صحت سم نه وو، او ویلي يې دي چې تيره ټوله شپه يې بلډ پرېشر وو او شپه يې په روغتون کې تيره کړې ده.

نوموړي زياته کړه، د کراچۍ د مرکزي زندان چارواکو د سيند صوبې حکومت ته ويلي چې اجازه ورته ورکړي چې علي وزیر د شمالي وزیرستان د میرانشا تاڼې ته وليږي.

د سيند صوبايي حکومت ته د جېل سپرنټنډنټ ويلي، د کال 2020 په قضيه کې د علي وزیر پرضد د شمالي وزیرستان د اډيشنل سيشن جج په عدالت کې د لوډ سپيکر د قانون د سرغړونې لاندې مقدمه روانه ده، هغه دې هلته ولېږل شي او دلته به يې د قضيو اورېدنه د ويډیو لنک د لارې کولی شي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزير او نورو بندي غړو دپاره احتجاجي جلسې روانې کړي دي.

د پاکستان حکومت او پوځ د وړاندې نه په پي ټي اېم تورونه لګولي چې د بهر هېوادونو نه پېسې اخلي او په بهرنۍ ایجنډا لګيا تحریک دی. خو پي ټي اېم دغه تورونه رد کړي او وايي چې پي ټي اېم پرامنه او د پښتنو د حقونو دپاره جوړ غورځنګ دی او د تورونو د ثابتولو دپاره يې د کمېشن جوړولو غوښتنه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​