شاته

پاکستان کې د کرونا څخه نور 25 کسان مړه، مثبتې پېښې نورې سېوا شوي

په پاکستان کې په کرونا اخته نور 25 کسان مړه شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس څخه د مړو ټوله شمېره 29زره 162 ته رسېدلې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په تير شوا روز کې په ملک کې د کرونا وایرس د 63زرو څخه زیاتې معاينې شوي چې پکې په 7539 کې کرونا وايرس مالوم شوي دي.

ویل شوي د مثبت پېښو شرح 11.91فيصده ده. د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې په کرونا وايرس د اخته کسانو شمېره 91زره 854 ته رسېدلې ده.

د دې ترڅنګ ویل شوي دا وخت په ملک کې په کرونا وايرس اخته 1240 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت دی.

په پاکستان کې د کرونا څخه تر ټولو زيات مړي په پنجاب صوبه کې شوي چې شمېره یې 13زره 126 ده، په سيند صوبه کې 7765 په خېبرپښتونخوا کې 5986 او اسلام اباد کې 979 کسان مړه شوي دي.

په پاکستان کې د صحت چارواکي وايي، که خلک احتیاط ونه کړي او حکومت د کرونا څخه بچ کېدو احتیاطي تدابير عملي نه کړي، په ملک کې به د کرونا وبا نوره سېوا شوي.

ډاکټران او حکومتي واکمن ټينګار کوي چې خلک دې د ځان او نورو د ژغورنې دپاره احتياطي تدابير خپل کړي، ماسک دې اچوي، او د ګڼې ګوڼې څخه دې ډډه وکړي.

د دې ترڅنګ په دې هم ټينګار کيږي چې خلک دې ويکسين ولګوي، ويکسين د ځان ژغورنې يواځينۍ لاره ده.

د پاکستان د ځايي ميډيا ترمخه هوايي اډو ته په تلونکو مسافرو او عملې ماسک اچول لازمي کړی شوي دي، هغه کسان به هوايي اډو ته نه پرېښودل کيږي چې ماسک یې نه وي اچولی.